د م.م پراختیايي پروګرام په ۶ ولایتونو کې د څه باندې۲ زره هکټاره باغونو د جوړولو اعلان وکړ

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په بلخ، لغمان، بادغیس، ننګرهار، فراه او کندهار ولایتونو کې یې تر دوه زره هکتاره ډېر نوي باغونه او د انګورو تاکونه جوړ کړي دي. دغه بنسټ وايي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې ډېری کروندګرو د کوکنارو کروندې د مېوو په باغونو بدلې کړې دي.