ازادۍ جبهه: په کابل کې مو دوه طالبان وژلي او دوه نور ټپیان دي

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي؛ په کابل کې یې په یوه برید کې دوه طالب جنګیالي وژلي دي. دغې جبهې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې نن دوشنبه یې د پلازمنې کابل په نهمه حوزه کې یې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوسته برید کړی او دوه طالب وسلوال یې وژلي دي.