د باجوړ په ۲۷ سیمو کې یو ځل بیا د درې ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان شوی

د خیبرپښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په۲۷ سیمو کې د وسله والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګولی دی.

د خیبرپښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په۲۷ سیمو کې د وسله والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز لګولی دی.
د باجوړ ولسوالۍ د امنیتي ادارو په وینا، ګرځبندیز به له سهار ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې نافذ وي او تر درې ورځو به دوام وکړي. چارواکو له خلکو غوښتي چې خپلې ټولې چارې پای ته ورسوي او د ګرځبندیز پر مهال په کورونو کې پاتې شي.
بلخوا د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف د ټول ایالت په کچه د ګرځبندیز خبرونه «بېبنسټه اوازې» بللې دي.
نوموړي ویلي: «د ګرځبندیز خبره یوازې د باجوړ او میرانشاه په ځینو ځانګړو سیمو پورې محدوده ده، دا مساله د ټول ایالت لپاره نه ده».
د سیف په وینا، د ګرځبندیز په اړه خپرېدونکې پراخې اوازې «سیاسي تبلیغات» دي چې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کارول کېږي.


د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ چارواکو یکشنبه (د زمري ۱۹مه) اعلان کړی، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې به د ۴ ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز وي. دغه ګرځبندیز به نن (د زمري په ۲۰مه) پيل شي.
د دغه بندیز موخه د ترهګرو پر ضد عملیات او د ولسي خلکو خوندیتوب بلل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته د باجوړ ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې به د ۴ ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز وي. دغه بندیز به د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماښام تر ۱۱ بجو پورې وي.
د کلیوالو سیمو ترڅنګ ښار ته پر ورغلو لویو لارو هم د ۱۲ ساعتونو لپاره تګ راتګ بند شوی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ د ګرځ بندیز پر مهال به خلک له خپلو کورونو ونه وځي، که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، پړه به یې پر خپله غاړه وي.
د باجوړ ولسوالۍ د چارواکو په وینا؛ دغه امنیتي ځواکونو ته بشپړ واکونه ورکړل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځینو باوري سرچینو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې د سولې د هڅو له ناکامېدو سره سم «ټيټيپي» او د پاکستان پوځ بېرته خپل بریدونه پیل کړي دي. سرچینو ویلي و، د سولې په تړاو د خبرو له ناکامېدو وروسته ګڼې کورنۍ د پوځي عملیاتو د پیل له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي اړوند پلاوي د باجوړ قومي جرګې ته په خپلو غوښتنو کې په قبایلي سیمو کې د شریعت نفاذ او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارو وړاندیز کړی، خو دغه وړاندیزونه رد شوي او اوس د پاکستان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
ځايي سرچینې وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د خیبر پښتونخوا له مومند ولسوالۍ څخه نږدې نیمايي خلکو خپلې کورنۍ اېستلې دي او دا بهیر لا هم دوام لري. د سرچینو په وینا، له باجوړ او مومند ولسوالیو څخه له وتونکو کورنیو سره د حکومت له خوا هېڅ راز همکاري نه ده شوې او نه هم یادې کورنۍ د اوسېدو لپاره کوم بدیل ځای لري.
دغه کورنۍ د تحریک طالبان پاکستان او د قومي جرګې ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته خپلې سیمې پریږدي.
د پاکستان امنیتي ځواکونوتېره میاشت په دې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان خلاف د سربکف په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې د ځايي خلکو له مخالفت وروسته ټکني شول.
له عملیاتو سره هممهاله د خیبر پښتونخوا حکومت له قبایلي ولسوالیو سره جرګې پیل کړې، چې طالبان له خپلو سیمو نه وباسي، خو دې جرګو تراوسه پاموړ پایله نه ده ور کړې.
د رپوټونو له مخې، په باجوړ کې د قومي جرګې او طالبانو ترمنځ څو ځله ناستې شوې دي او په یوه ناسته کې قومي مشرانو له ټي ټي پي وغوښتل، چې له قبایلي سیمو ووځي او غرونو ته لاړ شي، خو پاکستاني طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.
د محلي سرچینو په وینا، پاکستاني طالبانو وړاندیز کړی، چې امنیتي ځواکونه به له دوی سره په همغږۍ ډیورنډ کرښې ته ځي او پولیس او د قانون پلې کوونکو ادارو سرتېري به ددوی د نفوذ سیمو ته له وسلو سره نه داخلیږي.
محلي سرچینې دغه راز وايي، د ټي ټي پي جګپوړي غړي او د مولوي فقیرمحمد ورور ګل محمد باجوړي جرګې ته ویلي، چې دوی په قبایلي سیمو کې شریعت نافذول او د افغان طالبانو د امر بالمعروف وزارت په څېر یوه اداره جوړول غواړي.
تحریک طالبان پاکستان له دې وړاندې هم د سولې خبرو اترو کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کړې وه.
محلي خبریالان او د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینې وايي، چې پوځ غواړي قبیلې وسله وال طالبان له باجوړ نه وباسي او که دوی دا کار نه شي کولای، پوځي عملیات به پیلیږي.
دې ته ورته غوښتنې له دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو وزیرو له جرګې هم شوې وې.
د اګست میاشتې په لومړیو کې په مومندو ولسوالۍ کې ګڼو خلکو پر خپلو کورونو سپین بیرغونه راوځړول، چې د سولې او امن غوښتلو نښه ده. په قبایلي سیمو کې دا ډول بیرغونه ډېری هغه مهال هسکیږي، چې خلک پوه شي پوځ ددوی په سیمو کې د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
د پاکستان امنیتي ادارې په دې باور دي، چې په باجوړ کې شاوخوا ۱۸ سوه جنګیالي اوسیږي، چې ۴۰۰ تنه پکې افغان طالبان دي.

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځینو باوري سرچینو نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د سولې د هڅو له ناکامېدو سره سم «ټيټيپي» او د پاکستان پوځ بېرته خپل بریدونه پیل کړي دي.
سرچینې وايي، د سولې په تړاو د خبرو له ناکامېدو وروسته ګڼې کورنۍ د پوځي عملیاتو د پیل له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي. لا تراوسه د دغه کورنیو کره شمېر روښانه نهدی.
د باجوړ د سولې جرګې مشر هارون رشید رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې د جرګې او «ټيټيپي» ترمنځ خبرې د ځینو ځانګړو لاملونو له کبله د اوس لپاره بېپایلې پای ته رسېدلې دي. نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو زیاته کړې یې ده چې تر بل پرمختګه به نور له وسلهوالو سره د سولې خبرې نه کېږي.
په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د یوې باوري سرچینې له لوري د «ټيټيپي» یو غږیز پیغام رسېدلی، چې پهکې طالب قوماندان د خبرو د ناکامېدو پړه پر پوځ اچوي.
په دغه غږیز پیغام کې طالب قوماندان وايي، چې سیمې ته د پوځ تازه دمي ځواکونه ورغلي؛ خو دوی هم د جګړې لپاره پوره چمتوالی لري. د باجوړ امن جرګې او تحریک طالبان پاکستان په خپلو کې اووه پړاوه خبرې وکړې.
د خبرو موخه د باجوړ له ولسوالۍ د تحریک طالبان پاکستان د غړو وتل او د پوځ د علمیاتو مخنیوی ښودل شوې وه.
یو شمېر پاکستانیو ورځپاڼو هم د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې د خبرو له ناکامېدو سره سم به په سیمه کې د وسلهوالو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شي.
په باجوړ کې د ځايي خلکو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د ناکامۍ په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دغه سیمه لا له وړاندې د نا امنۍ او نښتو شاهده ده.

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، چې د ځايي جرګې او د «ټيټيپي» مرکچي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) ترسره شوې دي. د دغه خبرو موخه له یادې ولسوالۍ د «ټيټيپي» وسلهوالو وتل او د پوځي عملیاتو مخینوی ښودل شوی.
په باوجوړ کې ځايي سرچینې وايي، که څه هم د وروستي پړاو خبرو جزییات نهدي خپاره شوي؛ خو ښايي دغه خبرې یوې پایلې ته ونه رسېږي.
په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو بیا ویلي، په باجوړ کې ځايي جرګې له پاکستاني طالبانو غوښتي چې خپل جنګیالي دې له ملکي سیمو وباسي او بېرته دې افغانستان ته ستانه کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي له افغانستانه راغلي او جرګې ترې په کلکه غوښتي چې بېرته دې افغانستان ته ستانه شي.
یادې ورځپانې همدا راز ویلي، چې امنیتي چارواکو له ځايي خلکو غوښتي؛ که چېرته «ټيټيپي» له ملکي سیمو نه شي اېستلای، نو بیا دې دغه سیمې د پوځي عملیاتو لپاره تشې کړي.
ځايي سرچینې زیاتوي، «ټيټيپي» او د پاکستان پوځ هڅه کوي چې په باجوړ کې له ځايي جرګې او روانو خبرو سیاسي ګټه پورته کړي.
په باجوړ کې ځايي جرګه په داسې حال کې له «ټيټيپي» سره د اووم پړاو خبرو ته کېني، چې په دې وروستیو کې هلته د دواړه لوریو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې له کبله یې ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او ځايي خلکو ته هم پهکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باجوړ په قبایلي سیمو کې چارواکو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له قبیلو غوښتي یا له خپلې سیمې وسله وال اوباسي او یا دې سیمه خالي کړي چې امنیتي ځواکونه خپله لاس پکار شي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د خېبر پښتونخوا حکومت والي او امنیتي چارواکو د باجوړ قبایلو ته مهم شرطونه وړاندې کړي دي.
دوی له قبایلو غوښتي چې د افغانانو په ګډون دې بهرني وسلوال له سیمو وباسي او که د هغوی د اېستلو توان نه لري، نو یوه یا دوه ورځې دې سیمه خالي کړي، څو امنیتي ځواکونه خپله د وسلوالو د اېستلو عملیات ترسره کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
سرچینې زیاتوي چې هڅې روانې دي څو د قبایلو او بهرنیو وسلوالو ترمنځ شخړه رامنځته شي.
امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرو پر ضد به عملیات په هر حال کې دوام ولري، ځکه دین، دولت او د خېبر پښتونخوا ولس وسلهوالو سره د جوړجاړي اجازه نه ورکوي.