د م.م عالي کمېشنري: افغانستان ته د کډوالو ډلهییز ستنېدل، روان بشري ناورین لاپسې پراخوي

د دغې ادارې په نوي خپور شوي راپور کې راغلي، چې د اکټوبر په ۳مه د پاکستان لهخوا د بې اسناده بهرنیانو له پرېکړې وروسته د اټکل له مخې ۳۷۴۰۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي او له دې ډلې ډېری یې په وېره او ترهه کې دي.