عرب پسرلی او په پاڅونونو کې د خواله رسنیو رول او نیمګړتیاوې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

د عرب پسرلي کیسه داسې پیل شوه.

۲۰۱۰ م کال و‍. محمد بوعزيز په تونس کې د سړک پر غاړه میوه خرڅوله. پولیسو ورته وویل چې د سړک په سر د کار اجازه نه لري. محمد وویل چې پولیس هسې د رشوت لپاره په بهانو پسې ګرځي.

محمد د پولیسو پر ضد شکایت وکړ خو چا یې غږ وانه ورېد او پولیسو نور همپسې وځوراوه.

۲۶ کلن محمد په دې ټوله دنیا کې د روزي پیدا کولو لپاره د میوې همدا یوه کراچۍ درلوده، خو شکایت ته یې د حکومت مامورین غوږ نه شول. ده ټولې دروازې بندې ولیدې او د دولتي ادارې مخامخ یې داحتجاج لپار ځان ته اور واچاوه.

د محمد ویډیو پر خواله رسنیو په پراخه کچه خپره شوه او په ټولنه کې یې د بې عدالتۍ پر ضد اور ته پکی وواهه. د تونس سړکونه د مستبد حکومت پرضد د خلکو له لاریونونو ډک شول چې د ازاد او ولسواک تونس شعارونه یې ورکول.

همدغو مظاهرو په لنډه موده کې د زین العابدین بن علی ۲۳ کلنه دیکتاتوري نسکوره کړه. د تونس د مظاهرو ویډیوګانې او کیسې پر خواله رسنیو خپرې شوې او نور عربي ولسونه یې هم وهڅول چې د مستبدو رژیمونو پر ضد راپورته شي.

د تونس د کامیاب شوي انقلاب کیسې نورو ته دا پیغام ورکړ چې د یوه وطن اصلي مالک ولس دی نه حکومت او که ولس ګډ غږ پورته کړي هېڅ حکومت تر ولس زورور نه دی.

د عرب پسرلي مظاهرې تر الجزایر، اردن، عمان، مصر، لیبیا، سوریې، عراق، کویت، یمن، سودان، مراکش او لبنان ورسېدلې.

پایله دا شوه چې په سیمه کې ځینې نور نظامونه هم نسکور شول. په مصر کې د خلکو احتجاج د حسني مبارک ۳۰ کلنه دیکتاتوري په څو ورځو کې ختمه کړه. په لیبیا کې د عدالت غوښتونکو اواز د معمر قذافی د مستبد رژیم دیوالونه ړنګ کړل. په یمن کې د علي عبدالله صالح ۲۰ کلن قدرت ختم شو.

دغو مظاهرو ته تاریخد عرب پسرلي نوم ورکړ. د عرب پسرلي په خپرېدو کې خواله رسنیو ډېر مهم رول درلود. خواله رسنیو د مظاهرو مدیریت او د خلکو انسجام اسانه کړ، د انقلاب او ولسواک حکومت ارمانونه یې تر لرې لرې سیمو ورسول او د معلوماتو د خپراوي سرعت یې ډېر کړ.
اوس چې له عرب پسرلي ۱۳ کاله تېر دي د سوریې بحران، په مصر کې د نظامیانو قدرت، په لیبیا او یمن کې کورنۍ جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او نورو ورته جنجالونو ته په کتو د هغو کسانو شمېر کم نه دی چې عرب پسرلی ناکام بولي او وايي چې موږ فکر کاوه بهار به وي خو په خزان پېښ شوو.

هغه ډله چې عرب پسرلی ناکام ګڼي ډېر کله‌ پر دې تاکید کوي چې له دې پېښې باید دا زده کړو چې د رژیمونو نسکورول اسان کار دی خو د نظام له ړنګېدو وروسته د ثبات ساتل او دولسواکۍ پر پښو درول اسانه چارې نه دي. دوی په دې باور دي چې عربو ولسونو ثبات د ازادۍ د ارمان قرباني کړ.

البته ځیني داسې کسان هم شته چې عرب پسرلي ته په سیمه کې د ازادۍ او ولسواکۍ د ستر انقلاب په توګه ګوري.

دوی استدلال کوي چې عرب پسرلي په سیمه کې د خلکو اواز اوچت کړ او د ولسواکي تخم یې وشینده چېپه راتلونکو لسیزو کې به یې مثبتې پايلې ووینو.

عرب پسرلی که بهار ګڼو که خزان خو د مسلمانو هېوادونو په معاصر تاریخ کې د ولسي احتجاجونو او حق غوښتنې یوه ډېره مهمه پېښه وه. دا چې د مستبدو رژیمونو پر ضد څرنګه داسې مبارزه ممکنه شوه مختلف علتونه لري خو یوه خبره چې تقربیا ټول یې مني هغه د عرب پسرلي په کامیابۍ کې د خواله رسنیو ونډه وه.

له عرب پسرلي راوروسته هم ولسونو خواله رسنۍ د خپل غږ د پورته کولو لپاره کارولې دي. یو مهم او وروستی مثال یې په ۲۰۲۰-۲۰۱۹ کال کې په هانګ کانګ کې د حکومت پر ضد د خلکو مظاهرې وې چې د خواله رسنیو له برکته یې اواز د دنیا ګوټ ګوټ ته ورسېد.

پر خواله رسنیو درې نیوکې

البته د خواله رسنیو پر ټولنیز او سیاسي رول باندې معمولا درې عمومي انتقادونه کېږي:

اول دا چې په خواله رسنیو کې لا هم د رښتیا او دروغو معلومول سخت دي. یو جعلي یا غرضي خبر ممکن د یوه ملت پر قضاوت ډېر ژور اثر وکړي او هغه پښتو متل دی چې رښتیا رسېږي درواغو به کلي وران کړي وي.

دوهمه د تعمق وړ خبره د خواله رسنیو دا خصوصیت دی چې څه شی تاسو وینئ، لولئ او خوښوئ له همهغسې موضوعاتو سره مخامخ کېږئ. زما فېسبوک پاڼه معمولا له ادبي موضوعاتو ډکه وي، د دې مانا دا نه ده چې ټول افغانستان ته ادبیات ډېر مهم ښکاري خو چون زما علاقه ورسره شته نو فیسبوک یې راته ښکاره کوي. دا مسله به په ادبیاتو کې مشکل نه جوړوي خو په سیاست کې یې جوړولی شي. فرض کړئ تاسو د یوې سیاسي ډلې مخالف یاست، تاسو خواسته یا ناخواسته په خواله رسنیو کې له هغو خلکو سره مخامخ کېږئ چې د دې ډلې مخالفان دي، هغه پاڼې څارئ چې په دې ډله پسې بد وايي‌ او مخالفت یې کوي.

فیسبوک یا اکس به هغه خبرونه او تبصرې ستاسو مخې ته راولي چې ستاسو باور ته ورته دي. د دې کار لوی عیب دا دی چې ممکن ستاسو قضاوت سطحي کړي او داسې فکر وکړئ چې اکثره خلک ستاسو غوندې فکر کوي او بر حقه یاست.

پر خواله رسنیو دریم لوی انتقاد دا دی چې د یوه اکاونټ شاته د ناست کس واقعي هویت نه مالومېږي. مثلا، ستا وطنوال دی که د کوم بل هېواد وګړی؟له دې رسنیو د نورو هېوادونو استخبارت او لوی نړیوال شرکتونه د خپلې خوښې د افکارو دتبلیغ لپاره په پراخه کچه، اسانه او په کم مصرف کار اخیستلی شي. په ۲۰۲۰م کال کې چې د هند و چین ترمنځ په سرحد کې جنجال پېښ شو، هندوستان د خپل ملي امنیت د خوندي کولو لپاره مشهوره چینايي خواله رسنۍ ټیکټاک بنده کړه. دا کار یې ځکه وکړ چې د هند په عامه افکارو باندې د چین له نفوذه وېره ورسره وه.

خواله رسنیو زموږ په هېواد کې سیاسي، اجتماعي بحثونه خورا تاوده کړي دي. خواله رسنیو ډېرو هغو ته غږ ورکړ چې پخوا یې غږ نه درلود. امر ثاني ته متنظره زدکوونکې چې د ښوونځي له حقه محرومه شوې ده ممکن له ډاره د سړک پر سر مظاهره ونه کړيخو که وغواړي د خواله رسنیو له برکته خپل ږغ د نړۍ هر ځای ته رسولی شي.

د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنځیو دروازې بندې وې خو چون د غږ پورته کولو ډېر امکانات نه و موږ د هغه وخت ډېرې کیسې نه لرو. اوس زمانه بدله ده. یوه نجلۍ ممکن په خپل نوم څه ونه لیکي خو په بدل نوم خپل غم او شکایت تر ډېرو رسولی شي.

د حکومت واک کمېدل

پخوا چې رسنۍ تر ډېره په ښارونو کې محدودې او د حکومت تر اختیار لاندې وې د نورو سیمو خلکو ته سخته وه چې خپل نظر وړاندې کړي او د هېواد په اصلي بحثونو کې شامل شي. خو اوس خواله رسنیو د حکومت کنترول کم کړی او جغرافیایی محدودیت یې ختم کړی دی.

په بله ویناخواله رسنیو د بېلابېلو فکرونو، طبقو او سیمو خلکو ته مایک ورکړی او د متفاوتو نظرونو اورېدو ته یې لاره هواره کړې چې په نتیجه کې یې د ولس تر منځ ډیالوک ته زمینه برابره شوې ده. په یوې ټولنه کې چې ډیالوګ وي، که حتا لږ هم وي، فردي ازادیو ته لاره هوارېږي.

د افغانستان په برخه کې دغو دوو ټکو ته هم پام پکار دی.

افغانستان د دنیا یو بېوزلی هېواد دی او په یوه خوار هېواد کې د انترنټ‌ پیسې شتمنه او متوسطه طبقه برابرولی شي. مطلب که موږ د خواله رسنیو نظرونوته د ټول ملت د نظرونو په سترګه ګورو تېروتنه کوو او د جغرافیايي او مجازي واقعیت ترمنځ فاصله لا ډېروو.

له بلې خواپه تېرو څو لسیزو کې یو لویه برخه افغانان مهاجرت ته اړ شول. د خواله رسنیو د بحثونوپه جوړولو او پاللو کې د دوی رول جوت او مهم دی.مهاجر افغانان یوازې له اقتصادي پلوه وطن ته مهم نه دي بلکې له فکري او علمي پلوه یې هم په اصطلاح د وطن ماغزه بللی شو.

د ملي بحثونو په جوړولو کې د دغو مهاجرو وطنوالو رول مهم دی. د خواله رسنیو له برکته دغه وطنوال اوس په اسانۍ د هېواد په بحثونو کې برخه اخیستلی شي. مخکې تر انټرنیټه اول د وطن له حاله خبرېدل اسانه نه و، د معلوماتو منبعبه یوازې څو محدودې نړیوالې رسنۍ وې. بل تر وطنه خپل غږ او نظر رسول هم اسانه کار نه و.

که به یو چا لیکنه وکړه اول سوال به دا و چې حکومت خو به یې نه سانسوروي او که به حکومت مخالفت هم نه کاوه ډېر وخت به یې غوښت چې لیکنه د هېواد په یوه مجله یا ورځپاڼه کې خپره شي خو نن سبا وینو چې عملا جلا وطنه وطنوال د ورځنیو اجتماعي، فرهنګي او سیاسي مسایلو په اړه پرته له ځنډه خپل نظر وړاندې کولی او تر وطنه رسولی شي.

دلته مهم ټکی دا دی چې که یو کس ډېر وخت له یوې جغرافیا لرې پاتېږي ممکن د هغې جغرافیا له حقایقو هم لرې پاتې‌ شي، ممکن د ټولنې تازه ستونزې ډېرې درک نه کړي او د هېواد په اړه په خپلو زړو تجربو کې ایسار پاته شي. د دې وضعیت یوه نتیجه ممکن دا وي چې له هېواده لرې وطنوال په خپلو شننو کې غیرعملي حل لارو ته مخه کړي.

نو که د خواله رسنیو د مثبتو اړخونو تر څنګ د هغو خاصو محدودیتونو ته متوجه واوسو، د خپل هېواد او خلکو د خیر لپاره به لا ښه او موثره استفاده ترې وکړای شو.

  • یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو