له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو پر دوام؛ تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال له ایرانه په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي. د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې، د مرغومي په څلورمه نېټه له ایرانه ۱۶۳۸ افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته ستانه شوي.