یوه افغاني الاصله جرمني او یوه روسي ځوان د کرسمس پر یوه مارکېټ د برید پلان درلود

د جرمني چارواکو دوه تنکي ځوانان چې عمرونه یې ۱۵ او د ۱۶ کالو تر منځ دي، د کرسمس په بازار کې د برید پلان په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا، افغاني الاصله جرمنی د دغه هېواد د لویدیځ په یوه ښار کې د خپل کور د تلاشۍ پر مهال نیول شوی او دویم مشکوک کس روسي وګړی دی.