طالبانو د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ او د تلپاتې اوربند غوښتنه یې وکړه

طالبانو د حماس او اسراییل تر منځ د څلورو ورځو لپاره پر اوربند د هوکړې اعلان د غزې د خلکو د لا زیاتو ملکي تلفاتو د مخنیوي پر لور یو مثبت ګام بللی. طالبان وایي؛ فلسطینیانو ته دې حق ورکړل شي چې د نورو ملتونو په څېر پر خپل تاریخي قلمرو مستقل دولت ولري.