نږدې راتلونکې کې د یو لړ بنسټیزو مسلو د هواري لپاره اسلام اباد ته امریکایي چارواکي سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د د دغه وزارت یو جګپوړی چارواکی به په راتلونکې اونۍ کې اسلام اباد ته ولاړ شي او له پاکستاني لوري سره به په بېلابېلو موضوعګانو خبرې اترې وکړي. دغه پلاوی به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانانو د بیا مېشتېدنې په اړه هم خبرې وکړي.
دعه وزارت په یوه بیان کې وویل، د نفوسو، کډوالو او پناه غوښتونکو د برخې مرستیاله جولیتا والس نویس به د ډسمبر له څلورمې څخه تر اوومې نېټې پورې په اسلام اباد کې پاتې شي.
نوموړې به د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او همدارنګه د نادولتي او نړۍوالو سازمانونو سره هم وګوري؛ ترڅو د زیان منونکو کسانو د ساتنې لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړي او د متحده ایالاتو د کډوالۍ په پروګرام کې د افغان کډوالو د خوندي ځای پرځای کولو او بیا میشتیدنې بهیر ګړندی کړي.