• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني طالبان په قبایلي سیمو کې شریعت او امر بالمعروف اداره غواړي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي اړوند پلاوي د باجوړ قومي جرګې ته په خپلو غوښتنو کې په قبایلي سیمو کې د شریعت نفاذ او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څېر ادارو وړاندیز کړی، خو دغه وړاندیزونه رد شوي او اوس د پاکستان امنیتي ځواکونه په سیمه کې د پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

ځايي سرچینې وايي، چې له تېرې شپې راهیسې د خیبر پښتونخوا له مومند ولسوالۍ څخه نږدې نیمايي خلکو خپلې کورنۍ اېستلې دي او دا بهیر لا هم دوام لري. د سرچینو په وینا، له باجوړ او مومند ولسوالیو څخه له وتونکو کورنیو سره د حکومت له خوا هېڅ راز همکاري نه ده شوې او نه هم یادې کورنۍ د اوسېدو لپاره کوم بدیل ځای لري.

دغه کورنۍ د تحریک طالبان پاکستان او د قومي جرګې ترمنځ د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته خپلې سیمې پریږدي.

د پاکستان امنیتي ځواکونوتېره میاشت په دې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان خلاف د سربکف په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې د ځايي خلکو له مخالفت وروسته ټکني شول.

له عملیاتو سره هممهاله د خیبر پښتونخوا حکومت له قبایلي ولسوالیو سره جرګې پیل کړې، چې طالبان له خپلو سیمو نه وباسي، خو دې جرګو تراوسه پاموړ پایله نه ده ور کړې.

د رپوټونو له مخې، په باجوړ کې د قومي جرګې او طالبانو ترمنځ څو ځله ناستې شوې دي او په یوه ناسته کې قومي مشرانو له ټي ټي پي وغوښتل، چې له قبایلي سیمو ووځي او غرونو ته لاړ شي، خو پاکستاني طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

د محلي سرچینو په وینا، پاکستاني طالبانو وړاندیز کړی، چې امنیتي ځواکونه به له دوی سره په همغږۍ ډیورنډ کرښې ته ځي او پولیس او د قانون پلې کوونکو ادارو سرتېري به ددوی د نفوذ سیمو ته له وسلو سره نه داخلیږي.

محلي سرچینې دغه راز وايي، د ټي ټي پي جګپوړي غړي او د مولوي فقیرمحمد ورور ګل محمد باجوړي جرګې ته ویلي، چې دوی په قبایلي سیمو کې شریعت نافذول او د افغان طالبانو د امر بالمعروف وزارت په څېر یوه اداره جوړول غواړي.

تحریک طالبان پاکستان له دې وړاندې هم د سولې خبرو اترو کې د شریعت د نفاذ غوښتنه کړې وه.

محلي خبریالان او د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینې وايي، چې پوځ غواړي قبیلې وسله وال طالبان له باجوړ نه وباسي او که دوی دا کار نه شي کولای، پوځي عملیات به پیلیږي.

دې ته ورته غوښتنې له دې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو وزیرو له جرګې هم شوې وې.

د اګست میاشتې په لومړیو کې په مومندو ولسوالۍ کې ګڼو خلکو پر خپلو کورونو سپین بیرغونه راوځړول، چې د سولې او امن غوښتلو نښه ده. په قبایلي سیمو کې دا ډول بیرغونه ډېری هغه مهال هسکیږي، چې خلک پوه شي پوځ ددوی په سیمو کې د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

د پاکستان امنیتي ادارې په دې باور دي، چې په باجوړ کې شاوخوا ۱۸ سوه جنګیالي اوسیږي، چې ۴۰۰ تنه پکې افغان طالبان دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د سولې په اړه له بې‌پایلو خبرو وروسته؛ په باجوړ کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړل شوی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځینو باوري سرچینو نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د سولې د هڅو له ناکامېدو سره سم «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان پوځ بېرته خپل بریدونه پیل کړي دي.

سرچینې وايي، د سولې په تړاو د خبرو له ناکامېدو وروسته ګڼې کورنۍ د پوځي عملیاتو د پیل له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي. لا تراوسه د دغه کورنیو کره شمېر روښانه نه‌دی.

د باجوړ د سولې جرګې مشر هارون رشید رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې د جرګې او «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ خبرې د ځینو ځانګړو لاملونو له کبله د اوس لپاره بې‌پایلې پای ته رسېدلې دي. نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي؛ خو زیاته کړې یې ده چې تر بل پرمختګه به نور له وسله‌والو سره د سولې خبرې نه کېږي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د یوې باوري سرچینې له لوري د «ټي‌ټي‌پي» یو غږیز پیغام رسېدلی، چې په‌کې طالب قوماندان د خبرو د ناکامېدو پړه پر پوځ اچوي.

په دغه غږیز پیغام کې طالب قوماندان وايي، چې سیمې ته د پوځ تازه دمي ځواکونه ورغلي؛ خو دوی هم د جګړې لپاره پوره چمتوالی لري. د باجوړ امن جرګې او تحریک طالبان پاکستان په خپلو کې اووه پړاوه خبرې وکړې.

د خبرو موخه د باجوړ له ولسوالۍ د تحریک طالبان پاکستان د غړو وتل او د پوځ د علمیاتو مخنیوی ښودل شوې وه.

یو شمېر پاکستانیو ورځپاڼو هم د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې د خبرو له ناکامېدو سره سم به په سیمه کې د وسله‌والو پر ضد چاڼیز عملیات پیل شي.

په باجوړ کې د ځايي خلکو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د ناکامۍ په اړه دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دغه سیمه لا له وړاندې د نا امنۍ او نښتو شاهده ده.

په باجوړ کې ځايي جرګې له «ټي‌ټي‌پي» غوښتي، چې خپل جنګیالي له ملکي سیمو وباسي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، چې د ځايي جرګې او د «ټي‌ټي‌پي» مرکچي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) ترسره شوې دي. د دغه خبرو موخه له یادې ولسوالۍ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو وتل او د پوځي عملیاتو مخینوی ښودل شوی.

په باوجوړ کې ځايي سرچینې وايي، که څه هم د وروستي پړاو خبرو جزییات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښايي دغه خبرې یوې پایلې ته ونه رسېږي.

په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو بیا ویلي، په باجوړ کې ځايي جرګې له پاکستاني طالبانو غوښتي چې خپل جنګیالي دې له ملکي سیمو وباسي او بېرته دې افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي له افغانستانه راغلي او جرګې ترې په کلکه غوښتي چې بېرته دې افغانستان ته ستانه شي.

یادې ورځپانې همدا راز ویلي، چې امنیتي چارواکو له ځايي خلکو غوښتي؛ که چېرته «ټي‌ټي‌پي» له ملکي سیمو نه شي اېستلای، نو بیا دې دغه سیمې د پوځي عملیاتو لپاره تشې کړي.

ځايي سرچینې زیاتوي، «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان پوځ هڅه کوي چې په باجوړ کې له ځايي جرګې او روانو خبرو سیاسي ګټه پورته کړي.

په باجوړ کې ځايي جرګه په داسې حال کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د اووم پړاو خبرو ته کېني، چې په دې وروستیو کې هلته د دواړه لوریو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې له کبله یې ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او ځايي خلکو ته هم په‌کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

باجوړ کې چارواکو قبایلو ته ویلي بهرني وسله‌وال وباسئ که نه سیمې پرېږدئ

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د باجوړ په قبایلي سیمو کې چارواکو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له قبیلو غوښتي یا له خپلې سیمې وسله وال اوباسي او یا دې سیمه خالي کړي چې امنیتي ځواکونه خپله لاس پکار شي.

د امنیتي سرچینو په وینا، د خېبر پښتونخوا حکومت والي او امنیتي چارواکو د باجوړ قبایلو ته مهم شرطونه وړاندې کړي دي.

دوی له قبایلو غوښتي چې د افغانانو په ګډون دې بهرني وسلوال له سیمو وباسي او که د هغوی د اېستلو توان نه لري، نو یوه یا دوه ورځې دې سیمه خالي کړي، څو امنیتي ځواکونه خپله د وسلوالو د اېستلو عملیات ترسره کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي چې هڅې روانې دي څو د قبایلو او بهرنیو وسلوالو ترمنځ شخړه رامنځته شي.

امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرو پر ضد به عملیات په هر حال کې دوام ولري، ځکه دین، دولت او د خېبر پښتونخوا ولس وسله‌والو سره د جوړجاړي اجازه نه ورکوي.

پښتونخوا کې د ناامنۍ څپې؛ پاکستان له سختو او حساسو پرېکړو سره مخ دی

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي له نوې څپې او د «ټي‌ټي‌پي» د فعالیتونو له زیاتوالي سره، د پاکستان حکومت له سختو او حساسو پرېکړو سره مخ دی. ډان ورځپاڼه وایي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پایلو په اړه د خلکو اندېښنو د سیمې فضا ترینګلې کړې ده.

یاده ورځپانه نن جمعه (د زمري ۱۷مه) په سرمقاله کې لیکي، په تېرو ورځو کې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت په پخوانیو قبایلي سیمو کې درې سترې جرګې جوړې کړې دي چې د ترهګرۍ د تازه څپو پر وړاندې د خلکو نظرونه واوري.

قبایلي مشرانو په دغو ناستو کې له افغان طالبانو او همدارنګه له «ټي‌ټي‌پي» سره د خبرو غوښتنه کړې ده. ځینې راپورونه وايي، چې په «فاټا» کې د پوځي عملیاتو پر ضد عمومي نظریاتي همغږي رامنځته شوې ده. د دغو غوښتنو په ځواب کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سلاکار اعلان کړی، چې نوي پوځي عملیات به نه ترسره کېږي.

په نورو سیمو کې هم د جرګو ګډونوالو ورته غوښتنې کړې دي او ایالتي حکومت پلان لري، چې د قبایلي سیمو په ګډون د خېر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو یوه لویه جرګه جوړه کړي او د راتلونکو اقداماتو لپاره لارې چارې وټاکي.

مقاله کې راغلي، له شلو کلونو راهیسې قبایلي سیمې او د خېبرپښتونخوا نورې برخې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله د پرله‌پسې تاوتریخوالو سره مخ دي. دې جګړو د زرګونو ملکي وګړو، پوځیانو او پولیسو ژوند اخیستی او همدا راز یې خلک هم له خپلو سیمو بې ځایه کېدو یا وتلو ته اړ کړي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون وسله‌والو ډلو څو ځله له حکومت سره خپلې هوکړې ماتې کړې دي او هېڅ ډاډ نشته چې هغوی به په راتلونکي کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي. له بلې خوا د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د «هند له ملاتړه برخمن خوارج یا فتنه» بولي او دا لا روښانه نه ده؛ که خبرې پیل شي دا دریځ به بدل شي که نه.

ورځپاڼه کاږي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا وسله‌وال به د تاوتریخوالي پای ته رسېدو سره هوکړه وکړي؟ که نه، نو هر ډول د سولې هوکړه به یوازې د حکومت د کمزورۍ لامل شي. همدا راز ویل شوي، چې د «ټي‌ټي‌پي» د مخنېوي لپاره د کابل له واکمنو سره د اسلام‌اباد د پرله‌پسې خبرو اترو او ناستو ولاړو هم کومه پایله نه ده ورکړې.

مقاله کې راغلي، چې د پاکستان پوځ د امنیت ټینګښت لپاره په تېرو وختونو کې هم د ترهګرۍ ضد تګلارې کارولې؛ خو چندان ګټه یې نه ده کړې او باید په نویو بڼو غور وشي. په پای کې راغلي، چې باید استخباراتي ادارې، د پوځ مشرتابه او متخصصین په داسې طرحې کار وکړي؛ څو د وسله‌والو د له‌منځه وړلو اړوند اقداماتو کې ملکي وګړي خوندي پاتې شي او د بې‌ځایه کېدو ګواښ هم ورسره ختم شي.

د‌ پاکستان مرکزي حکومت پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو ترسره کول رد کړل

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خېبر پښتونخوا حکومت له لوري په دغه ایالت کې د هر ډول پوځي عملیاتو په مخالفت سره د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پوځي عملیات نه کېږي؛ خو د وسله‌والو پر ضد به د ملي کړنلارې له مخې اقدامات کېږي.

هغه زیاته کړې، چې د دغه کړنلارې په پلي کېدو سره د هېڅ چا د مخالفتونو پروا نه کوي. هغه دغه څرګندونې د پاکستان پارلمان کې د تحریک انصاف د یو لوړ پوړي غړي اسد قیصر د هغو څرګندونو غبرګون کې کړې، چې ګنې د وسله‌والو د له‌منځه وړلو لپاره د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت لري.

ښاغلي قیصر خبرداری ورکړی، چې دوی به د هر ډول پوځي اقداماتو یا عملیاتو پر وړاندې مقاومت وکړي. تر دې دمخه عمران خان هم د خېبر پښتونخوا له ایالتي حکومته غوښتي، چې د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړي. هم‌مهاله د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو هم د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

طلال چوهدري بیا د خېبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي او یادونه یې وکړه چې دغه ایالت د مالیې ملي کمېسیون (NFC) له ونډې څخه ۷۰۰ مېلیارده روپۍ د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره تر لاسه کړي دي.

نوموړي اسد قیصر ته په خطاب کې وویل: «زه پوهېږم تاسې ولې اندېښمن یاست». هغه د تحریک انصاف ګوند مشران تورن کړل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله‌وال یې په لوی لاس بېرته بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي. هغه د یاد ګوند مشرانو ته پارلمان کې د وینا پر مهال وویل: « تاسو له ترهګرو سره یاست که له حکومت سره؟»

په همدې حال کې د باجوړ قومي مشرانو له «ټي‌ټي‌پي» سره جرګه کړې او په دې اقدام سره یې یادې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو مخنېوی کړی دی. په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ له پوځ سره په جګړو بوخت وي.

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو په وار، وار غوښتنه کړې، چې د نا امنۍ او ترهګرۍ د مخنېوي لپاره باید مرکزي حکومت دوی ته اجازه ورکړي؛ څو په مستقیمه توګه ورسره د ستونزو حل لپاره خبرې وکړي. هاخوا پر کابل واکمن د اسلام‌اباد له ادعاوو سره، سره دا نه مني، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو پناه ځایونه دې په افغانستان کې وي.