طالبان: په پاکستان کې ۱۵ افغانان له بنده خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۱۵ افغان بندیان په پاکستان کې له بنده خوشې شول. دغه ۱۵ تنه افغان بندیان د کوټې له زندانونو خوشې او د مرغومي په۳مه نېټه له بنده ازاد شول.