د انګور اډې پرلت کونکي: پولیس هڅه کوي چې د مشرانو په نیولو او ګواښلو سره پرلت ړنګ کړي

په انګور اډه کې پرلت کونکي وايي د واڼه پولیس هڅه کوي چې د دغه پرلت مشران او فعال کسان ونیسي او په دې سره دغه پرلت ړنګ کړي. نن څوارلسمه ورځ ده چې د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو پرلت وهلی.