د امریکا بهرنیو چارو وزارت چې د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ کال راپور د (لیندۍ په نهمه) نيټه خپور کړ، وايي چې، د افغانستان ګاونډيان له دغه هیواده د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په اړه ډېر اندېښمن دي.
د افغانستان په اړه د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د «حقاني ډلې جګپوړو مشرانو په کابل کې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه.»
د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د زمري میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
د نوموړي په خبره، ایمن الظواهري له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره د کابل مرکز ته تللی و.
په کابل کې د القاعده ډلې د مشر له وژل کېدو وروسته طالب چارواکو وویل چې په دې اړه څېړنې کوي، خو له دې پېښې څو میاشتې وروسته هم دغه ډله چوپه خوله پاتې ده.
د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنه:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ویلي چې د داعش په څېر ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په تاجکستان، پاکستان او ازبکستان کې بریدونه کړي.
دغه وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته کتنه کړې ده.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د داعش، القاعده او د پاکستان تحریک طالبان(ټي ټي پي) په شان د ترهګرو ډلو د حضور دوام ته اشاره شوې ده.
په افغانستان کې د القاعدې دلې د مشرانو شتون:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې همداراز ویلي چې د القاعده ډلې څه کم ۱۲ مهم غړي چې له طالبانو سره له اوږدې مودې راهیسې اړیکې لري په افغانستان کې پاتې دي.
دغه وزارت د القاعده د دغو مشرانو نومونه نه دي یاد کړي او نه یې هم په افغانستان کې د دوی د جنګیالیو د شمېر په اړه جزئیات ورکړي دي.
د روان کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم راپور ورکړ چې القاعده د لوړ پوړو طالب چارواکو په ملاتړ د دغې ډلې په دولتي ادارو کې اغېز کړی دی.
د دغه راپور له مخې، القاعده ډله له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو د ژمنې له امله په افغانستان کې پټ فعالیت کوی.