په کراچۍ کې د کانګو تبې یوه تازه پېښه ثبت شوه

په کراچۍ کې روغتیایي کارکوونکي وايي، دغه ۵۲ کلن ناروغ چې د اتحاد ټاون اوسېدونکی دی، د ټایرونو په دوکان کې یې کار کاوه. ډاکټر یحیی ټونیو زیاته کړه، ناروغ له یوې میاشتې راهیسې په کور کې وزه ساتلې وه.