• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي رسنۍ: ولادیمیر پوتین به د جي شل په مجازي غونډه کې برخه واخلي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۳ GMT+۰

روسي رسنیو د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۲۸مه نیټه) د جي شل په مجازي غونډه کې د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د برخې اخیستو خبر ورکړ. دغه غونډه چې ټاکل شوې د روانې اونۍ د چهار شنبې په ورځ تر‌‌سره شي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم پکې برخه واخلي.

پوتین په دغه غونډه کې په داسې حال کې برخه اخلي چې، مخکې د سپټمبر په میاشت کې په هند کې د جي شل په کلنۍ حضوري ناسته کې یې برخه نه وه اخیستې.

هند چې اوس مهال د جي شل ګروپ مشري کوي، د دغه هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي تر دې مخکې ویلي و چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د خپل ناقانونه یرغل له پیل سره د جي شل په کلنۍ غونډه کې ګډون نه و کړی.

د جي شل سرمشريزه غونډه چې د سپټمبر پر نهمه نېټه په ډیلي کې شوې وه، پکې د اقلیم پر بدلون، په نړۍ کې د خوراکي توکو په خوندیتوب او بېوزله هېوادونو ته د پور د تنظیم پر مسلو خبرې وشوې .

د دې ترڅنګ، په دغه سرمشریزه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ټولې نړۍ غږ وکړ چې د بې باورۍ فضا د ټولو له پاره د باور پر یوه فضا بدله کړي.

امريکا او اروپايي شورا د نرېندرا مودي له دې وړانديز څخه ملاتړ وکړ.

د یادولو وړ ده چې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د چين ولسمشر شي جېنپېنګ د جي شل په غونډه کې ګډون نه درلود او د دوی پر ځای يې وزيران سر مشريزې ته ورغلي وو.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

مایکل مککال: اروپايي هېوادونو ته د طالب چارواکي سفر د منلو وړ نه دی

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ځینو اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د یوه چارواکي د سفر په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د نه منلو وړ ده.

مکال د یکشنبې په ورځ وویل: "هېوادونه باید د طالبانو پر غړو د سفر بندیز په پراخولو او پلي کولو کې په ګډه عمل وکړي".

د یکشنبې په ورځ د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې د مشر عبدالباري عمر د سفر په اړه خبر خپور کړ او په دې اړه یې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې غبرګون په خپل اکونټ کې خپور کړ.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي پېغامونه ښیي چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر له ګڼو ډیپلوماټانو او سفیرانو سره د لیدنې لپاره تماس نیولی.

له عبدالباري عمر سره په چک، اسپانیا او هالنډ کې افغان ډېپلوماټانو لیدلي؛ خو نورو هېوادونو کې ډېپلوماټانو ور سره لیدنه رد کړې ده.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته نن یکشنبه د ( لړم ۲۸ مه ) څو سرچینو وویل، چې په هالند کې د روغتیا نړۍوال سازمان له ناستې وروسته طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر شاوخوا دوه اوونۍ د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې ګرځیدلی او د خپلې ډلې لپاره یې سیاسي حرکتونه کړي دي.

د جرمني په کولن کې د نوموړي تر څرګندونو وروسته جرمن چارواکو د نوموړي په ورتګ بې خبري وښوده او ویې ویل، چې په دې هکله پلټنې کوي.

ور پسې د هالنډ د روغتیا وزیر هم له نوموړي سره د روغتیا نړۍوال سازمان غونډه کې په انځور اخیستو بښنه وغوښته او ویې ویل چې نوموړی یې نه پېژاند.

خو افغانستان انټرنشنل ته په دغه غونډه کې د عبدالباري عمر رسېدلی کارت ښيي چې دغه طالب چارواکي د افغانستان د خوړو او درملو ادارې په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی دی.

ټرمپ: که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټم، له طالبانو سره به معامله وکړم او بګرام به ونیسم

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که د ۲۰۲۴ کال ټاکنې وګټي، له طالبانو سره د خبرو له لارې به د بګرام هوايي اډه یو ځل بیا کنټرول کړي. ښاغلي ټرمپ ویلي چې د کابل په شمال کې دغې ستراتیژیکې اډې ته ستنېدلو سره چین څاري.

د ډیلي میل د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ دا موضوع د شنبې په ورځ (۲۷ ) په ایوا کې په یوه کنفرانس کې راپورته کړه.

له طالبانو سره د دوحې تړون د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه، خو نوموړي په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې ټینګار کړی، چې امریکا باید د بګرام هوايي ډګر وساتي.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر وویل چې بګرام اډه له هغه ځای څخه یو ساعت لرې ده چې چین خپل اټومي توغندي جوړوي او "اوس د دوی لخوا اشغال شوې ده."

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې "موږ غوښتل چې د بګرام ساتنه وکړو"، زیاته یې کړه چې اوس نه غواړي د دې هوايي اډې کنټرول سره په افغانستان کې پوځي حضور ولري، بلکې غواړي چې پر چین نظر وساتي.

ښاغلي ټرمپ د بګرام هوايي اډې ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې سره وویل: «دا هوايي اډه هغه ځای ته نږدې پرته ده چې چین خپل توغندي جوړوي. اوس پوه شوئ چې چا قبضه کړې ده؟ چین."

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې، د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه وه.

د پاکستان پوځ وايي شمالي وزیرستان کې یې د طالبانو یو قومندان او درې وسلوالو ووژل

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، د شمالی وزیرستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی ابراهیم الیاس موسا له خپلو دریو ساتونکو سره وژلی دی. د پوځ د پرونۍ اعلامیې له مخې، دا قومندان په میرعلي کې د ۴۸ ساعتونو عملیاتو کې وژل شوی دی. پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ویلي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پاکستاني طالبانو د ځان ژغورنې لپاره یوه کور کې پنا اخیستې وه او د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي وو.

د سرچینې په خبره، همدا وجه وه چې دا عملیات اوږده شول او یرغمل شویو دریو ښځو او اتو ماشومانو ته کوم زیان ونه رسېد.

ابراهیم الیاس موسا د حافظ ګلبهادر ډلې قومندان و. د تحریک طالبان پاکستان دا څانګه تر ډېره شمالي وزیرستان کې فعاله ده.

چمن کې پرلت وال: که مو غوښتنې و نه منل شي، چمن کې به دولتي ادارې او کارکونکي بند کړو

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د چمن پرلت وهونکي وايي د سپین بولدک ـ چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ په اړه دې افغانستان طالبان خپل دریځ معلوم کړي. دوی وايي، په ډیورنډ کرښه دواړو لوریو ته پرتو قبایلو ته په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ د منلو نه دی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزه د تګ راتګ په غبرګون کې د پرلت وهلو نن یک شنبه د (لړم ۲۸مه) يوه میاشت بشړه شوه.

پرلت وهونکي وايي، ارادې یې قوي دي او له خپلې غوښتنې نه پر شا کیږي، خو د پاکستان حکومت یې پر وړاندې لا هم چوپ پاتې دی.

پوره دیرش ورځې وړاندې د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

په دغه پرلت کې لسګونه زره کسان برخه لري، او غوښتنه يې دا ده چې «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ او وېزه نه منو.»

د پرلت په دېرشمه ورځ هم زرګونه کسان راټول دي او د پاکستان له لوري د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو په غبرګون کې يې خپل اعتراض ته دوام ورکړی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله پرلت ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان د یادې پریکړې په اړه دې د افغانستان اوسني واکداران "طالبان"دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ په اړه خپل دریځ معلوم کړي.

نوموړی وايي: «د طالبانو مشران پښتانه دي په پښتو پوهیږي ولې د دغه زرګونو کسانو غږ نه اوري؟ همدلته د طالبانو یا وړرونه او یاهم نور خپلوان هم اوسیږي نو دوی باید زموږ غږ واوري او خپل دریځ دې په ډاګه کړي.»

همدارنګه نوموړی ګواښ کوي او وايي، که د پاکستان حکومت له لوري یې غوښتنې و نه منل شي د نجونو د ښوونځیو تر څنګ به په چمن کې د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړي.«که مو پاکستان او د چمن ځايي چارواکي غوښتنې و نه مني موږ د نجونو ښوونځي بندوو، د پاسپورټ د دفتر دروازې تړو، د ټولو دولتي ادارو دروازې بندوو او هیڅ دولتي کس ته اجازه نه ورکو چې په ښار کې تګ راتګ وکړي.»

د یاد پرلت په ملاتړ دوه ورځې وړاندې په چمن کې زرګونو ماشومانو هم لاریون کړی و چې د پاکستان حکومت د یاد پرلت غوښتنې ومني، خو د پاکستان حکومت تردې مهاله د یاد پرلت په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا ولسمشر د خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۷ GMT+۰

جو بایډن د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په منځني ختیځ کې د اسراییل او فلسطین له پاره د دوو دولتونو پر جوړولو ټینګار وکړ. د امریکا ولسمشر د غزې د خلکو په وضعیت د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: «د فلسطین خلک د یوه خپلواک هیواد او له حماس څخه د آزاد راتلونکي مستحق دي.»

جوبایډن ټینګار وکړ چې امریکا د حماس د ترهګرو د جنایتونو پر وړاندې د اسراییل ترڅنګ ولاړه ده.

بایډن «د بې وقفې تاوتریخوالي دورې په درولو» ټینګار وکړ او ویې ویل چې هغه د اسراییل له پوځي غبرګون وروسته د غزې د انځورونو په لیدو سره یې زړه مات شوی دی.

د امریکا ولسمشر د حماس په وړاندې په جګړه کې د اسراییل د اصلي ملاتړو په توګه وویل چې، د دوو خپلواکو دولتونو جوړول د اسراییل او فلسطینیانو د اوږدمهاله امنیت د ټینګښت له پاره یوه حل لاره ده.

هغه زیاته کړه چې د دوو دولتونو حل ته د رسیدو له پاره د اسراییل او فلسطینیانو او همدارنګه د متحده ایالاتو ژمنو ته اړتیا ده.

ښاغلي بایډن دا هم وویل چې ده د اسراییل له مشرانو سره په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد د سختو تاوتریخوالو د بندولو او عاملینو ته د حساب ورکولو په اړه ټینګار کړی دی.

له دې سره، بایډن د اوربند مفکوره رد کړه او ویې ویل چې حماس به د اوربند څخه د خپلو توغنديو زیرمو د بیا رغولو، د خپلو جنګیالیو د ځای پرځای کولو او بیا د بې ګناه خلکو د وژلو له پاره لاس په کار شي.

د حماس او اسراییل تر منځ تر نښتو وروسته د روسیې د ولسمشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو د یوه فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.