د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وايي له افغانستانه د وتلو ناوړه پایلې یې تل ځوروي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره وايي، له افغانستانه د وتلو بهیر، د بهرنۍ تګلارې یوازینۍ پرېکړه ده چې هره ورځ یې ځوروي. ماریس پین په واشنګټن کې غونډې ته وویل، داسې ورځ نشته چې د افغانستان د وضعیت او په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه فکر ونه کړي.