• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف زرداري: بلاول بوټو زرداري به د پاکستان تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر اصف علي زرداری وايي، د نوموړي زوی او پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به د دغه هېواد تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي. اصف علي زرداري نن د بلوچستان په مرکز کوېټه کې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۶ کلیزې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې دا خبره وکړه.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې د پاکستان او بلوچستان د پرمختګ په هکله ویل چې بلاول بوټو به د ځوانانو او راتلونکي مشر وي او ملاتړ یې پکار دی.

د اصف علي زرداري په خبره؛ بلاول او اصفه به د پیپلز ګوند له مینوالو سره له پاکستان څخه ستر هېواد جوړ کړي.

د هغه په خبره؛ خلک اوس هم بلاول په دې پېژني چې هغه به د پاکستان تر ټولو کم عمره لومړی وزیر جوړ شي.

د پاکستان راتلونکې ټولټاکنې د راتلونکې فیبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند چې مشران یې له مختلفو دوسیو سره مخ دي، د دې سیالۍ ډګر یې تر ډېره پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوندونو ته پرېښودلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین پر دونیتسک د روسیې توغنديز بریدونو کې یو ملکي کس وژل شوی او لس نور ژوبل شوي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دونیتسک په پوکروسک ولسوالۍ کې د روسیې توغندیو بریدونو کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی، ۱۰ ملکي وګړي ټپیان شوي او څلور نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

روسیې په دغه برید کې له شپږو اېس- ۳۰۰ توغنديو کار اخیستی دی. 

په همدې حال کې روسي هوايي ځواک د شهید نومي بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اوکراین په بېلابېلو سیمو بریدونه کړي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې؛ په راکټي بریدونو کې ټپیانو شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

برید کې د استوګنې یو بلاک، نهه کورونه، د پولیسو دفتر، یو شمېر موټرونه او تمځایونه زیانمن شوي دي.

څلور کسان لا هم د زیانمن شویو کورونو د خاورو او خځلو لاندې بند پاتې دي.

په دونیتسک کې لومړۍ کرښې ته څیرمه په ملکي سیمو په مکرر ډول د روسیې توپچي او توغندیو بریدونو کیږي چې ډیری وخت په دغو بریدونو کې ملکي خلکو مرګ ژوبله اوړي.‌

حماس ویلي، نن به د دوو روسانو په ګډون لس تنه نور یرغمل شوي خوشې کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د اسرایيل او حماس ترمنځ اوربند نن د پنجشنبې لپاره هم غځول شوی او حماس ویلي، چې تر نن ماښام به لس نور اسراییلي یرغمل خوشې کړي، چې د دوی په ډله کې دوه روسي وګړي هم شامل دي.

د حماس یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې لس اسراییلیان به خوشې شي. له دې وړاندې ویل شوي وو، چې اته سراییلیان به خوشې شي؛ مګر د یرغمل شویو د خوشې کولو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

تر دې مخکې دغې ډلې ویلي وو، چې روسیه پر حماس فشار راوړي چې د اوربند پرمهال لا ډېر روسي وګړي خوشې کړي.

د خوشې کېدونکو اسرایيليانو په ډله کې یو ماشوم شپږ ښځې او د وژل شویو يرغملو درې جسدونه هم شامل دي.

د حماس له خوا د خوشې کېدونکو کسانو په اړه معلومات وروسته له هغه خپاره شول، چې د پنجشنبې لپاره د اوربند د غځېدو توافق د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چهارشنبې ورځې اوربند له ختمېدو څو شیبې مخکې اعلان شو.

قطر د اوربند په خبرو کې منځګړیتوب کوي.

دغه اوربند به د لومړنۍ پنځه ورځې اوربند په شرایطو غځول کیږي او هره ورځ د لس اسراییلي یرغملو په بدل کې به د اسراییل په زندانونو کې بند ۳۰ فلسطینيان خوشې کیږي.

اسرايیل ویلي دي، چې اوربند به ترهغې وغځول شي تر څو چې حماس د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لړۍ ته دوام ورکړي او که دغه ډله د یرغملو د خوشې کولو لړۍ ودروي نو دوی به بېرته پر غزې بمبارۍ پیل کړي.

حماس په وروستني ځل د یو بل امریکايي په ګډون ۱۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړل.

په ټولیز ډول د اوربند په ترڅ کې د دوه ګوني تابعیت لرونکو په ګډون ۷۳ اسراییلیان او ۲۴ بهرني وکړي خوشې شوي دي.

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې په ناڅاپي برید کې تر ۱۲۰۰ ډېر اسراییلیان وژل شوي او ۲۴۰ نور د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

له دغه برید وروسته اسراییل پر غزې تړانګه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې تر ۱۳۳۰۰ زیات فلسطینیان ووژل شول.

سرفراز بګټي: د ورکو کسانو د موندلو پوره کوشش کوو

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وایي، د دغه هېواد حکومت د ورکو کسانو د مسلې د حل کولو پوره کوشش کوي. د نوموړي تر دې خبرو مخکې د پاکستان سترې محکمې مرکزي حکومت ته خبرداری ور کړ، چې که ورک بلوڅان پیدا نه کړي، مشران به یې محکمې ته کش کړي.

خو سرفراز بګټي د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د ورکو کسانو کمېسیون د ۲۵ کسانو د موندلو په هکله خپل راپور محکمې ته وړاندې کوي.

د پاکستان ستره محکمه وايي، که حکومت تر راتلونکې جنورۍ پورې ټول ورک بلوڅان و نه موندل؛ نو لومړي وزیر کورنیو او دفاع وزیرانو پر ضد به شکایتونه درج کړي

د حکومت وکيل پرون سترې محکمې ته ویلي و، چې تر اوسه پورې ۲۲ نا درکه شوي بلوڅان موندل شوي؛ خو ۲۸ نور یې لا تر اوسه معلوم نه دي.

د سترې محکمې قاضي محسن اختر کياني چې د ورکو بلوڅانو د کورنیو عریضې یې کتلې، وويل چې عدالت د دې پروا نه کوي چې د محکمې پایلې به څه وي.

د هغه په خبره، له پلټنو داسې ښکاري چې حکومت په دې برخه کې سم راپور نه دی ورکړی او زیاته ناغېړي یې کړې ده.

هغه وویل، چې حکومت ته په کار دي د نادرکه وګړو په موندلو کې هلې ځلې وکړي او له هغوی پاتې کورنیو سره باید لازمې مرستې وکړي.

د حکومت له اړخه لوی څارنوال منصور اعوان په عدالت کې وویل، چې حکومت د لادرکه کسانو د موندلو لپاره کميسون جوړ کړی او په دې کې پرمختګ هم شوی.

هغه وويل، چې مرکزي حکومت ته بايد نور وخت هم ورکړل شي چې په دې اړه د صوبايي حکومتونو سره سلا مشورې وکړي.

پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ورته یوه قضیه کې د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضرشوی و.

هغه به محکمه کې د بې درکه شویو کسانو په پیدا کولو کې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه.

لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تېره مياشت ادعا وکړه، چې د ملګرو ملتونو د یوې فرعي کمېټې د اټکل له مخې په بلوچستان کې شاوخوا ۵۰ کسان په زوره تري تم شوي دي؛ خو هغه ویلي و چې تر ډېره یو شمېر خلک او بنسټونه په دې برخه کې پروباګنډ هم کوي.

د بلوچستان والي د چمن پرلت وهونکو څخه د دوی د غوښتنو د حل په موخه پنځه ورځې وخت غوښتی

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۸مه) د چمن د پرلت وهونکو مشرانو او د بلوچستان صوبې، ایالتي مشر تر منځ ناسته شوې. د بلوچستان والي (ګورنر) ملک عبدالولي کاکړ تېره ورځ له څلوېښت ورځو وروسته د چمن پرلت وهونکو سره د پرلت وهونکو د غوښتنو د حل په موخه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بلوچستان ایالتي مشر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې د دوی غوښتنې به د مرکزي حکومت سره شریکې کړي او د حل لار به ورته راوباسي.

د پرلت د کمېټې غړی قاري امداد الله چې د بلوچستان له ګورنر سره یې د تېرې ورځې په ناسته کې ګډون درلود وايي: «د بلوچستان ګورنر سره مو ناسته ښه وه او ګورنر د پرلت وهونکو څخه پنځه ورځې وخت وغوښت چې دغه مسله په هر اړخیز ډول هواره کړي.»

نن د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۹مه) ۴۲ ورځې وشوې چې زرګونه کسانو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبرې کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، که د پرلت غوښتنې یې ونه منل شي نو دوی به په چمن کې حکومت ته هیڅ ډول مالیه نه ورکوي.

نوموړی وایي: «په پنجاب او نورو صوبو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کیږي هلته قانون یو ډول دی او دلته بیا بل ډول، دلته نه خدمتونه شته او پر موږ ځانګړی قانون پلي کیږي. موږ دلته کار او روزګار غواړو موږ پاسپورټ نه منو، دا که په زور وي که په رضا وي زموږ غوښتنو ته به حکومت غاړه ږدي.»

تر دې مهاله پاکستاني چارواکو د چمن پرلت وهونکو غوښتنو ته غوڅ دریځ نه دی ښودلی، خو پرلت وهونکي هیله مند دي، چې تر راتلونکو پنځو ورځو به د سپین بولدک ـ چمن د دروازې په اړه د حکومت دریځ روښانه شي.

د پاکستان ستره محکمه: که حکومت ورک شوي بلوڅان پیدا نه‌کړل، مشران به یې محکمې ته راښکل شي

۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۵ GMT+۰

د اسلام اباد سترې محکمې ويلي، چې که حکومت تر راتلونکې جنورۍ پورې نا درکه شوي بلوڅان و نه موندل نو د لومړي وزیر، د کورنیو او دفاع چارو د وزیرانو پر ضد به مقدمې وچلوي.

د نومبر په ۲۹مه د نا درکه شویو بلوڅانو د موندلو د پاره ورکړل شویو عريضو د اورېدنې په مهال د حکومت وکيل سترې محکمې ته ویلي و، چې تر اوسه پورې ۲۲ نا درکه شوي بلوڅان موندل شوي؛ خو ۲۸ نور یې لا تر اوسه معلوم نه دي.

ستره محکمه وايي، که حکومت تر راتلونکې جنورۍ پورې ټول بې درکه شوي بلوڅان و نه موندل؛ نو لومړي وزیر کورنیو او دفاع وزیرانو پر ضد به شکایتونه درج کړي.

د سترې محکمې قاضي محسن اختر کياني چې د ورکو شویو د کورنیو عریضې یې کتلي، وويل چې عدالت د دې پروا نه کوي چې د محکمې پایلې به څه وي.

د هغه ټینګار دا و، له پلټنو داسې ښکاري چې حکومت په دې برخه کې سم راپور نه دی ورکړی او په دې برخه کې یې زیاته ناغېړي کړې ده.

هغه وویل، چې حکومت ته په کار دي د نادرکه وګړو په موندلو کې هلې ځلې وکړي او له هغوی پاتې کورنیو سره باید لازمې مرستې وکړي.

د حکومت له اړخه لوی څارنوال منصور اعوان په عدالت کې وویل، چې حکومت د لادرکه شویو کسانو د موندلو له پاره کميسون جوړ کړی و او په دې کې پرمختګ هم شوی.

هغه وويل، چې مرکزي حکومت ته بايد نور وخت هم ورکړل شي چې په دې اړه د صوبايي حکومتونو سره سلا مشورې وکړي.

په عدالت کې د دغو نادرکه شویو کسانو ځیني خپلوان هم حاضر وو او د خپلو خپلوانو او د کورنیو مشرانو د پیدا کېدو غوښتنه یې کوله او له خپل اقتصادی وضعیته یې فریاد کاوه.

پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف هم د تېر کال په سپټمبر میاشت کې په ورته یوه قضیه کې د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضرشوی و.

هغه به محکمه کې د بې درکه شویو کسانو په پیدا کولو کې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه کړې وه.

لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تېره مياشت ادعا وکړه، چې د ملګرو ملتونو د یوې فرعي کمېټې د اټکل له مخې په بلوچستان کې شاوخوا ۵۰ کسان په زوره تري تم شوي دي؛ خو هغه ویلي و چې تر ډېره یو شمېر خلک او بنسټونه په دې برخه کې پروباګنډ هم کوي.