• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د۲۰۲۲ کال د سپټمبر پر۱۹مه، بشر نورزی په داسې حال کې له الوتکې راکوز شو، چې طالبانو یې غاړې ته د ګلونو امېلونه اچول. په هوايي ډګر کې د طالبانو مخپټو وسله والو د هغه هرکلی وکړ او د استخباراتو ځانګړې قطعې یې امنیت نیولی و.

د دې صحنې په منځ کې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، چې له نورزي سره پخوانۍ شخصي او سوداګریزې اړیکې لري، له الوتکې لاندې د هغه هرکلي او بدرګې ته ولاړ و.

نورزي څو ورځې وروسته کابل پرېښود. د سپټمبر پر۲۴مه هغه کندهار ته ولاړ، چې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده سره بیعت وکړي. په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې یې د طالبانو ځانګړو ځواکونو د هرکلي امنیت نیولی و او وروسته منډیګک ماڼۍ ته لاړ.

له بیعت او په کندهار کې له څو ورځې تم کېدا وروسته نوموړی د سپین بولدک له لارې کوټې ته لاړ او زر بېرته افغانستان ته راوګرځېد.

د طالبانو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «ملاهبت الله له هغه غوښتل چې له امارت سره د کانونو او د نفتو په برخو کې کار وکړي».

100%
د ۲۰۲۲۲ کال په سپټمبر کې په کندهار کې له بشر نورزي نه د طالبانو د چارواکو ځانګړی هرکلی
د ۲۰۲۲۲ کال په سپټمبر کې په کندهار کې له بشر نورزي نه د طالبانو د چارواکو ځانګړی هرکلی

ددې سرچینې د ادعا له مخې، ملاهبت الله د کانونو او پټرولیم وزارت ته شفاهي امر کړی و چې پر پخوانیو قراردادونو له سره کتنه وکړي او د وزارت ځینې مهم قراردادونه د بشر نورزي له لارې ترسره شي.

د سرچینې په وینا، بشر نورزی د طالبانو او ځینو بهرنیو کمپنیو ترمنځ د منځګړیتوب رول ادا کوي او په دې برخه کې دی خپله ځانګړې مالي ونډه لري. په دې کې د افچین شرکت نوم هم اخېستل کیږي، چې بشر نورزي له یوه چینايي شرکت سره یوځای جوړ کړی دی.

د سرو زرو په کانونو کې ونډه

د بدخشان د سرو زرو په کانونو کې یوې بوختې سرچېنې، چې له کندهار سره تړاو لري، وویل، حاجي بشر نورزی د تخار او بدخشان د طلا د کانونو او د شمال د نفتو په ځینو اقتصادي ساحو او له چینایي شرکتونو سره د کانونو په ځینو تړونونو کې ښکېل دی.

یو طالب چارواکی، چې د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت الله بدري او بشر نورزي سره یې بدخشان ته ګډ سفرونه کړي، ادعا کوي چې د نورزي د سفرونو پر مهال د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب نوموړي ته د سفر لپاره چورلکه په واک کې ور کوي.

د هغه په وینا، «نورزی نه یوازې د کانونو په رسمي قراردادونو کې ونډه لري، بلکې د حیرتان بندر له لارې د روسیې او ترکمنستان د تېلو د وارداتو په بهیر کې هم ښکیل دی».

په ورته ډول، د پخوانیو اړیکو له مخې ادعا کېږي چې نورزی د ملا محمد عمر له وخت څخه د طالبانو له مشرانو سره نږدې پاتې شوی او په کابل کې د طالبانو پر ځینو لوړپوړو کړیو نفوذ لري.

په افغانستان کې د دوو بهرنیو شرکتونو استازو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، «په تخار او بدخشان کې، چې د کانونو کوم تړونونه شوي او یا هم کېږي، ډېری د بشر نورزي له لارې کېږي».

100%
د طالبانو د کانونو چارو وزیر هدایت الله بدري د بشر نورزي نږدې ملګری بلل کیږي او هرکلي ته یې هم کابل هوايي ډګر ته ورغلی و

د سرچینو په وینا، نورزی اوسمهال په کویټه کې د استوګنې کورونه او جایدادونه لري او د راپورونو له مخې د هغه د کورنۍ غړي هم هلته مېشت دي. یو طالب چارواکی، چې له نومښودنې ډډه کوي، ادعا کوي چې «د سفرونو پر مهال یې د نورزي په جېب کې پاکستانی شناختي کارت لیدلی» خو د افغان تذکرې لرل یې نه دي تایید شوي.

د ځینو سرچینو له مخې، شاوخوا ۶۵ کلن نورزی د پاکستان له استخباراتي کړیو سره د نږدې اړیکو له امله د سرو زرو د غیر قانوني لېږد او قاچاقي شبکو مدیریت پرغاړه لري. د دغو سرچینو په وینا، « د بشر نورزي یو زوی د طلا په قاچاق کې رول لري او په خپلو زرهي موټرو کې طلا د کندهار له لارې پاکستان ته قاچاق کوي».

دې سرچینې وویل، چې نورزي تر خوشې کېدو وروسته جوته پانګه نه لرله، خو په وروستیو کلونو کې یې د شتمنۍ د زیاتوالي ادعا شوې چې د کانونو او نفتو له قراردادونو سره تړاو ورکول کېږي.

نورزي او د هغه زوی دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سرو زرو او نفتو پر کانونو وروستۍ شخړې د طالبانو مشرتابه، په ځانګړې توګه هبت الله اخوندزاده ته زیانناکې تمامې شوې دي. دې شخړو نه یوازې دا، چې د طالبانو د کانونو د قراردادونو شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستی، بلکې ددې ډلې په لیکو کې یې خپلمنځي شخړې او د عوایدو د سرچینو پر سر ناندرۍ هم را پارولې دي.

ملاهبت الله ته ځینې نږدې سرچینې په دې باور دي، چې د کانونو د کیندنې او عوایدو پر سر د هغه او بشر نورزي ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې سړې شوې دي.

د سرچینو په وینا، د سرو زرو کانونو او د نفتو د استخراج په برخو کې د بشر نورزي ځینې خپلسرۍ ددې لامل شوې، چې ملاهبت الله په نږدې ورځو کې د کانونو او نفتو په برخو کې ځینې نوې پرېکړې وکړي او د هغه واکونه محدود کړي.

ملا هبت الله اخوندزاده په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ، چې د کانونو او سرو زرو د مینځنې په برخه کې یې ځینې قیودات وضع کړي، خو په دغو قیوداتو کې مشخص داسې څه نه ښکاري، چې د بشر نورزي چارې محدودې کړي. د دغه فرمان یوه ماده د کانونو قراردادونه د طالبانو د کانونو په وزارت پورې تړي، چې وزیر یې د بشر نورزي تر ټولو نږدې ملګری ګڼل کیږي.

هبت الله اخوندزاده د بشر نورزي د ډلې پر غیر قانوني کیندنو او بهر ته د پانګې پر لیږدونې ناخوښه دی.

له یو طالب چارواکي څخه مو پوښتنه وکړه، چې ولې ملاهبت الله بشر نورزي ته دومره واک ورکړ؟ د هغه ځواب دا و، چې « د هغه پر تندي دا نه وو لیکلي، چې هغه به خیانت کوي».

د یاد طالب چارواکي په وینا، «ملاهبت الله په دې خبر شوی چې بشر نورزی خپله پانګه پاکستان ته لېږدوي او د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یې ځینې کسان په دې ګومارلي، چې طلا او نورې قیمتي ډبرې له غیر قانوني کېندونکو واخلي او بیا یې وروسته په غیرقانوني ډول قاچاق کوي. د امارت خزانې ته هم ونډه نه تحویلوي».

بشر نورزی د طالبانو په واکمنۍ کې هېڅ رسمي دنده نه لري خو په ډېرو رسمي غونډو کې د قومي مخور په نامه ګډون کوي. هغه د دیني زده کړو له پلوه مولوي یا شیخ نه دی او ځان سوداګر بولي.

په کندهار کې یوه پخواني افغان چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې بشر نورزي د کانونو او نفتو له تړونونو وروسته په کمه موده کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړه کړې او ددې مدرسې سرپرستي هم پخپله کوي.

هغه له امریکايي زندان نه تر خوشې کېدو وروسته، اوس بېرته په یوه شتمنه څېره بدل شوی او خپلو نږدې کسانو او ساتونکو ته لوړ معاشونه ور کوي او ځینو ته یې د ودونو لګښتونه هم ور کړي دي.

د طالبانو دننه سرچینې وايي، ملاهبت الله د یوه امریکايي زنداني په بدل کې د نورزي خوشې کېدل د یو امتیاز په توګه ومنل او هغه ته یې د افغانستان په کانونو او نفتو کې د ونډې ورکولو اجازه ورکړه. دا پرېکړه د هغه د پخوانیو خدماتو په درناوي هم تعبیرېږي، ځکه نورزی د طالبانو د لومړیو کلونو په سختو ورځو کې له ملا محمد عمر سره نږدې پاتې شوی و او د وسلو، موټرسایکلونو او مالي مرستو په برابرولو سره یې د دې ډلې د بنسټ په پیاوړتیا کې ونډه لرله.

د ملا محمد عمر په کړۍ کې د نورزي رول څه و؟

حاجي بشر نورزی په ۱۹۶۱ کال کې د افغانستان په کندهار ولایت کې زېږېدلی دی. هغه له۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې د شوروي اتحاد د اشغال پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه. نوموړي طالبانو ته چاودېدونکي مواد، وسلې او ملېشه يي جنګیالي برابرول. نورزي له ملا محمد عمر سره د ۱۹۸۰یمو کلونو په ترڅ کې هغه مهال وپېژندل چې دواړو د مولوي خالص د ګوند په یوه جبهه کې ګډه جګړه کوله.

د۱۹۹۰مو کلونو په منځ کې، چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدل، د رپوټونو له مخې، نورزي د پاکستاني استخباراتو په مرسته له ملا عمر سره مرسته وکړه چې د طالبانو مشري په لاس کې واخلي.

وروسته هغه طالبانو ته وسلې برابرولې، چې کلاشنکوف، راکټ لانچرونه، د ټانک ضد وسلې او موټر پکې شامل وو او همداراز یې د نشه‌يي توکو د عوایدو یوه برخه هغوی ته ورکوله.

په ۲۰۰۱ کال کې، چې امریکا په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، نورزي د ملا عمر په غوښتنه ۴۰۰ خپل جنګیالي ورکړل، څو د متحدې جبهې پر ضد د مزار شریف په جګړه کې برخه واخلي.

د دې په بدل کې طالبانو نورزي ته اجازه ورکړه چې د نشه‌يي توکو کاروبار له خڼد او ځنډ پرته روان وساتي.

100%
په ۲۰۰۱ کال کې، چې امریکا په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل، نورزي د ملا عمر په غوښتنه ۴۰۰ خپل جنګیالي ورکړل، څو د متحدې جبهې پر ضد د مزار شریف په جګړه کې برخه واخلي.

ویل کېږي چې نورزی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د۱۱مې له پېښو وروسته په کوټه کې و او ژر وروسته افغانستان ته ستون شو. د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې هغه په سپین بولدک کې له هغو کسانو سره ولیدل چې ځانونه یې امریکایي پوځي چارواکي معرفي کړي وو.

د هغه د پخواني وکیل په وینا، نورزی کندهار ته بوتلل شو او هلته ترې امریکایانو شپږ ورځې اښتنې پوښتنې وکړې. هغه ورسره د همکارۍ موافقه وکړه او خوشې شو. وروسته د ۲۰۰۲ کال د جنوري په پای کې هغه په ۱۵ موټرو کې د طالبانو پټې وسلې، چې شاوخوا ۴۰۰ د الوتکې ضد توغندي پکې شامل وو، امریکایانو ته وسپارل.

د سرچینو په وینا، چې د امنیتي دلایلو له امله یې هویت پټ ساتل کیږي، امریکايي ځواکونو د حاجي بشر نورزي د لومړنۍ نیول کېدا پر مهال له هغه نه له ملا محمد عمر سره د اړیکو، د هغه د استوګنځای او د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه پوښتنې کولې، خو نورزي دغو پوښتنو ته منفي ځواب ورکړی و.

دغه راز له هغه څخه له القاعدې شبکې سره د احتمالي اړیکو په اړه هم پوښتنې شوې وې. نورزی له درې ورځني توقیف وروسته خوشې شو او د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته ولاړ.

وروسته، د ۲۰۰۵ کال په شاوخوا کې، د پاکستان د استخباراتي کړیو او ځینو امریکايي استازو له لوري هڅې وشوې چې هغه امریکا ته په سفر قانع کړي، په دې باور چې ګواکې دا سفر به له امریکايي چارواکو سره د هغه د اړیکو د بیا رغونې لپاره وي. د همدې هڅو په پایله کې هغه امریکا ته ولاړ.

۱۱ ورځې د امریکا په مجلل هوټل کې

د ۲۰۰۵ کال په اپرېل کې حاجي بشر نورزی د نیویارک ښار د منهاټن په ۳۷مه کوڅه کې د «Embassy Suites» هوټل په یوه خوندي پوړ کې و. له کابله تر نیویارک پورې د هغه اوږد سفر په باور و چې واشنګټن دی د یوه احتمالي همکار او داسې کس په توګه بللی، چې د طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه مهم معلومات لري.

په راتلونکو یوولسو ورځو کې، هغه له هوټله ونه وت. امریکایي استخباراتي او عدلي چارواکو هره ورځ ورسره لیدل او د افغانستان د جګړې، د ملا محمد عمر او اسامه بن لادن د احتمالي پټنځایونو او د اپینو او هیرویینو د قاچاق د شبکو په اړه یې ترې پوښتنې کولې. نورزي باور درلود چې هغه د امریکا لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي او دا به د همکارۍ یوه نوې دروازه پرانیزي.

خو د هغه دغه انګېرنه ډېر ژر سرچپه راوخته.

کله چې له هوټل نه د وتلو لپاره تیارېده، د امریکا د نشه‌يي توکو ضد ادارې یوه افسر ورته وویل چې نیول کېږي.

فدرالي څارنوالانو مخکې له مخکې مهر شوی تورلیک صادر کړی و او نورزی اوس د نشه‌يي توکو د نړیوال قاچاق د یوې پراخې دوسیې په مرکز کې ولاړ و.

نورزي وروسته وویل چې هغه دا خبره جدي نه وه ګڼلې او فکر یې کاوه چې ټوکه کوي. وروسته هغه د نیویارک په یوه زندان کې وساتل شو او د اوږدې محاکمې انتظار یې کاوه.

د ۲۰۰۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ د متحده ایالاتو لوی څارنوال ډېوېډ این. کېلي او د نشه يي توکو ضد ادارې (DEA)د نیویارک دفتر ځانګړي مشر جان پي. ګیلبراید اعلان وکړ چې بشر نورزی نیول شوی دی. پر هغه تور لګېدلی و چې امریکا ته یې د شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هیرویین قاچاق کړي دي.

د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۴ کال د جون پر لومړۍ نېټه نوموړی د نړۍ د مخدره موادو دمطلوبو قاچاقچیانو په لېست کې شامل کړی و.

د هغه له نیول کېدو وروسته د ډي اي اې مشرې کارن پي. ټانډي وویل: «د بشر نورزي نننۍ نیونه د افغان او امریکایي وګړو لپاره ستر بری دی. موږ یو ستر قاچاق وړونکی نیولی، چې د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو قاچاق یې تنظیم کړی و او افغانان یې ډېر وخت ځورولي دي».

د نیویارک په فدرالي محکمه کې د خلاص شوي تورلیک له مخې، له ۱۹۹۰ کال راهیسې بشر نورزي د هيرويینو د قاچاق د یوه نړیوال سازمان مشري کوله چې له افغانستان او پاکستان څخه یې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته تولید شوي هیرویین لېږدول.

100%
د ۲۰۰۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ د متحده ایالاتو لوی څارنوال ډېوېډ این. کېلي او د نشه يي توکو ضد ادارې (DEA) د نیویارک دفتر ځانګړي مشر جان پي. ګیلبراید اعلان وکړ چې بشر نورزی نیول شوی دی.

پر نورزي تور و، چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې یې په نیویارک ښار کې د نشه يي توکو د وېش یوه شبکه لرله چې د هغه تولید شوي هیروین یې پلورل. په ۲۰۰۸ کال کې د نیویارک مشهور جنایي وکیل ایوان فشر د هغه دفاع وکړه.د امریکا سرپرست څارنوال وویل چې د حاجي بشر نورزي نړیواله شبکه د طالبانو هغه رژیم تمویل کړ چې افغانستان یې د نړیوالې ترهګرۍ په مرکز بدل کړی و او دا میراث تر نن ورځې پورې سیمه بې ثباته کوي. څارنوال وویل چې دا حکم د نورزي اوږده جرمي سابقه پای ته رسوي.

په ۲۰۰۸ کې هغه مجرم وپېژندل شو او د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۳۰ نېټه قاضي ډیني چین هغه ته د عمري بند سزا واوروله.

نورزي په محکمه کې وویل چې هغه امریکا ته د استخباراتي همکارۍ په نامه په ټګۍ برګۍ راوستل شوی و. د هغه په وینا، امریکایي اجنټانو هغه ته د خوندي تګ ژمنه ورکړې وه، خو کله چې نیویارک ته ورسېد، لومړی یې په هوټل کې تر ۱۱ ورځو پورې پوښتنې ترې وکړې او وروسته یې ونیوه.

د هغه له نیول کېدو وروسته، د نشه‌یي توکو د نړیوالې شبکې مشري جمعه خان ته ورسېده، چې هغه هم په ۲۰۱۰ کال کې ونیول شو.

په ۲۰۲۰ کال کې راپورونه ورکړل شول، چې د ټرمپ اداره د هغه د خوشې کولو په اړه غور کوي، ځکه د افغانستان د سولې خبرې روانې وې.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.