نن د چمن د پرلت په ۳۲مه ورځ د بلوچستان صوبې ګڼ ډاکټران هم د پرلت وهونکو سره یو ځای شول

په چمن کې د پاکستان حکومت لهخوا په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ لازمي کولو پر ضد نن په ۳۲مه ورځ هم زرګونه پرلت وهونکي د پرلت پر ځای راغونډ شوي وو او په یوه خوله یې ویل، چې دوی له خپلو غوښتنو نه په شاکېدونکي دي.