سریلانکا کرېکټ بورډ په راتلونکي کال کې افغانستان سره ټېسټ، یو ورځینۍ او شل اوریزه لوبې کوي

د سریلانکا کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو ترسره کولو خبر ورکړی دی.

د سریلانکا کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ د (لېندۍ ۸مه) پر خپلې اېکس پاڼه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبو ترسره کولو خبر ورکړی دی.
د دغه هېواد کرېکټ بورد ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ، او درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
د سریلانکا کرېکټ بورډ د یادو لوبو کره نیټې نه دي اعلان کړي.
تر دې دمه د افغانستان کرېکټ بورډ له سریلانکا سره د لوبو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا افغانستان د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه، او ۱۷مه نېټه له هند سره درې نړۍوالې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

د متحده عربي اماراتو لس اوریز سوداګریز لیګ د کرېکټ تر ټولو چټکه بڼه ده او په دغه لیګ کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې د اتلولۍ ګتلو په موخه لوبېږي. دغه لس اوریز لیګ چې نن د سه شنبې په ورځ د (لېندۍ ۷مه) پیلیږي، په بېلابېلو لوبډلو کې له افغانستانه ۱۲ لوبغاړي لوبېږي.
په نړۍ کې د کرېکټ د چټکې بڼې دغه سوداګریز لیګ به دوولس ورځې دوام وکړي.
په دغه لیګ کې د اتو لوبډلو تر منځ ۳۲ سیالۍ ترسره کېږي او هره سیالي د ۹۰ دقیقو په موده کې ترسره کېږي.
د دغه لیګ لومړۍ سیالي نن سه شنبه د نیویارک سټرایکرز او ډیکن ګلېډیټرز تر منځ ترسره کېږي.
په دغه لیګ کې د نړۍ وتلي لوبغاړي شکیب الحسن، جېسن روی او کوټین ډیکاک تر څنګ له افغانستانه نوین الحق، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، اظهارالحق نوید، طاهر خان، وقار سلیمانخېل، حضرت الله ځاځی، ضیالرحمان، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت او نور احمد لوبېږي.
په دغه لیګ کې به په عادي ورځو کې دوه او د رخصتیو په ورځو به درې لوبې ترسره کېږي.

د هند په (آی پي ایل) لیګ کې لوبډلو هغه پنځه لوبغاړي له ځان سره ساتلي دي چې تیر کال هم د یادو لوبډلو له لوري لوبېدلي وو. د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۵مه) په هند کې د کرېکټ د مشهور سوداګریز لیګ (آی پي ایل) لوبډلو د لوبغاړو د ساتلو، ازادولو او خرڅلاو اعلان وکړ.
خو لا له وړاندې ګجرات ټیټانز راشد خان او نور احمد، سنرایزر حیدراباد تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي، کلکتې نایټ رایډرز توپ وهونکی رحمان الله ګربز او لکنو سوپر جاینټس افغان تیز توپ اچونکی نوین الحق له ځان سره وساتل.
د دغه لیګ له پاره د لوبغاړو د رانیولو بولۍ د ډيسمبر پر ۱۹مه نیټه تر سره کیږي.
د افغانستان د کرېکت بورډ مشر میرویس اشرف څو ورځې وړاندې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې په ۲۰۲۴ (آی پي ایل) لیګ کې به یو شمیر نور افغان لوبغاړي لکه عظمت الله عمرزی هم واخیستل شي.
د لومړي ځل له پاره راشد خان او محمد نبي په (آی پي ایل) لیګ کې د سنرایزر لوبډلې له لوري واخیستل شوو، او ورو ورو نورو افغان لوبغاړو هم په دغه لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړ.
د هند کرېکټ غوره لیګ (آی پي ایل) د نړۍ یو له مشهور سوداګریزو لیګونو څخه دی او هر کال د لسګونو بهرنیو لوبغاړو په ګډون تر سره کیږي.
دغه لیګ د ۲۰۲۴ کال د مارچ په درویشتمه پیلیږي او د مئ تر ۲۹ دوام کوي چې لس لوبډلې د اتلولۍګټلو له پاره د یوبل پر وړاندې لوبیږي.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دیني عالمانو یوې ډلې (امامانو) یو بیان خپور کړی او غوښتنه یې کړې، چې په سمدستي توګه دې د دغې سیمې په لوبو کې د نجونو په ګډون بندیز ولګول شي.
دوی په یوه بیان کې ویلي:« موږ د نجونو د زدهکړې مخالفت نه کوو؛ خو په سپورتونو کې د دوی ګډون فحشا ته وده ورکوي او که بندیز پرې و نه لګول شي، موږ به اعتراضي حرکتونه پیل کړو.»
په پاکستان کې ښځې وخت نا وخته د دغه ډول «تندلاریو» سره مخامخېږي.
تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې نجونې له ورزش څخه راګرڅول شوې وې.
تېره میاشت هم په پاکستان کې د نړۍ ښکلا سیالۍ کې د یوې پاکستانۍ موډلې ګډون غوغا جوړه کړه.
د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي وو.
په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي او ان د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر یې هم د پلټنې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان کرېکټ بورد اعلان وکړ چې د پاکستان د ښځو ۱۷ کسیزه لوبډله د ندا ډار په مشرۍ د نوي زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوریزو او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره د دوبۍ له لارې نوي زیلنډ ته روانه شوې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د ډېسېمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.
د پاکستان او نوي زیلنډ ترمنځه د يو ورځنيو لوبو سيريز د ای سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا د ښځینه جام یا اتلولیو برخه ده.

راشد خان د (لېندۍ په ۲مه) په خپل اېکس پاڼې لیکلي، چې د ملا عملیات یې په پریالیتوب سره ترسره شوي او له خپلو هېوادوالو څخه یې د دعا غوښتنه کړې. هغه ویلي، چې د بشپړې روغتیا وروسته به ډېر ژر د لوبو ډګر ته راستون شي.
تېره ورځ د اسټرالیا د شل اووریز لیګ بېګ باش چارواکو ویلي و، چې راشد خان د ناروغۍ له امله نه شي کولای سږ کال ورسره په دغو سیالیو کې ولوبېږي.
راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې د بېګ باش د اېډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبېږي او هلته ښه ځلېدلی هم دی.
د اېډیلیډ لوبډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې راشد خان د یوه کوچني جراحي عملیات له امله بستري دی او دوی ورته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
راشد خان چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې له اېډیلیډ لوبډلې سره لوبېږي، تر اوسه یې په ۶۹ لوبو کې د ۱۷،۵۱ منډو اوسط سره یې ۹۸ لوبغاړي سوځولي دي.
