اسراییلي پوځ له غزې څخه د توغول شوي توغندي په غبرګون کې، د حماس پر مورچلو بریدونه پیل کړل

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې حماس د اوربند د ماتولو وروسته د دغه هېواد پر لوري توغندی توغولی او د دوی پوځ هم د حماس پر مورچلو ډزې پیل کړې دي. اسراییلي پوځ ویلي، هغه توغندی چې د غزې له لوري پر دوی توغول شوی و هغه یې په هوا کې شنډ کړی دی.