د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي

په دغو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران له لوري په زور او یو شمېر نور یې بیا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د لیندۍ لومړۍ نیټه ۱۹۵۷ کډوال له ایرانه، هیواد ته راستانه شوي.