سره میاشت: قطر د هرات له زلزله ځپلو سره ۷۰ ټنه بشري مرستې وکړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۹مه) د دوو قطري مرستندویه بنسټونو له‌خوا د هرات له زلزله ځپلو سره د ۷۰ ټنه بشري مرستو د لېږلو خبر ورکړ.

په دغو مرستو کې کمپلې، خوراکي او روغتیایي توکي شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر د خيريه بنسټ استازي مشعل ناصري ویلي چې د دغو مرستو تر څنګ ټاکل شوې، چې له دغه هېواده د بشري مرستو دوه نورې الوتکې هم ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي.

په هرات ولایت کې د تلې له ۱۵ څخه تر ۲۳ پورې څو پر له پسې زلزلې وشوې، چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې د زلزلې له امله شاوخوا ٤٨ زره کورونه، ١٤٤ ښوونځي او ٤٠ روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي او يا هم زيانمن شوي دي.

اوچا د روانې میاشتې په پیل کې راپور ورکړ، چې ۳۷ زره کورنۍ خېمو او سر خلاصي ځایونو کارولو ته اړې شوې دي او ۸ زره او ۸۰۰ نور کسان بیا لنډ مهاله پنډغالو کې اوسېږي.

اوچا په زلزله ځپلو سیمو کې له ۲۷۵ زره کسانو سره د مرستې په موخه د ۱۷۴ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه یې یوازې ۳۷.۵ مېلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، د سختې سړې هوا له امله یو شمېر خلکو پرېکړه کړې چې خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شي؛ ځکه دوی بل انتخاب او چاره نه لري.