د خوړو نړۍوال پروګرام: له پاکستانه پر شاوخوا درې لکو اېستل شویو کډوالو مو نغدي مرستې وېشلې

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې دغه بنسټ له پاکستانه افغانستان ته د ۲۸۰ زره راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې کړې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه په اېکس پاڼه لیکلي، ډېر هغه کډوال چې له پاکستانه اېستل شوي د اوسېدو له پاره ځای ځایګی نه لري.