د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې پر بلوڅ اعتراض کوونکو لګېدلي تورونه لرې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان د بلوڅ اعتراض کوونکو نیول غندلي او له پاکستانه یې غوښتي، چې پرې لګېدلي تورونه لرې کړي. له بلې خواد بشري حقونو یوې نړۍوالې مدافع ډلې د دوشنبې په ورځ له بلوچستانه د اسلام اباد پر لور د لاریون کوونکو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه.