د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه: په شمالي وزيرستان کې ۵ وسله‌وال وژل شوي دي

د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٥ تنه مخالف وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې د خبرپاڼې له مخې، په میرعلي کې د وسله‌والو د شتون د مالوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي، چې په ځوابي ډزو کې ۵ وسله‌وال ووژل شول.