جرمني وايي، له افغانستان او ګاونډیو سره یې ۶۰ مېلیونه یورو مرسته کوي
د افغانستان له پاره د جرمني سفارت له دغه هېواد او ګاونډیانو سره یې د مرستې لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سره د ۶۰ مېلیونه یورو مرستې اعلان کړی.
دغه سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې د مرستو لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام سره د ۶۰ مېلیونه یورو مرستې ژمنه کړې.
دغه سفارت دا رنګه لیکلي، چې دغه مرستې به هرات کې له زلزله ځپلو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو برخو کې ولګول شي.
سرچینې په خپله اېکس پاڼه کې د افغانستان د ګاونډیو نوم هم نه دی اخیستی او د دغو مرستو د ځانګړي وېش په اړه یې هم څه نه دي ویلي.
افغانستان په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو، وچکالیو، بې ځایه کېدنې او له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره د افغانانو د ستنولو مسلو د سخت اقتصادي کړکېج سره مخامخ کړي دي، چې یو شمېر نړۍوالو بنسټونو یې هم په اړه ژورې اندېښنې په ډاګه کړې دي.