طالبان: د واخان بندر په اړه دوه اړخیزې خبرې شوي او ډېر ژر به دغه بندر پرانېستل شي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي پرون د لېندۍ په ۹مه، په غزني کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، له چین سره د واخان بندر پر پرانیستنې هوکړې ته نږدې شوي او ډاډمن دی، چې ډېر ژر به په دغه بندر کار پيل شي.

د هغه په وینا، دغه بندر ته د دواړو خواوو پاملرنه زیاته شوې او د دغې ډلې د مشرتابه هم په دې برخه کې ډېر بحثونه کړي دي.

افغانستان له چین سره د سوداګرۍ ډېره برخه د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کوي او پاکستان ډېر ځله د افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، چې په دې لړ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینر په کراچۍ کې بند پاتې دي او څو ورځې مخکې پاکستان ورته د لېږدولو اجازه ورکړې وه.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د سوداګریزو توکو له پاره د بديلې لارې په توګه د واخان لارې د پرانیستو غوښتنه کوي.

افغان سوداګر وايي، چې نړۍ سره د سوداګرۍ اسانولو په موخه دې د واخان کوریډور پرانېستل شي، چې په دې سره به هغه ستونزې هوارې شي، چې د کراچۍ بندر په ګډون په نورو بندرونو کې ورسره مخامخ دي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې د واخان لارې د جوړولو چارې پیل شوې او ډېر ژر به دغه لاره د ټرانزیټ له پاره پرانیستل شي.