پاکستان د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې بې ویزې د درملنې لپاره ور روان وو
په ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي، پاکستاني لوري پرون د جمعې په ورځ په یو ناڅاپي ګام کې د هغو ناروغانو مخه ونیوله، چې له ویزې او پاسپورت پرته د درملنې لپاره هغې غاړې ته یې د اوښتو تکل لاره.
تر دې وړاندې ګڼو افغان ناروغانو اجازه لرله، چې د پاسپورت او ویزې پرته د پښتونخوا او د پاکستان نورو صوبو ته د درملنې لپاره سفر وکړي؛ خو دا ځلې دغه لارې هم پر هغو بندې شوې.
په وروستیو میاشتو کې په دې برخه کې هم څه نا څه بندیزونه لګول شوي وو او یوازې یې په سرطاني او نورو لا علاجه ناروغیو اخته ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله؛ خو دغه وروستی اخیستل شوی ګام په تېرو کلونو کې بې ساری دی.
له هغه مهاله چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک شوی، ورسره هم مهاله له هغې لوري عامو خلکو او د ناروغانو په ورتګ هم سخت بندیزونه لګېدلي دي.
د کډوالو پر ضد د پاکستاني چارواکو وروستۍ پرېکړه هم په کور د ننه او هم بهر کې غندل شوې او د سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان د لنډمهاله حکومت لهخوا د افغان کډوالو د په زور اېستنې پر ضد یو شمېر فعالانو او د ملي ډیموکراټیک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ لا له وړاندې سترې محکمې ته عریضه کړې، چې د پاکستان حکومت له دې چلنده را وګرځوي؛ خو پاکستانی لوری وايي چې دا د هغو کورنۍ مسله ده او په دې برخه کې د دغه شان پرېکړو مسوولیت هم د دوی په غاړه دی.