د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو

د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د "پوليو څخه پاک افغانستان" په نوم موسسې اعلان کړى، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيلوي.

د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د "پوليو څخه پاک افغانستان" په نوم موسسې اعلان کړى، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين پيلوي.
د دې ادارې لخوا د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) په اېکس ټولنیزه پاڼه د خپاره شوي پیغام له مخې: «نن به د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.»
د پولیو واکسین د تطبیق دغه کمپاین چې په کومو ولایتونو کې به د "پولیو څخه پاک افغانستان" موسسې له خوا پیلیږي لا نه ده معلومه.
په همدې حال کې د پوليو واکسين د تطبيق کمپاين د ماشومانو د اړتياوو او د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه په بېلابېلو ولايتونو کې پيلېږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د روغتيايي برخې مسولانو په دغه ولايت کې تر يو ميليون زياتو ماشومانو ته د پوليو واکسين د اوه ورځني کمپاين د پيل خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د بشپړ له منځه وړلو له پاره هڅې روانې دي خو تر اوسه هم دغه دواړه هیوادونه د دې ناروغۍ له امله اغیزمنې دي.
یوازې په روان کال کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان روغتيایي سکټور هم له ګڼو ننګونو سره مخ شوی، د معلوماتو پر بنسټ، د اداري فساد او د بودجې د نشتوالي له امله يې ډېر کارونه ټکني شوي دي.


د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅګزي وايي، په تېرو څلورو اونیو کې يې څلور لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي او د کډوالو اېستلو په «پالیسي کې هیڅ نرمښت نه راولي.»
نوموړي د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۶مه) د پاکستان دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې، د پاکستان حکومت پلان لري، د روان کال تر ورستیو پورې یو میلیون هغه کډوال چې په دغه هیواد کې د اوسېدو له اسنادو پرته اوسیږي باسي.
د نوموړي په خبره په دغه یو میلیون کډوالو کې ۹۵ سلنه یې افغانان دي.
جان اڅګزی وايي، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه یې څلور لکه افغان کډوال اېستلي دي.
نوموړی وايي په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکو ټولو کډوالو په اړه یې پالیسي روښانه ده او هیڅ نرمښت پکې نه راولي: «موږ چې کوم هدف ټاکلی دی هغه به پوره کوو او په دې برخه کې اته ادارې کار کوي، دا لومړی ځل دی چې د کډوالو په اړه موږ داسې پالیسي غوره کوو او دا د پاکستان حکومت پرېکړه ده موږ غواړه چې پاکستان ارام کړو او داسې هیواد باید ولرو چې دلته د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته باید څوک ونه اوسیږي.»
جان اڅګزی په دغه تازه مرکه کې یو ځل بیا وايي، چې د افغانستان له لوري پاکستان د ستر امنیتي ګواښ سره مخ دی.
نوموړی وایي هغه بریدونه چې د تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې ترسره شوي د افغانانو له لوري شوي دي.
نوموړی وايي: «کومه تمه چې موږ د افغانستان څخه لرله هغه طالبان چې دوی په دوحه کې ژمنې کړې وې چې هیڅ هیواد ته به د دوی له لوري ګواښ نه پیښږي خو هغسې و نه شول د یوه کال په اوږدو کې په پاکستان کې ۲۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي او په دغه بریدونو کې ۱۴یې افغانانو کړي دي.»
د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان آڅګزي د یادو څرګندونو په اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ویلي.

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس چې د دویم ځل له پاره له افغانستانه بهر د تاجکستان په پلازمېنه کې ترسره کیږي، له شلو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او د افغانستان سیاسي ډلو ۱۵۰ کسان پکې ګډون لري. دغه غونډه چې د دوه ورځو له پاره به دوام ولري ګډونوال یې د افغانستان پر وضیعت خبرې کوي.
د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس د افغانستان د ملي سرود پر ځای په یوه حماسي سندره پیل شو.
رنګین دادفر سپنتا د هرات په امنیتي کنفرانس کې په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو کړنلارې په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول جوړجاړیو د اغیزمنتیا په اړه یې شکونه او اندېښنې څرګندې کړې.
نوموړي په افغانستان کې د بېلابېلو ټولنیزو، کلتوري او توکمیزو جوړښتونو ته په درناوي، په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او رښتینې سولې د ټینګښت له پاره د یوې منسجمې او هراړخیزې هڅې پر اهمیت ټینګار وکړ:«د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له سقوط او طالبانو ته له تسلیمېدو دوه کاله او درې میاشتې تېرېږي په دې موده کې لسګونه زره لوستي او روزل شوي هیوادوال له هیواده تېښتې ته اړ شول، په زرګونو افغان نارینه او ښځې زنداني شوي، شکنجه شوي او ځورول شوي دي.»
هغه وړاندې وويل: «زموږ هېواد د ښځو د آزادۍ او د خپلو بشري حقونو د تحقق له پاره د زړورتیا مبارزه زموږ د خلکو د ازادۍ او دموکراسۍ د مبارزې تر ټولو سپېڅلې سمبول او څرګندونه ده.»
هغه وويل:«له ظلم او وحشت سره سره زموږ د خلکو مبارزه دوام لري او تر هغې به دوام وکړي تر څو چې ازادي او عدالت نه وي تر لاسه شوی.»
ښاغلی سپنتا د خپلو خبرو پرمهال په افغانستان کې د برابری، ټولیز عدالت او د قانون حاکمیت په برخو کې له ګاونډیو هیوادونو د همکارۍ غوښتنه کوي.« تاسو باید یو نوی داستان جوړ کړئ چې بنسټ یې په لاندې اصولو او ارزښتونو ولاړ وي:
«د خلکو بې له شکه حاکمیت، د اساسي قانون درلودل چې د اتباعو د اساسي حقونو او آزادیو پر بنسټ ولاړ وي، د ښځو او نارینه وو تر منځ د برابرۍ غیر مشروط منل، د بشري حقونو غیر مشروطه رعایت، د هیواد د قومي او کلتوري تنوع منل، د اوسني مرکزيت کمول، د هیواد د حقوقو او حقوقي نظام پراخه رسمي کول "د خلکو په یووالی او د افغانستان په نه ویشلو باندې د بې دلیل ټینګار.»
د هرات د یوولسمي غونډي بل ګډونوال د افغانستان د تیر حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په دغه غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، داسې معلومات په لاس کې لري چې طالبان هڅه او څیړنه کوي چې څنګه وکولای شي چې تاکتیکي اټومي وسلې ترلاسه کړي.
ښاغلی نبیل وايي: «زه داسې معلومات لرم چې د طالبانو یوه ډله په دې لټه کې ده چې څنګه تاکتیکي اټومي وسلې ترلاسه کړي، او دوی کولی شي له پاکستان څخه ترلاسه کړي او یا هم د دې وسلو تر لاسه کولو له پاره انجینرانو ته پسي ورکړي.»
همدارنګه نوموړی وايي، «سیمه د طالبانو په اړه د پوهاوي، بصیرت او اجماع له نشتوالي سره مخ ده. نظرونه ډېر متفاوت دي ځینې افغانستان ته د یو تورتم په توګه ګوري او ځینې یې د فرصت په توګه ګوري.»
د نوموړي په خبره افغانستان د راستنېدو په لاره کې خپلو خلکو ته اړتیا لري چې دا بیلابیل نظرونه حل کړي.
په دغه کنفرانس کې د پاکستان پښتون سیاستوال محسن داوړ هم ګډون کړی نوموړی وايي: «طالبان له بهرنیانو د رسمیت پيژندلو غوښتونکي دي، خو د افغانانو له لوري په رسمیت پيژندلو ته پام نه کوي.»
د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس به د دوه ورځو له پاره دوام وکړي او په دغه کنفرانس کې به طالب ضد څیرې د افغانستان په اړه خبرې کوي.

په پیښور کې مېشت افغان کډوال وایي چې د اوسېدو له اسنادو سره سره يې هم پولیس بې ځایه ځوروي، وخت ناوخت چاپې پرې وهي او بیا پیسې ترې اخلي. دوی وايي، هغه چې د اوسېدو اسناد نه لري خو هسې هم اېستل کیږي او چې اسناد هم ولري پولیس د پیسو په بهانه خلک کړوي او پیسې ترې اخلي.
ځينې اسناد لرونکو کډوالو د افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې دوی هم افغانستان ته د ستیندو اراده کړې ځکه چې اوس ورته د کډوالو کارډونو په لرلو سربېره دلته ژوند ګران شوی.
د پیښور حیات آباد تاڼې مسول حشمت خان رسنیو ته ویلي چې دوی یوازې بې اسناده افغان کډوال نیسي او له نورو سره کار نه لري: «موږ هیڅوک هم بې ځایه نه دی ځورولی او په موږ لګول شوي د پیسو اخیستو تورونه ناسم دي»
د پاکستان حکومت له خوا بهرنیو کډوالو ته له دغه هيواده دوتو وخت د اکتوبر په ۳۱ نیټه ختم شوی.
د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې په تورخم او چمن کې د بې اسناده افغان کډوالو افغانستان ته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده او په زرګونه کورنۍ له دغو لارو خپل هیواد ته ستنې شوې دي.

طالبان وايي د فراه ولایت ٧٨ میل بندر کې په تېرو دوو ورځو کې ٤٣ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ایران ته وګرځول شول. د طالبانو تر واک لاندې سټنډرډ ملي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه بې کیفیټه تېل د یاد بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېدل چې مخه یې ونیول شوه.
د یادې ادارې په باور، د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي له پاره په جدیت سره عملي ګامونه پورته کوي او دوی له ټولو سوداګرو غواړي چې هیواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.
خبرپاڼه د طالب چارواکو له قوله زیاتوي، هغه سوداګر چې د بې کیفیته توکو له واردولو لاس وانخلي له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د ایران له لوري افغانستان ته لسګونه ټانکره بې کیفیته تېل صادر شوي، چې د افغانستان له خوا بېرته ورګرځول شوي دي.

د ښځینه خبریالانو د ستونزو په اړه د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ له ۲۰۰ خبریالانو څخه د نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې. دغه بنسټ په ټول هیواد کې له ۲۰۰ ښځینه خبریالانو سره د خبریالانو پر روان وضعیت خبرې کړې او د دې نظرپوښتنې پایلې یې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) خپرې کړې.
د افغانستان د ښځینه خبریالانو د بنسټ مشره مینه حبیب وایي، دا ټولپوښتنه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ننګونو د څیړلو او د دغه حالت د کابو کولو له پاره د حل لارې موندلو په موخه ترسره شوې ده.
له دغو ۲۰۰ ښځینه خبریالانو څخه ۴۵ سلنه یې وزګارتیا تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.
یو شمیر کورنۍ او بهرنۍ ادارې هڅه کوي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه زیات شي، خو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله دغه خبریالانې په اوسنیو شرایطو کې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي چې، دوی په ژورنالیستیکي فعالیتونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د طلوع نیوز ویانده هوسۍ احمدزۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې: «د افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې په رسنیو کې کار کول اسانه کار نه دی، موږ له دومره بندیزونو سره سره بیا هم کار کوو او اوس وخت کې د ښځینه خبریالانو کار کول یوه لویه میړانه ده.»
يوه بله خبرياله شبنم شهرزاد چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي وايي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا د لګول شويو بنديزونو له امله يې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره ده.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې وویل: «د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ننګونې په کور کې کیناستل، وزګارتیا، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د کار د امنیت نشتوالی او له ښځینه خبریالانو سره دوه ګونی چلند دی.»
میرمن شهرزاد ددغو ستونزو پر حل د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې: «موږ او د خبریالانو ملاتړي ادارې د ښځینه خبریالانو پروړاندې د سختو بندیزونو له امله اندېښمن یو.»
اخوا په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو د اندېښنو په دوام، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۰۸ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د «نی» بنسټ د مالوماتو پر اساس، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پنځوس سلنه رسنۍ غیر فعاله شوي او نږدې اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر مسلکي کادرونه هم له افغانستانه وتلي چې د رسنیو له پاره یې لویه تشه رامنځته کړې ده.