• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلامي جمهوري ایران ورځپاڼه: د طالبانو چلند ته پام وکړئ، دا ډله په سیمه کې دویم اسراییل دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په تهران کې یوه محافظه کاره رسنۍ له ایراني امنیتي داستګاه غوښتي چې د طالبانو چلند وڅاري او په سیمه کې د «دویم اسراییل» د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي. دغې رسنۍ لیکلي، چې د طالبانو ډلې له خپل تاسیس راهیسې د اسراییل پر ضد کوم اقدام نه دی کړی.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ د میاشتې په شپږمه) په یوه یادښت کې لیکلي، چې طالبان د امریکا له خوا تاسيس شوي او د جوړېدو هدف د ایران له اسلامي جمهوریت سره ټکر او په سیمه کې د امریکا او صهیونیستي رژیم د ګټو ملاتړ دی.

دې ایراني رسنۍ طالبان یوه "توکمپاله" ډله وبلله چې په چټکۍ سره "د غیر پښتون قومونو د ویجاړولو لپاره راپورته شوې".

لیکوال او د ایران رسنیو له طالبانو سره د اسراییلي جاسوسي ادارې موساد د درېیو اجنټانو په نیولو کې د همکارۍ په اړه د دغه هېواد د حکومت ادعا جدي نه ده نیولې.

د لیکوال په وینا؛ طالبانو د خپل تاسیس راهیسې "د اسراییل په وړاندې تر ټولو کوچنی اقدام" نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اسماعیل خان وايي چې نړۍواله ټولنه لا هم په افغانستان کې ښکېله او موجوده ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۹ GMT+۰

پخواني جهادي مشر اسماعیل خان، چې د طالبانو یو له مخکښو مخالفینو څخه دی، وایي چې واک ته د طالبانو راتګ یوه "ستره نړۍواله دسیسه" وه.

دغه پخواني جهادي مشر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات په امنیتي غونډه کې د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې نړۍواله ټولنه لا هم په افغانستان کې ښکېله او حضور لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان سیاستوال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو ځواکونو د شتون خبره کوي.

تر دې مخکې د افغانستان پخواني جهادي مشر محمد محقق د مسکو په غونډه کې ادعا کړې وه، چې امریکايي ځواکونه د کابل له یوه هوټل څخه د طالبانو د حکومت چارې پرمخ وړي.

د هرات د امنیتي خبرو اترو یوولسم پړاو «په افغانستان بیا فکر کول، بېلابېلې حل لارې» تر سرلیک لاندې د دوشنبې په ښار کې دوه ورځې دوام کوي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه بیان کې ویلي، چې د دې غونډې تنظیموونکي د افغانستان د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالو کارپوهانو، سیاستوالو او د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول کړي دي.

د اسراییلي یرغملو او فلسطیني بندیانو تبادله او د اوربند وروستۍ ورځ

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۰

د یرغملو او فلسطیني بندیانو د تبادلې لپاره د اسراییل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند نن پای ته رسېږي؛ خو دواړه خواوې وايي، چې د نورو یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې لپاره د موقت اوربند غځولو ته چمتو دي. تمه کیږي، چې په لسګونه اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان نن تبادله شي.

د تېرې یکشنبې په ورځ ۱۷ یرغمل د ۳۹ فلسطینیانو په بدل کې تبادله شوي وو.

حماس د اکټوبر د اوومې د بریدونو په پایله کې له نیول یرغملو اسراییلیانو له ډلې تر اوسه ۵۸ کسان خوشې کړي دي.‌

په همدې حال کې اسراییل هم تر اوسه ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي کړي دي.

ډېری خوشې شوي یرغمل او بندیان ښځې او ماشومان دي.

تمه کیږي چې د بندیانو او یرغملو یو بله تبادله نن هم ترسره شي.

د امریکا د ملي راډیو این پي ار د رپوټ له مخې؛ دا شونتیا شته دی، چې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره هم وغځول شي، ځکه چې حماس په لسګونو یرغمل په غزه کې د تبادلې لپاره راټول کړي‌ دي.‌

ویل کیږي لا هم ۱۷۰ اسراییلي یرغمل په غزه کې شته او د اسراییل په زندانونو کې د شته فلسطینیانو شمېر بیا زرګونو ته رسیږي.‌

د اسراییل لومړي وزیر په یوې خپرې شوې ويډیو کې ویلي، چې نوموړی دې ته چمتو دی چې د هرو لسو یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې اوربند د ۲۴ ساعتونو لپاره وغزوي او دغه راز تر ۱۵۰ فلسطینیان د اسراییل له زندانونو خوشې کړي.

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې په برید کې دغې ډلې ۲۴۰ اسراییلي وګړي یرغمل کړي‌ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي وو.

د دغه برید د غچ اخیستو په موخه اسراییل پر غزې د اوو اونیو لپاره پراخې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل،‌ چې په پایله کې یې ۱۳،۳۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې وې ووژل شول او پراخې سیمې ویجاړې شوې. د اسراییل د بریدونو په پایله کې لسګونه زره فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.‌

د کندهار اوسېدونکي: د امربالمعروف محتسبین په لارو کې ځوانان دروي، هغوی ځوروي او ګواښي یې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چیک پواینټونه جوړ کړي دي. دوی زیاتوي، چې د څارنې دغه ډلې ځوانانو ته د ږېري د نه خريلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقې نه اورېدولو لارښوونې کوي.

د کندهار ښار اوسېدونکو نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ مه ) افغانستان انټرشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبان په دغه چیک پواینټونو کې د خلکو موبایلونه پلټي او شخصي تصویرونه او ویډیوګانې یې ګوري.

دوی شکایت کوي، چې په ساعتونو - ساعتونو ځوانان په عمومي لارو کې منتظر کوي او که چېرې د دوی د تمې خلاف ویډیو یا تصویر په موبایل کې وګوري نو بیا یې ګواښي.

ځوانان وايي؛ د طالبانو د امربالمعروف او استخباراتو کارکوونکي په تفريح ځايونو، ورزشي لوبغالو، د خوښيو په پروګرامونو، بازارونو، هټيو او د تګ راتګ پر مهال په دومداره توګه ځوانان تعقيبوي.

په ورته وخت کې سرچینې وايي، چې په کندهار کې د ورزش او په ځانګړي ډول د فوټبال لوبغاړو ته هم د امربالمعروف ادارې له لوري په شفاهي ډول خبرداری ورکړل شوی، چې د لوبو کولو پرمهال باید مکمل لباس واغوندي.

دوی ته ویل شوي، چې د فوټبال پر مهال باید د دوی پښې او لاسونه پټ وي.

په کندهار کې د ځينو دولتې ادارو د مامورينو په خبره، چې په يو شمېر ادارو کې د امربالمعروف ادارې د کارکوونکو له لورې ورته د ديني زده کړو ټولګي جوړ شوي او دغه صنفونه د ماسپښين له ۱۲ بجو څخه تر يوې نيمې بجې دوام لري چې د مامورينو ګډون پکې حتمي وي.

د کندهار د پوهنې رياست يو کارکوونکی چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايې؛ د ږيرې پرېښودل، د منظمو اوږدو کاليو د اغوستلو، پټکي تړلو او د دينې امورو د عملې کولو جدې خبردارۍ ورکول شوی.

هغه وویل: " موږ ته يې د دينې کتابونو لړۍ شروع کړې، وروسته امتحان اخلي او هر مامور که په امتحان کې پاتې شي له دندو يې لرې کوي".

امربالمعروف اداره دغه ټولې چارې په شفاهې ډول عملي کوي او هېڅ يوې ادارې ته رسمي مکتوب نه لېږي.

په کندهار کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ یو چارواکی وایي؛ دلته ځکه د اصلاح په نوم بنديزونه ډېر دی، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده اوسيږي او د طالب مشرانو تګ راتګ ډېر دی.

د طالبانو په ليکو کې د امربالمعروف اداره ځان تر نورو ادارو خپلواکه او لوړه ګڼي، د دوی د معلوماتو له مخې؛ ددې ادارې مسوولين په مستقيم ډول د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته ځواب ورکوونکي دي.

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو يو مدني فعال د فیسبوک د يوه کمېنټ پر سر بندي کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۷ GMT+۰

په کندهار کې د یو مدني فعال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو عبدالحکيم الفت په ټولنیزو رسنيو کې د یو کمېڼټ له امله نیولی او زنداني کړی یې دی. د الفت کورنۍ زیاتوي، چې نوموړی یې اته ورځې وړاندې د کندهار عینو مېني له ښارګوټي څخه وړی دی.

په کندهار کې د مدني فعال عبدالحکیم الفت کورنۍ نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ مه ) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي یوه طالب پلوه ته په کمېنټ کې د نجونو د بندو ښوونځيو، د لوړو زده کړو د بندو مرکزونو، پر ډېورنډ کرښه د افغان مېرمنو د ځورونو، د زياتو اقتصادي ستونزو او د بې دندو ځوانانو اړوند يو کمېنټ کړی و.

100%

د الفت کورنۍ وايي، چې څو ځله مشران د استخباراتو ادارې ته ورغلي او يوازې ورته د ژر خوشې کولو ډاډ ورکول شوی دی.

عبدالحکیم الفت د ټولنيزو رسنيو فعال و، چې د طالبانو واک لاندې یې هم د خلکو د ستونزو په اړه لیکل کول.

د طالبانو د استخباراتو ادارې تر اوسه د هغه د نیولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغه ډلې په افغانستان کې بیان ازادي او رسنیو باندې محدودیتونه ولګول.

طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او هېڅ رسنۍ د دغې ډلې په خلاف منفي راپورونه نه شي نشرولی؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم عام خلک له دغه کاره منع شوي دي.

تر اوسه پورې ګڼ شمېر ټولنیزو رسنیو فعالان شکنجه او زنداني کړې دي.

د یو شمېر کورنیو شکایت؛ طالبانو د جلال اباد پارکونو کې ښځې له ورزش او پلي ګرځېدو منع کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په جلال اباد ښار کې یو شمېر کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د عیدګاه جومات پارک کې ښځې له ورزش او پلي کرځېدو څخه منع کړې دي. د جلال اباد اوسېدونکي زیاتوي؛ زیاتره ښځې له خپلو محرمو سره د پلې ګرځېدو لپاره راغلې وې، مګر بیا هم د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېده.

په جلال اباد کې یو شمېر کورنیو نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ مه ) وویل، چې د روغتیايي لارښونو له مخې زیات شمېر ښځې پارک ته د پلي کرځېدو لپاره راځي.

دوي وايي؛ په دغو ښځو کې ډلې - ډلې سپین سرې هم وې، چې کلونه - کلونه یې په دغه پارک کې د سهار له لمانځه وروسته پلي کرځیدلې.

دوی زیاتوي؛ د جلال اباد عیدګاه پارک په دروازو کې له ښځو سره د طالبانو امربالمعروف کسانو چلند غیر اسلامي او افغاني وه.

طالبانو د بیا ځلي واک ته له رسېدو سره دغې ډلې پر افغانانو او په ځانګړي ډول پر ښځو بېلابیل محدودیتونه واضع کړل.

له دې محدودیتونو یې یو هم ښځې له تفریحي پارکونو ته له ورتګ منع کول دي.

په لومړي ځل د دې ډلې واک ته رسېدو څخه څو میاشتې نه وې تېرې شوې، چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسیبونو په پلازمینه کابل کې ښځې پارکونو ته ورتک څخه منع کړې؛ خو د هر ورځې په تېرېدو سره د طالبانو بېلابېل محدودیتونه ولایتونو ته هم د پراخېدو په حال کې دي.