• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د باجوړ ځايي چارواکي: د ګرځ‌بندیز پرمهال به هم د خلکو د تګ راتګ لپاره مهمې لارې خلاصې وي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي چارواکو نن چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرځ‌بندیز پرمهال به هم په باجوړ کې ځینو بازارونو ته ورغلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې وي.

په خبرپاڼه کې د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهدعلي خان له حوالې راغلي، چې دغه اقدام د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه شوی دی.

د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز اعلان کړی، چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.

په ورته وخت کې په دغه ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له کبله د زرګونه کورنیو د بې‌ځایه کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

پوځي عملیات په باجوړ کې د ځایي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د خبرو له ناکامېدو سره سم پیل شوي، چې په‌کې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپرېږي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

په باجوړ کې د وسله والو پر ضد عملیاتو له امله ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه په غرنیو سیمو کې د وسله والو پر ضد عملیات پېل کړي چې د سیمې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ یې د کورونو پرېښودو ته اړ اېستې دي.

د پاکستان پوځ د تازه عملیاتو د پېل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د سیمې یوه دولتي چارواکي سعیدالله رسنیو ته وویل، چې دا پراخ پوځي عملیات نه دي او یوازې د وسله والو پټنځایونه په نښه کېږي څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

د نوموړي په وینا، په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو، چې ۵۰زره تنه کیږي، د عملیاتو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې امنیتي ځواکونو د چورلکو په ملاتړ ډېورنډ کرښې ته نږدې غرنیو سیمو کې د وسله والو پټنځایونه بمباري کړي دي.

چارواکي وايي، ډېری بې ځایه شوي کسان په دولتي ودانیو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي چې هلته ورته د خوړو او اړینو توکو مرسته ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا امنیه قوماندان ذوالفقار حمید ویلي چې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر دقیق مالومات لا نشته.

باجوړ په ۲۰۰۹ کال کې هم د پاکستاني او بهرنیو وسله والو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو شاهد و چې سلګونه زره کسان یې بې ځایه کړل.

پاکستاني طالبان چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)په نوم پېژندل کېږي، له افغان طالبانو نه جلا خو له دوی سره نږدې ملګرتیا لري.

دغه عملیات د باجوړ قومي جرګې او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته پیل شوي دي.

پاکستاني طالبانو جرګې ته وړاندیز کړی و، چې دوی په قبایلي ولسوالیو کې د شریعت نفاذ او د افغان طالبانو په څېر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارې جوړول غواړي.

د باجوړ ځايي چارواکي: خلک دې ژر تر ژره د پوځي عملیاتو لپاره د ماموندو سیمې تشې کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ځايي چارواکو د ماموندو ځینو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د پوځي عملیاتو لپاره دغه سیمې تشې کړي.

د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهد علي خان نن سې‌شنبه ( د زمري ۲۱مه) په فیسبوک پاڼه خبرداری ورکړی، چې د دغه اعلان سره سره که بیا هم خلک په خپلو ځایونو کې پاتې شول او د عملیاتو پرمهال زیان ورورسېد؛ نو مسوولیت به یې پرخپله غاړه وي.

په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي، چې څه باندې ۷زره کسان لا له وړاندې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي؛ خو لاهم ګڼ کسان په دغه سیمه کې پاتې دي.

په ورته وخت کې د پښتونخوا حکومت بیا ویلي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

هاخوا بیا د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز هم اعلان کړی دی.

سرچینې: باجوړ کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ «ټي‌ټي‌پي» نن سهار د صدیق اباد نوي کلي کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان بمي چاودنه کړې او بیا یې پرې له څو خواوو ډزې کړې دي.

سرچینو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره د وژل شویو او ټپي شویو ځواکونو نومونه هم شریک کړي دي. لاتراوسه «ټي‌ټي‌پي» د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د پښتخونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د ځايي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامېدو سره سم پوځي عملیات پیل شوي، چې له کبله یې سلګونه کورنۍ هم له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز هم اعلان کړی دی.

د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شوي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۱

په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، دغه عملیات تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي چې له کبله یې سلګونه کورنۍ بې‌کوره شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ تر دې دمه د باجوړ له ماموندو سیمو څخه ۱۴۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ټولټال تر ۷زره کسانو هم ډېر دی، له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

که څه هم امنیتي ادارو په رسمي توګه د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینې پاکستاني رسنیو ویلي، چې په یادو چاڼیزو عملیاتو کې له چورلکو هم کار اخیستل شوی دی.

وړاندې د خیبرپښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز اعلان کړی و.

د باجوړ ولسوالۍ د امنیتي ادارو په وینا؛ دغه ګرځ‌بندیز به د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماښام تر ۱۱ بجو پورې وي او تر درېیو ورځو به دوام وکړي. چارواکو له خلکو غوښتي، چې د ګرځ‌بندیز پر مهال په کورونو کې پاتې شي.

د باجوړ په ۲۷ سیمو کې یو ځل بیا د درې ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان شوی

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په۲۷ سیمو کې د وسله والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګولی دی.

د باجوړ ولسوالۍ د امنیتي ادارو په وینا، ګرځبندیز به له سهار ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې نافذ وي او تر درې ورځو به دوام وکړي. چارواکو له خلکو غوښتي چې خپلې ټولې چارې پای ته ورسوي او د ګرځبندیز پر مهال په کورونو کې پاتې شي.

بل‌خوا د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف د ټول ایالت په کچه د ګرځبندیز خبرونه «بې‌بنسټه اوازې» بللې دي.

نوموړي ویلي: «د ګرځبندیز خبره یوازې د باجوړ او میرانشاه په ځینو ځانګړو سیمو پورې محدوده ده، دا مساله د ټول ایالت لپاره نه ده».

د سیف په وینا، د ګرځبندیز په اړه خپرېدونکې پراخې اوازې «سیاسي تبلیغات» دي چې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کارول کېږي.