پاکستانۍ رسنۍ: په وزیرستان کې د اتمانزو جرګې پر پولیو ضد کمپاین بندیز ولګاوه

د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې يوې ځايي جرګې په هغو کورنیو چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو اجازه ورکوي د پنځه لکه کلدارو جریمه اعلان کړه.