• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وایي، د انټرنېټ پرې کېدو د افغان نجونو زده‌کړې اغېزمنې کړي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

دغه سازمان د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، د سپتمبر میاشتې په اوږدو کې د انټرنېټ عمومي پرې کېدو د زرګونو افغان ښځو ورځنی ژوند ګډوډ کړ او د دوی د زده کړو او کار کولو وروستی امکان یې هم ختم کړ.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا اقدام د افغان ښځو لپاره د زده کړې، د عایداتو ترلاسه کولو او اړیکو وروستی دروازه هم ور بنده کړه.

په راپور کې ویل شوي، په داسې حال کې چې طالبانو ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منعه کړي، اوس رادیو د زده کړو یوه بدیله وسیله ګرځېدلې؛ خو د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د انټرنېټ پرېکون د ښځو او نجونو پر ژوند لا ژورې اغیزې وکړې.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې د ختیځ افغانستان وروستیو زلزلو، وچکالۍ او د مېلیونونو کډوالو بېرته ستنېدو ته په اشارې سره ویلي، د ښځو او نجونو ژوند له هر وخت ډېر ستونزمن شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال هم د انټرنېټ د پرې کېدو له منفي اغېزو څخه خبرداری ورکړی دی. 

ملګرو ملتونو لیکلي: «که څه هم په ډېرو سیمو کې انټرنېټ ته لاسرسی بیا فعاله شوی، خو دا ارزښتمنه دروازه د زده کړو او اړیکو لپاره هر وخت بېرته تړل کېدای شي». یاد سازمان ټینګار کړی چې د ښځو زده کړې، رواني روغتیا او د ژوند وسایل د جدي خطر سره مخ دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران غواړي طالبان د چین «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره همکارۍ ته وهڅوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۵ GMT+۱

ایرنا خبري اژانس شنبه (د تلې ۲۶مه) په ایران کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو مالونو د نندارتون په اړه لیکلي، چې افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي «یو کمربند او یوې لارې» اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي. خو اقتصاد پوهان وايي، چې په دې کار سره امریکا ناراضه کېدای شي.

د ایران د ولسي جرګې غړي مصطفی نخعيړپه بیرجند ښار کې د سوداګریزو مالونو نندارتون د پرانیستلو پر مهال وویل: «افغانستان او ایران د چین په نوښت جوړ شوي یو کمربند او یوې لارې اقتصادي پلان سره یو ځای کېدای شي».

د نخعي په وینا، په دې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلېږي. هغه زیاته کړه، چې په دې پلان کې تر ۱۵۰ ډېر هېوادونه شامل دي او چین پر دې پروژه تر ۱۳۰۰ مېلیارد ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

نوموړي دا هم وویل،چې دا کار ستر اقتصادي لیدلوري او متقابل باور ته اړتیا لري. د امریکايي چارواکو او سياسي شنونکو له ویناوو ښکاري، چې امریکا د چین د دې اقتصادي پرمختګ مخالف دی.

باورونه دا دي، که طالبان د چین دې پروژې ته ورګډ شي، د امریکا غوسه به راوپارېږي او له طالبانو سره به یې اړیکې نورې هم خرابې شي. اقتصاد پوهان وايي، چې امریکا پر ایران هم اقتصادي بندیزونه لګولي، ځکه خو یې د چابهار بندر په مخکې خنډونه جوړ کړ او هغسې وده یې ونه کړه، لکه په پام کې چې وه.

اقتصاد پوهان زیاتوي، که طالبان د امریکا یوه سياسي مخالف ایران او بل اقتصادي سيال چین ته نژدې کېږي، دا وضعیت د واشنګټن او دې ډلې ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کولای شي.

که څه هم دې نندارتون ته د افغانستان له ۷ ولایتونو څخه ۴۰۰ افغان سوداګر وربلل شوي او طالب چارواکي هم ورسره وو، خو هغوی تر دې مهاله د دې نندارتون په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ګلبدین حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې: د ټوپک په زور د کورونو ورانول د کمونستانو کار دی

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په کابل ښار کې په ډېره ناسمه او عجولانه توګه د واټونو پراخولو او نويو سړکونو جوړولو هڅې روانې دي او د اعلان شوي پلان له‌مخې په ډېرو ناحيو کې سلګونه کورونه په بشپر ډول يا څو سلنه ورانېږي.

ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په همدې تړاو په یوې لیکنه کې ویلي، د کابل ښار لپاره چې څو لسيزي وړاندې د سړکونو او واټونو جوړولو کوم پلان تنظیم شوی وو او د جګړو له کبله پلی نه شو، نو اوس د طالبانو کابل ښاروالي غواړي همغه پلان پلی کړي او په دې سره د غېر منظموالي جدي ستونزه حل کړي، خو د هغو د زړه له درده خبر نه دي چې کورونه یې په داسې حال کې ورانېږي چې د اوسېدو لپاره بل کور او سرپناه نه لري د كرايي کور له نيولو هم ځکه عاجز دي چې کرایې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

د حکمتیار په وینا، په کابل کې د پراخ تراكم او ازدحام ستونزه د واټونو په پراخولو او د نویو سړکونو او په ګڼ پوړیزو ودانیو سره نه حلېږي او دغه دواړه طرحې ستونزې لا پسې زياتوي او په باور یې باید پنځه لسيزې وړاندې په کابل کې د نويو کورونو جوړولو لړۍ متوقف شوې وای، وزارتونه، نظامي تأسيسات او قطعات، هوايي ډګر، سفارتونه، لوی لوی هوټلونه، د ودونو هالونه او دې ته ورته دولتي او ملكي دفاتر بايد د کابل شاوخوا هوارو ساحو ته انتقال او ورسره نوی کابل باید جوړ شوی وای.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي، د کابل ښار ستونزې یوازې غېر معياري واټونه او سړکونه او د هستوګنو او موټرو ازدحام نه دي؛ بلکې تر دې ستره ستونزه یې د کورونو غېر معياري نقشې دي، د اکثرو کورونو خونې داسې جوړې شوې چې د کال په هېڅ موسم کې لمر نه لري؛ له صحي پلوه داسې کورونه قطعاً د اوسېدو وړ نه دي او د ډېرو ناروغیو عامل ګڼل کېږي.

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې تخریبېدونکي کورونه
100%
د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې تخریبېدونکي کورونه

د حکمتیار په وینا، د اسلام له نظره بې موجبه او د کور د خاوند له رضایت او موافقې پرته د چا کور مصادره کول او ورانول حرام او ممنوع دي، عادي ښاروال خو پرېږده ولسمشر او امیر هم دا حق نه لري.

د هغه په خبره، اوس باید د نویو سړکونو او واټونو د پراخولو لړۍ سمدستي متوقف شي او یا هم لږ تر لږه د ژمي تر پای ته رسېدو پورې او تر هغه چې دولت وتوانېږي هغو کورنیو ته د هستوګنې معادل او مناسب کورونه برابر كړي چې د دې پلان پلي کېدو په صورت کې یې کورونه ورانېږي.

د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د نویو سړکونو نقشه
100%
د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د نویو سړکونو نقشه

هغه له طالبانو غوښتي: «د ورانولو پر ځای باید د رغولو لار غوره کړو، د نویو سړکونو جوړولو لپاره زاړه کورونه مه ورانوئ، بلکې نوي کورونه په نوي ځای کې جوړ کړئ. د ټوپک او بلدوزر په زور او فوق العاده فرمانونو سره د خلکو کورونه ورانول د کمونستانو او مستبدینو کار کېدای شي، خو د يوه اسلامي او ولسي حکومت کار نه شي کېدای.»

د نوموړي په باور: «په اسلام کې د يوې مرغۍ ځاله بې موجبه ورانول هم منع دي؛ نو د زرګونو مسلمانانو کورونو ورانول، هغه هم یا د ژمي په سختې يخنۍ کې يا د دوبي په تودوخه کې؛ د دې حکم به څه وي؟»

د حکمتیار په وینا، که ټول نږدي لس میلیونه کډوال هم د تېرو څو مياشتو په څېر په پراخه پيمانه راستانه کړای شي، نو د مجبوریت له‌مخې اړ دي چې په لویو ښارونو کې ژوند کول غوره کړي او له دې سره به ستونزه لاپسې جدي شي او په خبره یې پکار ده، چې په ټولو امکاناتو سره برابر نوی ښار جوړ شي.

نوموړی زیاتوي: «که د زاړه ښار د واټونو پراخولو پروژې طرحه او لګښت له کوم بهرني ادرسه ورکول کېږي، نو باید محتاط وو چې د دې تر شا به ښايي بد عزایم وي؛ نه بې غرضه مرسته او د خير اراده، ښايي غواړي د حکومت او ولس تر منځ فاصله او نفرت زیات کړي او ولس له اسلام او د اسلام په نامه نظام متنفر کړي، که داسې نه وي ولې د نوي ښار په جوړولو يا د میلیونونو راستنېدونکو مهاجرينو لپاره د سرپناه جوړولو په ارتباط مرسته نه کوي؟»

د هغه په باور، که دا پروژه د کوم بې تجربې او له لازم اهليت او استعداد محروم انجنیر او طراح وړانديز وي؛ نو داسي وانګېرئ چې د کاذب او وړيا شهرت او شاباشي تر لاسه کولو لپاره یې دې ته ملا تړلې او په وینا یې د دې پروژې تر شا نه د درايت څرک ليدل كېږي او نه د ښه نیت نښه او له طالبانو یې غوښتي: «کارونه هغو ته وسپارئ چې د اړوند کار تجربه ولري.»

ګلبدین حکمتیار په دې برخه کې بېلګې هم وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده: «په ټولو کې ستونزه داسې حل شوې چې زوړ ښار پر خپل حال پرېښودل شوی او خوا ته یې نوی ښار جوړ شوی، په ګاونډ کې مو نوی تهران او زوړ تهران، نوی اسلام اباد او زړه راولپنډي یې ښې بېلګې دي.»

حکمتیار همداراز په ډاګه کړې، هغه مصارف چې د زاړه کابل د واټونو پر پراخولو او نويو سړکونو پر جوړولو لګول کېږي، ولې یې د نوي او د وخت له غوښتنو سره سم د پراخ، ښایسته او صفا کابل پر جوړولو نه لګوي؟ او په وینا یې: «دا هم باید په پام کې ولرو چې د بل کور په زور غصبول او ورانول هم حرام دي او هم يې پایلې ډېرې بدې دي.»

نوموړي همدارنګه له ټولو ښار مېشتو غوښتي، چې بايد په ګډه له مسوولو ادارو سره وګوري او په کلکه ترې وغواړي چې هغه پلان پلی نه کړي چې له‌مخې یې د ډېرو نېستمنو او بې وسه افغانانو کورونه ورانېږي، په اسلام کې څومره چې ظلم كول حرام دي همدومره ظلم ته تسلیمېدل او پر وړاندي یې سكوت حرام دی.

د یادونې وړ ده، چې په ډېریو ولایتونو او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ښاري نظم د ساتلو په موخه او د بېروباره د مخنیوي لپاره د سړکونو د پراخولو چارې پیل شوي دي. د دغو پروژو له امله یو شمېر کورونه ویجاړ شوي او د خلکو اوسېدنې ځایونه زیانمن شوي دي. دغه بهیر لا هم روان دی او طالب چارواکي وايي، چې دا چارې د ښاري پرمختګ او د ښارونو د ترافیک د اسانتیا لپاره دوام لري.

شلو اروپايي هېوادونو د هغو افغانانو د شړلو غوښتنه کړې چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۰ GMT+۱

شل اروپايي هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغو افغانانو د اېستلو یوه پروسه پیل کړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. یاد شمېر هېوادونو ویلي، چې دا پروسه په خپله خوښه یا اجباري کېدای شي او ان له طالبانو سره خبرې اترې هم پکې شاملېدلی شي.

د بلجیم د کډوالۍ او پناه غوښتنې فډرالي وزیر انلین ون بوسویټ ویلي، چې دغو هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر تر فشار لاندې راوستی، چې باید د دغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره لارې چارې پیدا کړي.

دا اقدام چې د بلجیم له خوا رهبري کېږي، د اتریش، بلغاریا، قبرس، چک جمهوریت، استونیا، فنلنډ، جرمني، یونان، هنګري، اېرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، پولنډ، سلواکیا، سویډن او ناروې هېوادونه یې ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې ډېری هېوادونه وايي، چې افغانستان ته د رسمي ستنولو تړون د نشتوالي له امله د افغانانو د شړلو ناکامي ملي امنیت ګواښي او د پناه غوښتنې په پالیسۍ د خلکو باور کمزوری کوي.

دغه هېوادونو له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي، چې د افغانانو د بېرته ستنولو موضوع باید خپل لومړیتوب وګرځوي. هغوی ویلي، دا کار کولای شي د طالبانو له خوا د یوه تفاهم له لارې هم ترسره شي.

د بلجیم د کډوالۍ وزیر وړاندیز کړی، چې د اروپايي ټولنې سرحدي ادارې ته باید پیاوړی رول ورکړل شي، تر څو د بېرته ستنولو داوطلبانه پروسه په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د «بیا ستنولو پروګرام» له لارې تنظیم او ملاتړ وکړي.

په لیک کې وړاندیز شوی، هغه کسان چې خطرناک یا مجرم پېژندل شوي وي باید لومړیتوب ورکړل شي او د دوی بېرته ستنول باید د اروپايي کمېسیون، د اتحادیې د بهرنۍ کړنو خدماتو او د علاقمند غړو هېوادونو تر منځ د یوه ګډ ماموریت له لارې ترسره شي.

سرچینې: د چمن یوه پلاوي سپین‌بولدک ته د سولې او د دروازې د ژر خلاصېدو پیغام وړی دی

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د سوداګرۍ خونې لس کسیزه پلاوي د سولې او د ټرانزیټ پر مخ د دروازې د ژر خلاصېدو پیغام راوړی دی. سرچینه زياتوي: «په ډېر احتمال د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ به دغه دروزاه د ټرانزيټ پر مخ خلاصه شي.»

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سیدالله تورجان د شنبې په ورځ ویلي، چې د چمن د سوداګرۍ خونې له سوداګرو سره یې ناسته کړې ده.

سرچینه زياتوي، چې د چمن د سوداګرۍ خونې لس کسیزه پلاوي د امن او د دروازې د ژر خلاصېدو پيغام مسوولینو ته راوړی دی.

د کندهار سوداګر وايي، چې د بولدک - چمن لارې د بندېدو له کبله دواړو غاړو ته زرګونه د ټرانزيټ موټرونه بند پاتې دي.

دغه دروازه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې له رامنځته کېدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوه.

له دې سره، د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې په بشپړه توګه تړل شوې دي او سوداګریزې چارې درېدلي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د تورخم، خرلاچي، غلام خان او چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي چې له دې سره یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره تاوان اړولی دی.

څو ورځې وړاندې په تورخم او سپین بولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلی چې تر امر ثاني پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي.

د یادولو ده، چې افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو غوښتي چې سیاست له سوداګرۍ څخه جلا وساتي او د سوداګرۍ مخنیوی دې نه کوي.

پاکستان او افغانستان په دوحه کې د خبرو پر مهال د سمدستي‌ اوربند پرېکړه وکړه

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان د خبرو پر مهال پر سمدستي اوربند هوکړه وکړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره به نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د قطر دولت او ترکیې جمهوريت په منځګړېتوب د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو تر سره شو.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د دغو خبرو اترو پر مهال دواړو خواوو پر یوه سمدستي اوربند هوکړه وکړه او باید داسې میکانېزمونه رامنځته شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»

100%

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو خواو د پرېکړو له مخې د اوربند د تضمین او تطبیق لپاره به تعقيبي ناستې هم تر سره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د سرحدي ترینګلتیاوو پای ته رسېدو او په سیمه کې د دوامدارې سولې د بنسټ اېښودو سبب شي.