پټ بغاوت؛ په افغانستان کې د طب محصلانې پټې زدکړې کوي

الجزیره تلوېزیون وايي، د نجونو پر زدکړو د طالبانو د بندیز په یو کال پوره کېدو سره اوس د طب برخې زدکوونکې پټې زدکړې کوي. دا زدکوونکې اندېښمنې دي چې هسې نه د زدکړو پر مهال یې طالبان وویني او منع یې کړي.