طالبان وايي، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره سمبال روغتون جوړوي

طالبانو تر هغې دوه ورځې وروسته دغه خبره کړې، چې په تورخم کې د سرطاني ناروغانو لپاره پرته له پاسپورټ او ویزې دغه لاره وتړل شوه.

د طالبانو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې برخه کې د دغې ډلې کابینې خبرې او بحثونه کړي؛ خو دا چې د دغه روغتون چارې به کله پیلیږي او دغه روغتون به کوم ځای کې جوړېږي زیات جزییات یې نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې د خواله رسنیو له لارې د دغسې روغتون جوړولو په اړه خبرې زیاتې ښکته پورته کېږي او ان داسې هم ویل کېږی، چې په دې برخه کې یو شمېر مرستندویه بنسټونه له خلکو په همدغه پلمه مرستې ټولوي او د دغو مرستو د تالا ترغه کېدو خبرې هم زیاتې خپرېږي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې ګواکې هر کال سلګونه مېلیونه ډالر افغان ناروغان د سرطاني ناروعیو د تشخیص او درملنې په پار په بهرنیو هېوادونو کې لګوي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو یوازې سرطاني ناروغانو ته له ویزې او پاسپورت برته د تورخم په دروازه د تګ راتګ اجازه ورکوله؛ خو دوه ورځې وړاندې یې پر دغو ناروغانو دغه دروازه هم وتړله.
په افغانستان کې تر دې وړاندې یوازې د جمهوریت په روغتون کې د سرطاني ناروغانو تشخیص او درملنه کېده، چې د هغه روغتون چارې هم نن سبا ټکنۍ شوې دي.