سراج الدین حقاني: د افغانستان ټول واک د دیني عالمانو په لاس کې دی
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې په افغانستان کې واک د علماوو په لاس کې دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني ویلي دیني عالمان د هېواد په ګټو او لومړیتوبونو ښه پوهېږي.
دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په ۹ مه کابل ته راغلی او تراوسه یې د طالبانو د بهرنیو او د کډوالو چارو د وزیرانو په ګډون له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره جلا، جلا کتلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له دغه پلاوي سره په لیدنه کې د دوی سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو کړۍ وګڼله.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د فلسطین په اړه هم خبرې شوې دي.
د دغې خبرپاڼې په متن کې راغلي، چې سراج الدین حقاني ویلي: «موږ د فلسطین د خلکو درد احساسوو او د یهودي نیواکګرو له ظالمانه او نا عادلانه کړنو څخه ځورېږو.»
د سراج الدین حقاني په وینا، د فلسطین د مقاومت په پایله کې به دغه هېواد ازاد شي.
نوموړي په ورته وخت کې ویلي، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ وي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي و، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې عمومي منشي علي قره داغي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه ځانګړی سلام هغه ته رسولی دی.