• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو يو مدني فعال د فیسبوک د يوه کمېنټ پر سر بندي کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۶ GMT+۰

په کندهار کې د یو مدني فعال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو عبدالحکيم الفت په ټولنیزو رسنيو کې د یو کمېڼټ له امله نیولی او زنداني کړی یې دی. د الفت کورنۍ زیاتوي، چې نوموړی یې اته ورځې وړاندې د کندهار عینو مېني له ښارګوټي څخه وړی دی.

په کندهار کې د مدني فعال عبدالحکیم الفت کورنۍ نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ مه ) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي یوه طالب پلوه ته په کمېنټ کې د نجونو د بندو ښوونځيو، د لوړو زده کړو د بندو مرکزونو، پر ډېورنډ کرښه د افغان مېرمنو د ځورونو، د زياتو اقتصادي ستونزو او د بې دندو ځوانانو اړوند يو کمېنټ کړی و.

100%

د الفت کورنۍ وايي، چې څو ځله مشران د استخباراتو ادارې ته ورغلي او يوازې ورته د ژر خوشې کولو ډاډ ورکول شوی دی.

عبدالحکیم الفت د ټولنيزو رسنيو فعال و، چې د طالبانو واک لاندې یې هم د خلکو د ستونزو په اړه لیکل کول.

د طالبانو د استخباراتو ادارې تر اوسه د هغه د نیولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغه ډلې په افغانستان کې بیان ازادي او رسنیو باندې محدودیتونه ولګول.

طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او هېڅ رسنۍ د دغې ډلې په خلاف منفي راپورونه نه شي نشرولی؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم عام خلک له دغه کاره منع شوي دي.

تر اوسه پورې ګڼ شمېر ټولنیزو رسنیو فعالان شکنجه او زنداني کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د یو شمېر کورنیو شکایت؛ طالبانو د جلال اباد پارکونو کې ښځې له ورزش او پلي ګرځېدو منع کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په جلال اباد ښار کې یو شمېر کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو د عیدګاه جومات پارک کې ښځې له ورزش او پلي کرځېدو څخه منع کړې دي. د جلال اباد اوسېدونکي زیاتوي؛ زیاتره ښځې له خپلو محرمو سره د پلې ګرځېدو لپاره راغلې وې، مګر بیا هم د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېده.

په جلال اباد کې یو شمېر کورنیو نن دوشنبه ( د لیندۍ ۶ مه ) وویل، چې د روغتیايي لارښونو له مخې زیات شمېر ښځې پارک ته د پلي کرځېدو لپاره راځي.

دوي وايي؛ په دغو ښځو کې ډلې - ډلې سپین سرې هم وې، چې کلونه - کلونه یې په دغه پارک کې د سهار له لمانځه وروسته پلي کرځیدلې.

دوی زیاتوي؛ د جلال اباد عیدګاه پارک په دروازو کې له ښځو سره د طالبانو امربالمعروف کسانو چلند غیر اسلامي او افغاني وه.

طالبانو د بیا ځلي واک ته له رسېدو سره دغې ډلې پر افغانانو او په ځانګړي ډول پر ښځو بېلابیل محدودیتونه واضع کړل.

له دې محدودیتونو یې یو هم ښځې له تفریحي پارکونو ته له ورتګ منع کول دي.

په لومړي ځل د دې ډلې واک ته رسېدو څخه څو میاشتې نه وې تېرې شوې، چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسیبونو په پلازمینه کابل کې ښځې پارکونو ته ورتک څخه منع کړې؛ خو د هر ورځې په تېرېدو سره د طالبانو بېلابېل محدودیتونه ولایتونو ته هم د پراخېدو په حال کې دي.

نبیل: طالبان د تاکتیکي اټومي وسلو د ترلاسه کولو په اړه څېړنه کوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وايي؛ داسې راپورونه لري چې د طالبانو یوه ډله د تاکتیکي اټومي وسلو د ترلاسه کولو په اړه څېړنه کوي. رحمت الله نبیل وايي، چې ښايي طالبان دا وسلې له پاکستانه واخلي او یا یې د ترلاسه کولو لپاره انجینرانو ته پیسې ورکړي.

ښاغلي نبیل د تاجکستان په دوشنبه کې د هرات د امنیتي کنفرانس په ۱۱مه غونډه کې وویل؛ سیمه د طالبانو په اړه د پوهاوي، لید او اجماع له نشتوالي سره مخ ده.

د هغه په ​​​​وینا: "نظرونه ډېر توپیر لري؛ ځینې ​​یې افغانستان ته د یوه تور سیوري په سترګه ګوري او ځینې یې د فرصت په توګه ګوري. په همدې حال کې د افغانستان د بېرته راستنېدو لاره خپلو خلکو ته د دې مختلف نظرونو حل ته اړتیا لري".

د هرات یولسم امنیتي کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د لیندنۍ په شپږمه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د یو شمېر طالب ضد شخصیتونو، کارپوهانو او سیاستوالو په شتون کې جوړ شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار د هرات په امنیتي کنفرانس کې له امریکا او ناټو وغوښتل چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په پایلو کې خپله ونډه ومني.

رنګین دادفر سپنتا په افغانستان کې د وضعیت د سمولو لپاره د نړۍوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي سپنتا "د خپلو بشري حقونو د خلاصون او بشپړولو لپاره د افغانو ښځو پرمختللې مبارزې" ستاینه وکړه او دا یې "د ازادۍ، عدالت او ډېموکراسۍ لپاره د خلکو د مبارزې تر ټولو سپېڅلې سمبول" وباله.

د افغانستان دغه پخواني امنیتي چارواکي وویل: " له ظلم او استبداد سره زموږ د خلکو مبارزه دوام لري او د ازادۍ او عدالت تر لاسته راوړلو پورې به دوام ومومي".

هغه زیاته کړه: "حقیقت دا دی چې طالبان د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بې کفایتۍ او په نړۍوال سیاسي نظام کې د جوړښتي بدلونونو او د نړۍ په کچه د نویو ستراتیژیکو غوښتنو په پایله کې واک ته ورسېدل".

دغه پیژندل شوي افغان سیاستوال ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک د خپلواکۍ، د قانون د حاکمیت، سیاسي او ټولنیز امنیت د نشتوالي او له اقتصادي ودې، کلتوري برابرۍ او قومي او ژبني مساواتو د محرومیت په درد اخته دي.

ښاغلي سیپنتا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا امنیت شورا ته د استول شوي راپور په اړه هم غبرګون وښود.

د هغه په ​​وینا؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیر اوغلو له خوا چمتو شوی راپور د پام وړ دی او په هغه کې داسې ټکي شته چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره باید په پام کې ونیول شي.

خو ښاغلي سپنتا وویل، چې د دې پلان د وړاندې کولو لپاره د فریدون سینیر اوغلو لپاره اړینه نه وه، چې طالبان سپین کړي.
​

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د "پوليو څخه پاک افغانستان" په نوم موسسې اعلان کړى، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيلوي.

د دې ادارې لخوا د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه د خپاره شوي پیغام له مخې: «نن به د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.»

د پولیو واکسین د تطبیق دغه کمپاین چې په کومو ولایتونو کې به د "پولیو څخه پاک افغانستان" موسسې له خوا پیلیږي لا نه ده معلومه.

په همدې حال کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين د ماشومانو د اړتياوو او د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه په بېلابېلو ولايتونو کې پيلېږي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د روغتيايي برخې مسولانو په دغه ولايت کې تر يو ميليون زياتو ماشومانو ته د پوليو واکسين د اوه ورځني کمپاين د پيل خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو له پاره هڅې روانې دي خو تر اوسه هم دغه دواړه هیوادونه د دې ناروغۍ له امله اغیزمنې دي.

یوازې په روان کال کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان روغتيایي سکټور هم له ګڼو ننګونو سره مخ شوی، د معلوماتو پر بنسټ، د اداري فساد او د بودجې د نشتوالي له امله يې ډېر کارونه ټکني شوي دي.

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر: د ۲۰۲۴ کال تر جنوري میاشتې به یو میلیون کډوال له پاکستانه وباسو

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅګزي وايي، په تېرو څلورو اونیو کې يې څلور لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي او د کډوالو اېستلو په «پالیسي کې هیڅ نرمښت نه راولي.»

نوموړي د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۶مه) د پاکستان دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې، د پاکستان حکومت پلان لري، د روان کال تر ورستیو پورې یو میلیون هغه کډوال چې په دغه هیواد کې د اوسېدو له اسنادو پرته اوسیږي باسي.

د نوموړي په خبره په دغه یو میلیون کډوالو کې ۹۵ سلنه یې افغانان دي.

جان اڅګزی وايي، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه یې څلور لکه افغان کډوال اېستلي دي.

نوموړی وايي په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکو ټولو کډوالو په اړه یې پالیسي روښانه ده او هیڅ نرمښت پکې نه راولي: «موږ چې کوم هدف ټاکلی دی هغه به پوره کوو او په دې برخه کې اته ادارې کار کوي، دا لومړی ځل دی چې د کډوالو په اړه موږ داسې پالیسي غوره کوو او دا د پاکستان حکومت پرېکړه ده موږ غواړه چې پاکستان ارام کړو او داسې هیواد باید ولرو چې دلته د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته باید څوک ونه اوسیږي.»

جان اڅګزی په دغه تازه مرکه کې یو ځل بیا وايي، چې د افغانستان له لوري پاکستان د ستر امنیتي ګواښ سره مخ دی.

نوموړی وایي هغه بریدونه چې د تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې ترسره شوي د افغانانو له لوري شوي دي.

نوموړی وايي: «کومه تمه چې موږ د افغانستان څخه لرله هغه طالبان چې دوی په دوحه کې ژمنې کړې وې چې هیڅ هیواد ته به د دوی له لوري ګواښ نه پیښږي خو هغسې و نه شول د یوه کال په اوږدو کې په پاکستان کې ۲۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي او په دغه بریدونو کې ۱۴یې افغانانو کړي دي.»

د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان آڅګزي د یادو څرګندونو په اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ویلي.

د طالبانو مخالفو څېرو د دویم ځل له پاره له افغانستانه بهر د هرات امنیتي کنفرانس پیل کړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۱ GMT+۰

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس چې د دویم ځل له پاره له افغانستانه بهر د تاجکستان په پلازمېنه کې ترسره کیږي، له شلو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او د افغانستان سیاسي ډلو ۱۵۰ کسان پکې ګډون لري. دغه غونډه چې د دوه ورځو له پاره به دوام ولري ګډونوال یې د افغانستان پر وضیعت خبرې کوي.

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس د افغانستان د ملي سرود پر ځای په یوه حماسي سندره پیل شو.

رنګین دادفر سپنتا د هرات په امنیتي کنفرانس کې په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو کړنلارې په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول جوړجاړیو د اغیزمنتیا په اړه یې شکونه او اندېښنې څرګندې کړې.

نوموړي په افغانستان کې د بېلابېلو ټولنیزو، کلتوري او توکمیزو جوړښتونو ته په درناوي، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او رښتینې سولې د ټینګښت له پاره د یوې منسجمې او هراړخیزې هڅې پر اهمیت ټینګار وکړ:«د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط او طالبانو ته له تسلیمېدو دوه کاله او درې میاشتې تېرېږي په دې موده کې لسګونه زره لوستي او روزل شوي هیوادوال له هیواده تېښتې ته اړ شول، په زرګونو افغان نارینه او ښځې زنداني شوي، شکنجه شوي او ځورول شوي دي.»

هغه وړاندې وويل: «زموږ هېواد د ښځو د آزادۍ او د خپلو بشري حقونو د تحقق له پاره د زړورتیا مبارزه زموږ د خلکو د ازادۍ او دموکراسۍ د مبارزې تر ټولو سپېڅلې سمبول او څرګندونه ده.»

هغه وويل:«له ظلم او وحشت سره سره زموږ د خلکو مبارزه دوام لري او تر هغې به دوام وکړي تر څو چې ازادي او عدالت نه وي تر لاسه شوی.»

ښاغلی سپنتا د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کې د برابری، ټولیز عدالت او د قانون حاکمیت په برخو کې له ګاونډیو هیوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي.« تاسو باید یو نوی داستان جوړ کړئ چې بنسټ یې په لاندې اصولو او ارزښتونو ولاړ وي:

«د خلکو بې له شکه حاکمیت، د اساسي قانون درلودل چې د اتباعو د اساسي حقونو او آزادیو پر بنسټ ولاړ وي، د ښځو او نارینه وو تر منځ د برابرۍ غیر مشروط منل، د بشري حقونو غیر مشروطه رعایت، د هیواد د قومي او کلتوري تنوع منل، د اوسني مرکزيت کمول، د هیواد د حقوقو او حقوقي نظام پراخه رسمي کول "د خلکو په یووالی او د افغانستان په نه ویشلو باندې د بې دلیل ټینګار.»

د هرات د یوولسمي غونډي بل ګډونوال د افغانستان د تیر حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په دغه غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، داسې معلومات په لاس کې لري چې طالبان هڅه او څیړنه کوي چې څنګه وکولای شي چې تاکتیکي اټومي وسلې ترلاسه کړي.

ښاغلی نبیل وايي: «زه داسې معلومات لرم چې د طالبانو یوه ډله په دې لټه کې ده چې څنګه تاکتیکي اټومي وسلې ترلاسه کړي، او دوی کولی شي له پاکستان څخه ترلاسه کړي او یا هم د دې وسلو تر لاسه کولو له پاره انجینرانو ته پسي ورکړي.»

همدارنګه نوموړی وايي، «سیمه د طالبانو په اړه د پوهاوي، بصیرت او اجماع له نشتوالي سره مخ ده. نظرونه ډېر متفاوت دي ځینې افغانستان ته د یو تورتم په توګه ګوري او ځینې یې د فرصت په توګه ګوري.»

د نوموړي په خبره افغانستان د راستنېدو په لاره کې خپلو خلکو ته اړتیا لري چې دا بیلابیل نظرونه حل کړي.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان پښتون سیاستوال محسن داوړ هم ګډون کړی نوموړی وايي: «طالبان له بهرنیانو د رسمیت پيژندلو غوښتونکي دي، خو د افغانانو له لوري په رسمیت پيژندلو ته پام نه کوي.»

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس به د دوه ورځو له پاره دوام وکړي او په دغه کنفرانس کې به طالب ضد څیرې د افغانستان په اړه خبرې کوي.