باجوړ کې چارواکو قبایلو ته ویلي بهرني وسلهوال وباسئ که نه سیمې پرېږدئ

د باجوړ په قبایلي سیمو کې چارواکو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له قبیلو غوښتي یا له خپلې سیمې وسله وال اوباسي او یا دې سیمه خالي کړي چې امنیتي ځواکونه خپله لاس پکار شي.

د باجوړ په قبایلي سیمو کې چارواکو د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له قبیلو غوښتي یا له خپلې سیمې وسله وال اوباسي او یا دې سیمه خالي کړي چې امنیتي ځواکونه خپله لاس پکار شي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د خېبر پښتونخوا حکومت والي او امنیتي چارواکو د باجوړ قبایلو ته مهم شرطونه وړاندې کړي دي.
دوی له قبایلو غوښتي چې د افغانانو په ګډون دې بهرني وسلوال له سیمو وباسي او که د هغوی د اېستلو توان نه لري، نو یوه یا دوه ورځې دې سیمه خالي کړي، څو امنیتي ځواکونه خپله د وسلوالو د اېستلو عملیات ترسره کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
سرچینې زیاتوي چې هڅې روانې دي څو د قبایلو او بهرنیو وسلوالو ترمنځ شخړه رامنځته شي.
امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د ترهګرو پر ضد به عملیات په هر حال کې دوام ولري، ځکه دین، دولت او د خېبر پښتونخوا ولس وسلهوالو سره د جوړجاړي اجازه نه ورکوي.


د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي له نوې څپې او د «ټيټيپي» د فعالیتونو له زیاتوالي سره، د پاکستان حکومت له سختو او حساسو پرېکړو سره مخ دی. ډان ورځپاڼه وایي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پایلو په اړه د خلکو اندېښنو د سیمې فضا ترینګلې کړې ده.
یاده ورځپانه نن جمعه (د زمري ۱۷مه) په سرمقاله کې لیکي، په تېرو ورځو کې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت په پخوانیو قبایلي سیمو کې درې سترې جرګې جوړې کړې دي چې د ترهګرۍ د تازه څپو پر وړاندې د خلکو نظرونه واوري.
قبایلي مشرانو په دغو ناستو کې له افغان طالبانو او همدارنګه له «ټيټيپي» سره د خبرو غوښتنه کړې ده. ځینې راپورونه وايي، چې په «فاټا» کې د پوځي عملیاتو پر ضد عمومي نظریاتي همغږي رامنځته شوې ده. د دغو غوښتنو په ځواب کې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر سلاکار اعلان کړی، چې نوي پوځي عملیات به نه ترسره کېږي.
په نورو سیمو کې هم د جرګو ګډونوالو ورته غوښتنې کړې دي او ایالتي حکومت پلان لري، چې د قبایلي سیمو په ګډون د خېر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو یوه لویه جرګه جوړه کړي او د راتلونکو اقداماتو لپاره لارې چارې وټاکي.
مقاله کې راغلي، له شلو کلونو راهیسې قبایلي سیمې او د خېبرپښتونخوا نورې برخې د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله د پرلهپسې تاوتریخوالو سره مخ دي. دې جګړو د زرګونو ملکي وګړو، پوځیانو او پولیسو ژوند اخیستی او همدا راز یې خلک هم له خپلو سیمو بې ځایه کېدو یا وتلو ته اړ کړي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د «ټيټيپي» په ګډون وسلهوالو ډلو څو ځله له حکومت سره خپلې هوکړې ماتې کړې دي او هېڅ ډاډ نشته چې هغوی به په راتلونکي کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي. له بلې خوا د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د «هند له ملاتړه برخمن خوارج یا فتنه» بولي او دا لا روښانه نه ده؛ که خبرې پیل شي دا دریځ به بدل شي که نه.
ورځپاڼه کاږي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا وسلهوال به د تاوتریخوالي پای ته رسېدو سره هوکړه وکړي؟ که نه، نو هر ډول د سولې هوکړه به یوازې د حکومت د کمزورۍ لامل شي. همدا راز ویل شوي، چې د «ټيټيپي» د مخنېوي لپاره د کابل له واکمنو سره د اسلاماباد د پرلهپسې خبرو اترو او ناستو ولاړو هم کومه پایله نه ده ورکړې.
مقاله کې راغلي، چې د پاکستان پوځ د امنیت ټینګښت لپاره په تېرو وختونو کې هم د ترهګرۍ ضد تګلارې کارولې؛ خو چندان ګټه یې نه ده کړې او باید په نویو بڼو غور وشي. په پای کې راغلي، چې باید استخباراتي ادارې، د پوځ مشرتابه او متخصصین په داسې طرحې کار وکړي؛ څو د وسلهوالو د لهمنځه وړلو اړوند اقداماتو کې ملکي وګړي خوندي پاتې شي او د بېځایه کېدو ګواښ هم ورسره ختم شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خېبر پښتونخوا حکومت له لوري په دغه ایالت کې د هر ډول پوځي عملیاتو په مخالفت سره د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پوځي عملیات نه کېږي؛ خو د وسلهوالو پر ضد به د ملي کړنلارې له مخې اقدامات کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د دغه کړنلارې په پلي کېدو سره د هېڅ چا د مخالفتونو پروا نه کوي. هغه دغه څرګندونې د پاکستان پارلمان کې د تحریک انصاف د یو لوړ پوړي غړي اسد قیصر د هغو څرګندونو غبرګون کې کړې، چې ګنې د وسلهوالو د لهمنځه وړلو لپاره د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت لري.
ښاغلي قیصر خبرداری ورکړی، چې دوی به د هر ډول پوځي اقداماتو یا عملیاتو پر وړاندې مقاومت وکړي. تر دې دمخه عمران خان هم د خېبر پښتونخوا له ایالتي حکومته غوښتي، چې د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړي. هممهاله د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو هم د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.
طلال چوهدري بیا د خېبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي او یادونه یې وکړه چې دغه ایالت د مالیې ملي کمېسیون (NFC) له ونډې څخه ۷۰۰ مېلیارده روپۍ د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره تر لاسه کړي دي.
نوموړي اسد قیصر ته په خطاب کې وویل: «زه پوهېږم تاسې ولې اندېښمن یاست». هغه د تحریک انصاف ګوند مشران تورن کړل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسلهوال یې په لوی لاس بېرته بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي. هغه د یاد ګوند مشرانو ته پارلمان کې د وینا پر مهال وویل: « تاسو له ترهګرو سره یاست که له حکومت سره؟»
په همدې حال کې د باجوړ قومي مشرانو له «ټيټيپي» سره جرګه کړې او په دې اقدام سره یې یادې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو مخنېوی کړی دی. په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ له پوځ سره په جګړو بوخت وي.
د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو په وار، وار غوښتنه کړې، چې د نا امنۍ او ترهګرۍ د مخنېوي لپاره باید مرکزي حکومت دوی ته اجازه ورکړي؛ څو په مستقیمه توګه ورسره د ستونزو حل لپاره خبرې وکړي. هاخوا پر کابل واکمن د اسلاماباد له ادعاوو سره، سره دا نه مني، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو پناه ځایونه دې په افغانستان کې وي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي:«د اګسټ ۱۴مه زموږ پلرونو د قربانیو په بدل کې د انګرېز له استعماره خپلواکي واخیسته؛ خو ملت لا هم له حقیقي ازادۍ بې برخې دی.» نوموړي د پاکستان اوسنی رژیم استبدادي یاد کړی او وايي هر څه د پوځ د مشر عاصم منیر د ظالمنه کړونو لاندی روان دي.
د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان په تاریخ کې داسي استبدادي او ظالمانه رژيم نه دی تېر شوی لکه اوس چې د عاصم منیر تر قانون لاندې چليږي.»
عمران خان د پاکستان د ازادۍ ورځي ته په اشاره لیکلي، تر څو چې اساسي قانون او قانوني واک رعایت شوی نه وي خپلواکي یوازي تر هیلو پاتېږي.
نوموړي پر خلکو غږ کړی، چې د حقيقي ازادۍ د ترلاسه کولو او له مافیايي کړیو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره قرباني ده.
هغه زیاته کړې: «هیڅ ځواک د یو زړور ملت په وړاندې نه شي درېدای، زه له ټولو پاکستانیانو غواړم چې د زندان ویره له منځه یوسي، د تحریک انصاف مشرتابه ته وایم، چې د بند له ویرې تېر شي، د ولس مشري وکړي او د ولسواکۍ غږ پورته کړئ.»
د عمران خان په خبره، چې دا مهال په زندان کې له بد وضعیت سره مخ دی او میرمن بشری بي بي يې هم په ناسم حالت کې بندې ساتل کیږي.
هغه لیکلي: «زه به هيڅ کله د غلو او ناپوهانو اتحاد ته تسلیم نه شم او نه به د عاصم قانون ومنم ان که ټول ژوند مې په زندان کې هم تېر شي.»
خان په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان نظامي عملیات د تحریک د کمزورۍ په مانا یاد کړي او دا یې په سیمه کې د ورانۍ لامل ګڼلي دي.
نوموړي ټينګار کړی، چې په قبایلي سیمو کې باید عملیات پيل نه شي او هره ستونزه د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب حل شي.
عمران خان له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو هم اندېښنه او خواشني ښودلې.
هغه لیکلي: «د افغان کډوال ظالمانه ایستل د اندېښنې او افسوس وړ دي.ِ»
نوموړي د اګست میاشتي د ۵مې په لاریونونو کې د خلکو پراخ ګډون ستایلی او دا یې د بې عدالتیو په وړاندې د روښانتیا زیری یاد کړی.

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ په «رستم بازار» کې د پاکستاني پولیسو د یوه موټر ترڅنګ چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
سرچینو پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه چاودنه د پاکستاني پولیسو د ګزمې موټر ته نږدې شوې ده. د سرچینو په وینا؛ په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. سرچینې وایي، دغه چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې شوې ده.
سرچینو وړاندې ویلي، چې ټپیان د واڼې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. ورته مهال روغتیايي سرچینې وایي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې، امنیتي تدابیر سخت کړل شوي او د چاودنې د عاملانو په تړاو پلټنې روانې دي.

د خيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت په نوښت د پرلهپسې قبایلي مشورتي جرګو په لړ کې درېيمې سيمهييزې جرګې ټينګار وکړ، چې په قبايلي سيمو کې د سولې د ټينګښت يوازينۍ لاره پوځي عمليات نه؛ بلکې د پاکستان دننه له ترهګرو ډلو او له افغان طالبانو سره مخامخ خبرې دي.
دغه درېيمه جرګه د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) د شمالي وزيرستان، سوېلي وزيرستان د بېلابېلو قبیلو د مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو له «ټيټيپي» او افغان طالبانو سره د مستقيمو خبرو غوښتنه وکړه؛ څو په سیمهییزه کچه د امنیت ټینګښت تضمین شي.
د يادې جرګې ناسته (د جولای په ۲۴مه) د جوړې شوې څو ګوندیزې ناستې په تعقيب جوړه شوې وه. هغه مهال سپارښتنه شوې وه؛ تر هغې دمخه چې لويه جرګه راوغوښتل شي، بايد د هرې سيمې مشرانو، پارلماني استازو او نورو ښکېلو سره باید خبرې اترې وشي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په لومړۍ جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د لویې جرګې غړي به همدا ابتدایي جرګه ټاکي.
لومړۍ سيمهييزه جرګه چې د پېښور، اورکزیو، د دره ادمخېل او حسنخېلو د فرعي سيمو له قبایلي مشرانو، ديني عالمانو او استازو جوړه شوې وه، دغه سپارښتنه پهکې وشوه چې فدرالي حکومت دې د ايالتي چارواکو او قومي مشرانو په ګډون يو پلاوی جوړ کړي؛ څو پر کابل واکمنو طالبانو سره خبرې پیل کړي.
دويمه جرګه چې (د اګست په ۴مه) د باجوړ او مومندو قبایلي سيمو له استازو جوړه شوې وه، د پوځي عملياتو او اجباري بېځايه کولو مخالفت څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې د فدرالي او ايالتي حکومت استازو، قومي مشرانو او نورو ښکېلو اړخونو په ګډون يو هر اړخیزه جرګه راوغوښتل شي؛ څو له افغان ولس او د طالبانو له حکومت سره ګټورې خبرې پيل او د سيمې د ترهګرۍ جرړې واېستل شي.
د درېيمې جرګې ګډونوالو هم همدا دريځ تکرار کړ او وې ويل، چې سوله یوازې د خبرو له لارې راځي؛ نه د زور او وسلهوالو عملياتو له لارې. ګډونوالو وويل، د امريکا او د هغوی د متحدينو تجربه بايد د عبرت درس وي چې هغوی هم د ۲۰ کلنې جګړې وروسته له طالبانو سره خبرو ته مجبور شول؛ نو اوس هم همدا لاره مناسبه ده.
سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت له تېرو ۲۲ کلونو راهيسې له سختدريځو ډلو سره جګړه کوي او څو پوځي عملياتونه يې کړي؛ خو امنیتي وضعيت لا هم خراب دی».
خو ځينو ګډونوالو اندېښنه وښوده، چې په جرګه کې هېڅ امنيتي راپور يا معلومات نه وو شريک شوي. هغوی د «ښو طالبانو او بدو طالبانو» د سياست مخالفت وکړ.
يو ګډونوال وويل: «موږ دا سياست نه منو. موږ نه ښه طالبان غواړو، نه بد طالبان. حکومت بايد د ښو طالبانو مخه هم ونيسي».
يو بل ګډونوال زیاته کړې، د خېبرپښتونخوا سر وزير په جرګه کې څرګنده کړې، چې د دې موضوع د حل لپاره حکومت د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتيا لري او خلک يې خپله تر ټولو مهمه تکيهګاه وبلل.
په ورته وخت کې د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند محمد علي سيف یادې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ويلي، چې پر کابل له واکمنو طالبانو سره تعامل د ایالتي حکومت رسمي دریځ دی او د خلکو غوښتنه هم ترې همدا ده.
ده زياته کړه: «فدرالي حکومت د دغې سيمې د سولې په اړه جدي نهدی؛ ځکه تر اوسه يې د هغه تړون مفاداتو ته ځواب نهدی ورکړی، چې د روان کال په فبرورۍ کې د ايالتي حکومت لهخوا چمتو شوی و».
د نوموړي په وینا؛ اوسنی امنيتي ناورین که د هېواد په بله سيمه کې وای؛ نو له افغان طالبانو سره به تر دې دمه خبرې پيل شوې وای. اسلام اباد او د خېبر پښتونخوا حکومت انګېري، چې د «ټيټيپي» وسلهوالې ډلې غړي په افغانستان کې امن پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په خاوره کې ترهګریز بریدونه پلانوي.
که څه هم اسلام اباد په وار، وار پر کابل له واکمنو غوښتي، چې د «ټيټيپي» خلاف جدي اقدامات وکړي؛ خو ښکاري چې په دې تړاو لا هم پرېکنده اقدامات نه دي شوي او پاکستان ورځ تر بلې د نا امنۍ په څپو کې ډوبېږي.