• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې پاکستاني پولیسو ګڼ شمېر افغان کډوال نیولي دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا پولیسو د پېښور په بېلابېلو سیمو کې د پراخو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر بې‌اسناده افغان کډوال او وسله لرونکي کسان نیولي دي. چارواکي وايي، نیول شویو افغانانو سره به قانوني چلند کیږي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، عملیات د ریګي پولیسو مرستیال مشر شاکرالله افریدي په مشرۍ، په کچه ګړۍ، ناصر باغ او ریګي سیمو کې ترسره شوي.

پولیس ادعا کوي چې د نیول شویو کسانو څخه یې بېلابېلې وسلې او نشه يي توکي ترلاسه کړي او زیاتوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره به دا لړۍ روانه وي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د جبري اېستلو او نیولو بهیر چټک کړی دی او کور په کور د افغانانو د لټون عملیات روان دي.

همدا راز له یوې میاشتې زیات وخت وشو چې د افغان کډوالو لپاره ویزو د تمدید چارې هم تړل شوي او زیات شمېر افغانان چې پخوا یې په پاکستان کې په ویزه ژوند کوه اوس ویزې نه لري او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستی اقدام په زرګونو افغانان له هستوګنې بې‌کوره کړي او ګڼ شمېر یې د پولیسو د زور، ګواښ او ناوړه چلند له امله شکایتونه لري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

محسن داوړ: پښتونخوا د شخړو او د دولت د بې‌پروايۍ تر ټولو دروند بار وړي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

پښتون سیاست‌وال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، باجور، وزیرستان او د پښتونخوا نورې برخې د شخړو او د دولت د بې‌پروايۍ تر ټولو دروند بار وړي. بل خوا ایمیل ولي خان د پاکستان په سنا کې د بابړې پېښې په اړه پر خپلې وینا سانسور « د ازاد پاکستان له ادعا سره» په ټکر کې بولي.

داوړ د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي: «کله به د پښتنو غږ واوریدل شي؟»

هغه د پاکستان د اصلي رسنیو چوپتیا او د سیاستوالو بې‌پروايي د پاکستان د فدرالیزم د ظاهري بڼې رسوا کول بللي.

بل خوا، د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي چې د پاکستان په سنا کې یې د بابړې د پېښې په اړه د وینا څلور برخې پر ټلویزیونونو او د سنا په رسمي یوټیوب چینل کې سانسور شوې دي.

هغه د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼې د خپلې وینا د ویډیو په خپرولو لیکلي: «دا ستاسو ازاد پاکستان دی، چیرې چې حتا د یو سناتور ته هم د خبرو کولو ازادي نه شته او بل سبا به د ټولنیزو علومو ځینې لیوني د همدې ازادۍ ۷۸مه کلیزه نمانځي.»

هغه وایي، که یو څوک د پاکستان د سنا په څېر ادارې کې هم د تاریخ په اړه خبرې ونه کړي نو بیا یې چېرې وکړي؟

هغه زیاته کړه: «دوی وېرېږي چې که رښتینی تاریخ خلکو ته ښکاره شي، د دوی د ټولنیزو علومو ماڼۍ به د هوا څپې له ځان سره یوسي.»

یاده دې وي، چې د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان کړی، چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

په ورته وخت کې په دې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له کبله د زرګونه کورنیو د بې‌ځایه کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

پوځي عملیات په باجوړ کې د ځایي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو له ناکامېدو سره سم پیل شوي، چې پکې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپرېږي.

د پاکستان امنیتي ادارې په دې باور دي، چې په باجوړ کې شاوخوا ۱۸ سوه جنګیالي اوسیږي، چې ۴۰۰ تنه پکې افغان طالبان دي.

د باجوړ ځايي چارواکي: د ګرځ‌بندیز پرمهال به هم د خلکو د تګ راتګ لپاره مهمې لارې خلاصې وي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي چارواکو نن چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرځ‌بندیز پرمهال به هم په باجوړ کې ځینو بازارونو ته ورغلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې وي.

په خبرپاڼه کې د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهدعلي خان له حوالې راغلي، چې دغه اقدام د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه شوی دی.

د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز اعلان کړی، چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

په ورته وخت کې په دغه ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له کبله د زرګونه کورنیو د بې‌ځایه کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

پوځي عملیات په باجوړ کې د ځایي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو له ناکامېدو سره سم پیل شوي، چې په‌کې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپرېږي.

په باجوړ کې د وسله والو پر ضد عملیاتو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه په غرنیو سیمو کې د وسله والو پر ضد عملیات پېل کړي چې د سیمې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ یې د کورونو پرېښودو ته اړ اېستې دي.

د پاکستان پوځ د تازه عملیاتو د پېل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د سیمې یوه دولتي چارواکي سعیدالله رسنیو ته وویل، چې دا پراخ پوځي عملیات نه دي او یوازې د وسله والو پټنځایونه په نښه کېږي څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د نوموړي په وینا، په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو، چې ۵۰زره تنه کیږي، د عملیاتو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د چورلکو په ملاتړ ډېورنډ کرښې ته نږدې غرنیو سیمو کې د وسله والو پټنځایونه بمباري کړي دي.

چارواکي وايي، ډېری بې ځایه شوي کسان په دولتي ودانیو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي چې هلته ورته د خوړو او اړینو توکو مرسته ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا امنیه قوماندان ذوالفقار حمید ویلي چې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر دقیق مالومات لا نشته.

باجوړ په ۲۰۰۹ کال کې هم د پاکستاني او بهرنیو وسله والو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو شاهد و چې سلګونه زره کسان یې بې ځایه کړل.

پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)په نوم پېژندل کېږي، له افغان طالبانو نه جلا خو له دوی سره نږدې ملګرتیا لري.

دغه عملیات د باجوړ قومي جرګې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته پیل شوي دي.

پاکستاني طالبانو جرګې ته وړاندیز کړی و، چې دوی په قبایلي ولسوالیو کې د شریعت نفاذ او د افغان طالبانو په څېر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارې جوړول غواړي.

د باجوړ ځايي چارواکي: خلک دې ژر تر ژره د پوځي عملیاتو لپاره د ماموندو سیمې تشې کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ځايي چارواکو د ماموندو ځینو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د پوځي عملیاتو لپاره دغه سیمې تشې کړي.

د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهد علي خان نن سې‌شنبه ( د زمري ۲۱مه) په فیسبوک پاڼه خبرداری ورکړی، چې د دغه اعلان سره سره که بیا هم خلک په خپلو ځایونو کې پاتې شول او د عملیاتو پرمهال زیان ورورسېد؛ نو مسوولیت به یې پرخپله غاړه وي.

په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي، چې څه باندې ۷زره کسان لا له وړاندې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي؛ خو لاهم ګڼ کسان په دغه سیمه کې پاتې دي.

په ورته وخت کې د پښتونخوا حکومت بیا ویلي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

هاخوا بیا د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز هم اعلان کړی دی.

سرچینې: باجوړ کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ «ټي‌ټي‌پي» نن سهار د صدیق اباد نوي کلي کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان بمي چاودنه کړې او بیا یې پرې له څو خواوو ډزې کړې دي.

سرچینو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره د وژل شویو او ټپي شویو ځواکونو نومونه هم شریک کړي دي. لاتراوسه «ټي‌ټي‌پي» د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د پښتخونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د ځايي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامېدو سره سم پوځي عملیات پیل شوي، چې له کبله یې سلګونه کورنۍ هم له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز هم اعلان کړی دی.