د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې بمي چاودنې یو کس وژلی دی

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې سیمهییز چارواکي وايي، چې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله يو تن وژل شوی دی. دغه پېښه د باجوړ ښار په مامېنزو سيمه کې شوې ده.

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې سیمهییز چارواکي وايي، چې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله يو تن وژل شوی دی. دغه پېښه د باجوړ ښار په مامېنزو سيمه کې شوې ده.
سیمهییز پوليس وایي، چاودنه کې د سبز علي په نامه يو کس وژل شوی دی.
پوليسو زیاته کړې، چې د چاودني په اړه یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړي دي.
ځایي سرچېنې وايي، وژل شوی کس یو دولتي کارکوونکی و.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.


اسراییل او حماس د څلور ورځني اوربند او غزې ته د بشري مرستو د استولو په موخه د ۵۰ یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه وکړه. د دغې هوکړې له مخې به ۱۵۰ فلسطینیان چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، د حماس د ۵۰ یرغمل شویو بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه بیان کې ویلي چې د حماس له خوا یرغمل شوي ۵۰ ښځې او ماشومان به په څلورو ورځو کې خوشې شي او په دې ورځو کې به نښتې ودریږي.
د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه په یوه اعلاميه کې ويل شوي چې د هرو لسو نورو يرغمل شويو د خلاصون په بدل کې به د نښتو د ختمولو له پاره يوه ورځ نوره هم زياته شي.
د اسراییل د صدراعظم ویاند له فلسطینی بندیانو سره د دغو یرغمل شویو د تبادلې یادونه نه ده کړې.
حماس دا هم ویلي چې د جګړې بندول به غزې ته د بشردوستانه توکو، طبي توکو او تیلو لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړي.
دغې ډلې ویلي دي چې اسراییل ژمنه کړې چې د اوربند پر مهال به د غزې په هیڅ سیمه برید نه کوي او نه به څوک بندیانوي.
دا لومړی ځل دی چې اسراییل او حماس د یوې ډلې یرغمل نیونې او د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په اړه هوکړه کوي. حماس تر دې مخکې هم څلور برمته شوي کسان خوشې کړي وو.
دا هوکړه د قطر حکومت په منځګړیتوب له څو اوونیو خبرو اترو وروسته شوې ده.
تر ۲۰۰ زیات یرغمل شوي کسان چې ډیری یې اسراییليان دي، له حماس سره دي چې دغې ډلې د تلې په ۱۵مه په برید کې د غزې تړانګې ته ولیږدول.

د تورخم ګمرک مرستیال نجیب ارجمن رسنیو ته وویل چې دا مهال په تورخم کې هغو بار وړونکو لاریو ته یې د تګ راتګ اجازه ورکړې چې له چلونکو سره ويزې نه وې. دا مهال دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي لارۍ روانې دي.
هغه وویل دغه کار يې د پاکستان مرکزي حکومت او سرحدي ځواکونو له اجازې وروسته کړی او دا مهال يې د ګمرک چارې روانې دي چې دواړو خواوو ته د مالونو ډکې سلګونه ایسارې لارۍ په تورخم دروازه واوښتلې.
ارجمن زیاته کړه، دا نه ده معلومه چې په کومو شرطونو له ویزو پرته افغان او پاکستانيو چلونکو ته په دې دروازه د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
د پاکستان سرحدي ځواکونو او نورو حکومتي ادارو، افغان او پاکستانيو موټر چلونکو ته د پاسپورټ او ویزې لرلو له پاره د نومبر تر ۲۱مې نیټې وخت ورکړې و، چې له دغې نیټې وروسته به افغان موټرچلوونکي د پاکستان په ویزه او پاکستاني موټر چلوونکي به د افغانستان په ویزه تګ راتګ کوي.
په تورخم کې د ټرانسپورټ اتحادیې یوه مشر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې دوی د تورخم له سرحدي چارواکو سره له بریالیو خبرو اترو وروسته دغه ستونزه هواره کړه خو دا لا څرګنده نه ده چې دا ستونزه د لنډې مودې له پاره هواره شوې که د تل له پاره.
تېره ورځ د نومبر په ۲۱ نیټه له سهاره تر ماښامه پورې د تورخم دواړو غاړو ته له مالونو ډکې په سلګونه لارۍ ولاړې وې چې له اجازې وروسته اوس دواړو غاړو ته روانې شوې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چین د نېنګشیا او ګانسو په سیمو کې سلګونه جوماتونه تړلي دي. د دغه راپور له مخې، بیجېنګ دغه ګام د «چیني کولو» په موخه اخیستی دی.
نېنګشیا او ګانسو له سېنکیانګه وروسته هغه سیمې دي، چې ډېر مسلمانان په کې ژوند کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ، چین په یو شمېر جوماتونو کې یو لړ بدلونونه هم راوستي چې د هغو د ځینو برخو ویجاړول هم په کې راځي.
په راپور کې راغلي، چې چین په نېنګشیا او ګانسو سیمو کې د جوماتونو شمېر د پام وړ کم کړی دی.
چین له ډېرې مودې راهیسې مذهبي او قومی لږکۍ تر ډېره تر خپل څار لاندې ساتي.
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په ۲۰۱۶ کال کې د بېلابېلو دینونو او مذهبونود «چیني کولو » خبره وکړه، چې له هغه وروسته په جوماتونو کې هم یو لړ بدلونونه زیات شول.
بیجېنگ په کال ۲۰۱۸ کې هم یوه تګلاره رامنځته کړه، چې له مخې یې حکومتي چارواکي باید «د اسلامي ځایونو د جوړولو او هلته تر سره کېدونکې کړنې تر سخت څار لاندې راولي» او «دغه اصل ته چې جوړوونې کمې او ویجاړول یې زیات شي باید ژمن پاتې شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د چین د نېنګشیای په دوو سیمو کې د جوماتونو وضعیت د سپوږمګۍ له لارې کتلی دی.
د دغه سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د ۷ جوماتونو منارونه او ګونبزې لرې کړای شوي او په همدې موده کې درې نور جوماتونه هم ویجاړ کړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکي اټکل کوي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په نېنګشیا کې شاوخوا ۱۳۰۰ جوماتونه تړل شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان چارواکي وايي، چې په تېر کال کې د ویجاړ شویو او تړل شویو جوماتونو شمېر د دوی په لاس کې نه شته؛ خو د دولتي راپورونو له مخې دغه شمېر تر سلګونو رسېږي.

دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو سره د افغانستان په روغتیايي برخه چې لا له وړاندې تر سخت فشار لاندې وه؛ دغه فشارونه نور هم زیات شوي دي.
دغه بنسټ په یوې خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوې ویلي، چې د افغانستان روغتیايي برخه سخته ټکنۍ شوې ده.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې دارنګه راغلي، چې د بې شمېره راستنېدونکو کډوالو لپاره یې د مرستو په پار له مرستندویانو ځینې د لس مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.
د راپورونو له مخې، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې له باکستانه د څلور لکو افغانانو جبري ستنېدنې د دغه هېواد بیلابیلې برخې اغېزمنې کړي چې نړۍوال یې هم په اړه کله نا کله اندېښنې په ډاګه کوي.
په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د تشنابونو د نشتوالي او د روغتیايي اسانتیاوو د کموالي له کبله د راستنو شویو افغان کډوالو په منځ کې د نس ناستي په شان ساري ناروغۍ خپرې شوې او دوی له دې امله سخت اندېښمن دي.
ډېر دغه راستانه شوي کډوال په خورا بد وضعیت کې دي؛ ځکه پاکستان اجازه نه ده ورکړې چې خپل وسایل او ان خپلې شتمنۍ له ځانه سره افغانستان ته ولېږدوي.

د دغې ادارې په نوي خپور شوي راپور کې راغلي، چې د اکټوبر په ۳مه د پاکستان لهخوا د بې اسناده بهرنیانو له پرېکړې وروسته د اټکل له مخې ۳۷۴۰۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي او له دې ډلې ډېری یې په وېره او ترهه کې دي.
دغه اداره وایي:« موږ په پاکستان کې د افغانانو په نیولو، بندیانولو او شړلو کې د بې ساري زیاتوالي شاهدان یو.»
راپور کې راغلي، افغانستان ته د کډوالو ډلهییز ستنېدل روان بشري ناورین لاپسې پراخوي.
راپور زیاتوي، ډېری افغان راستنېدونکي د ښځو او ماشومانو په ګډون زیان منونکي دي چې د مناسبې سرپناه پرته کېدی شي په سخت ژمي کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
دغې ادارې ټینګار کړی، چې افغانستان ته هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي، پرته له دې چې په پاکستان کې قانوني حیثیت ولري.
دغې ادارې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې یوه تګلاره رامنځته کړي؛ ترڅو هغه کسان وپېژني کوم چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په بېلابېلو کچو د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي، چې د هغو کسانو په وړاندې قانوني اقدامات یې پیل کړي چې د حکومت د حکم په پایله کې د افغانانو سره په زور او ناوړه چلند کې ښکېل دي.