دغې ادارې په خپله اېکس پاڼه نن پنجشنبې (د لیندۍ ۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې ده، د هرات له زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي کسان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، په خیمو کې ژوند کوي او له سخت ژمي سره مخامخ دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه زیانمن هراتیان اوبو، روغتیایي پاملرنې، خوړو او مناسبې سرپناه ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې پراختیایي ادارې له راپور سره یوه ویډیو هم خپره کړې چې د نفیسې په نامه د هرات د زلزلو یوه زیانمنه میرمن د زلزلې د اوښتو زیانونو او د خپل ژوند د وضعیت په اړه په کې خبرې کوي.
میرمن نفیسه چې د خپل ویجاړ کور تر مخ ولاړه ده وایي، په دې ساړه ژمي کې له خپلو ماشومانو سره په ډیرې ویرې او اندیښنې سره د خیمو ترلاندې ژوند کوي.
د هغې په خبره: «تېره شپه سخت توپان و او مونږ فکر کاوه، چې دغه توپان به مو ماشومان او خیمې یوسي، ماشومان مې سخت ویریدلي و او دا دردونکی حالت دی.»

نوموړې همداراز زیاته کړه چې، دوی اوسمهال خوړو او مناسبې سرپناه ته اړتیا لري.
یو این ډيپي د ۲۵ میلیون ډالرو اضافي مرستې په غوښتنې سره غواړي چې د اغیزمنو کسانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي او دغه اداره د دې پلان موخه د سرپناه چمتو کول بولي.
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه ورسیدل.
له زلزلې وروسته ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ډیری زیانمنې کورنۍ اوسمهال د ژمي په سړه هوا کې تر خيمو لاندې ژوند کوي.
سره له دې چې د ايران، چين، ترکيې او یو شمیر نورو هېوادونو او نړیواله مرستندویه ادارو له خوا د هرات ولایت له زیانمنو کسانو سره مرستې شوي، خو د دغه ولايت اوسېدونکي لا هم د خپل ژوند له ناوړه شرايطو شکايت کوي.