• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مندر پرانستلو لپاره هند کې یو ښار پر ګلونو پوښل کېږي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د هند شمالي ښار ایودیا کې د هندوانو د جوړ شوي یو لوی مندر وروستۍ چارې مخ په بشپریدو دي.‌ دغه مندر ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د بیا انتخاباتي کمپاین د مرکز په توګه کتل کیږي.

یو وخت ایودیا، د ترټولو ډیر نفوسه ایالت اتراپردیش یو ارام مذهبي ښارګوټی و،‌ خو اوس پکې د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی هوايي‌ ډګر او سړکونه جوړ شوي دي.‌

مودي به په نږدې یوه میاشت کې په دغه ښار کې جوړ ستر مندر د هندوانو د خدای، رام په نوم پرانیځي.

د مودي له خوا په دغه ښار کې د جوړ شوي هوايي‌ ډګر او یو رغول شوې پلټلۍ ستیشن له پرانیستې یوه ورځ دمخه، کارګرانو د ښار بیلابیلې برخې د پریمانه پولیسو په شتون کې، په ګلونو پوښلې او دغه ښار یې په ښکلي‌ بڼه سینګار کړی دی.

ګیریش سهسترابوجن چې دغه مندر د ډیزاینولو په برخه کې کار کوي وايي: "ډیر ژر به زمونږ خدای په خپل اصلي ځای کې وي." دغه مندر له سپینو مرمر تیږو او ګلابي رنګه ماڼيو په ۷۰ جریبه ځمکه جوړیږي.‌

د دغه مندر د جوړولو یو انجینر وايي: "زمونږ خدای رام دلته زیږیدلی و. هند او په بهر کې ټول هندوان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې مندر د جوړیدو انتظار کاوه."

د مودي مخالفانو هغه د خپلو سیاسي هیلو د پوره کولو لپاره د مذهبي احساساتو پر پارولو تورن کړی او د اپوزیسیون یو شمیر مشرانو د دغه مندر په پرانسته کې د ګډون بلنه رد کړې ده.

د جنورۍ په ۲۲ مه به مودي د لومړي ځل لپاره په دغه مندر کې عبادت وکړي چې پر جوړیدو یې ۲۴۰ میلیونه ډالر لګیدلي او ۴۵۰۰ کسانو یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.‌

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ترکیه د ۳۲ داعشیانو د نیولو او په کلیساوو او کنیساوو د احتمالي بریدونو د شنډولو خبره کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د ترکیې امنیتي ځواکونو له داعش سره د تړاو په تور ۳۲ کسان نیولي دي. ترکي چارواکو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې د داعش درې جګپوړي وسلوال هم شامل دي. د چارواکو په وینا دغو کسانو «په کنیساوو او کلیساوو او همدارنګه د عراق پر سفارت د بریدپلان درلود.»

دغه نیونې یوه اونۍ وروسته له هغې کیږي چې د ترکیې پولیسو په ټول هېواد کې د داعش ۳۰۴ مشکوک وسله وال ونیول.

داعش تر اوسه په ترکیه کې څو وژونکي بریدونه کړي دي چې له دې جملې یو یې د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ ورځ په یوه شپني کلب کې د ۳۹ کسانو په ډزو ویشتل وو.

سویلي افریقا د هاګ نړیواله محکمه کې اسراییل په غزه کې پر جنګي جرمونو تورن کړ

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۴ GMT+۰

سویلي افریقا د هاګ نړیواله محکمه کې د اسرایل پرضد دوسیه وړاندې کړه او دغه هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسل وژنه تورن کړ. سویلي افریقا له دغې محکمې وغوښتل اسراییل ته امر وکړي چې پر غزې خپل بریدونه ودروي.

په دې قضیه کې سویلي افریقا ادعا کړې چې اسراییلي ځواکونو د حماس ملېشو پر وړاندې د جګړې پرمهال د توکم وژنې په هکله د ملګرو ملتونو له توکم وژنې کنوانسیون سرغړونه کړې ده.

سویلي افریقا په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کوي. د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون ډېرو کسانو په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په اړه د اسراییل سیاستونه د سویلي افریقا له اپارټایډ رژیم سره پرتله کړي دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه غوښتنه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې عملي شي.

که دغه قضیه پرمختګ وکړي، څیړل به یې کلونه وخت ونیسي، خو شونې ده چې د جګړې د بندولو لپاره لنډمهاله حکم په څو اونیو کې صادر شي.

اسراییل د سویلي افریقا دا تور رد کړی او هغه یې سپکاوی بللی. د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت وویل د دغه هېواد ځواکونه نړیوالو قوانینو ته ژمن دي.

سویلي افریقا دغه شکایت د غزې د جګړې په ۸۴مه ورځ کړی دی. پر غزه تړانګه د اسراييل له بريد وروسته شاوخوا ۲۱ زره فلسطينيان وژل شوي دي.

د چین ولسمشر له خپلو سفيرانو غوښتي چې ډيپلوماټيک اوسپنېز پوځ جوړ کړي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د چین ولسمشر شي جین پینګ د جمعې په ورځ د چین له سفیرانو څخه غوښتي چې حاکم کمونست ګوند ته وفادار "ډیپلوماتیک اوسپنیز پوځ" رامنځ ته کړي او په دې کار سره د بېجینګ د مخ په زیاتیدونکي بهرني سیاست د نښه کولو په موخه د ځیڼې ډیپلوماټانو لخوا د کیدونکي پروپاګند مخه ونیسي.

د چین دولتي تلویزیون CCTV د راپور له مخې نوموړي په بیجینګ کې جرګه شویو چینایي سفیرانو ته ویلي: "په مبارزه کې زړور اوسئ او د ملي ګټو ساتونکي شئ. دا اړينه ده چې د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ګټو په ټينګښت سره د پياوړو قدرتونو په وړاندې د چمتووالي او ټينګې ارادې ساتنه وشي."

د شي د خبرو انداز تر تیر خورا جدي بریښي،‌ له ۲۰۲۰ کال وروسته چين د بهرنۍ پانګونې او د کرونا له امله د خپل ځپلي‌ اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره نرم دریځ‌ خپل کړی وو.

له امریکا سره د چین اړیکې په نومبر میاشت کې د ولسمشر جو بایډن او شی جین پینګ له لیدنې وروسته د لنډې مودې لپاره ښه شوې وې، خو چین همدا اوس د فیلیپین سره د سویلي چین په سمندر کې د جنجالي ټاپو په اړه په ډیپلوماتیکو شخړو کې ښکیل دی او همدارنګه له یوه اټومي ریکټور نه د ککړو اوبو ده خوشي کولو له امله به بل ډیپلوماټیک کړکیچ کې له جاپان سره ښکیل دی.‌

شي جين پينګ له سفيرانو دا هم غوښتي چې ګوندي ډسپلين ته غاړه کېږدي.‌

نوموړي‌ د کمونست ګوند د بهرنۍ تګلارې د پلان جوړونې د لوړې کچې کنفرانس کې د وینا پر مهال د "سخت" کلمه اوه ځله تکرار کړه. دغه کنفرانس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل کېږي.

شي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د چين ډيپلوماتيکه دستګاه د نوو انضباطي فشارونو لاندې ده، په جولای مياشت کې د بهرنيو چارو پخوانی وزير چين ګنګ له اووه میاشتنې ماموریت وروسته له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

شي جين پينګ ویلي، ګوند، هېواد او خلکو ته وفاداري د ډيپلوماتيکې دستګاه يو ځلاند دود دی.

هغه زیاته کړې:‌ "دا اړینه ده چې د ایډیالوژیکي دفاع یوه پیاوړې کرښه جوړه شي او قوي سیاسي عقیدې سره یو هوښیار شخص اوسئ چې د قواعدو او ډسپلین سره په کلکه عمل وکړی."

شي پر دې هم ټينګار وکړ چې چين بايد خپل نړيوال نفوذ زيات کړي څو د هغه څه پر وړاندې مبارزه وکړي چې د ده په اند د لويديځ له خوا د چين د کنټرول او ځپلو هڅې دي.

د نوي ميلادي کال په ورځ به د نړۍ نفوس له اتو میلیاردو زیات شي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د امريکا د متحده ایالاتو د سر شمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ نفوس کې ۷۵ ميليونه کسان زیات شوي او د نوي ميلادي کال په ورځ به دا شمېر له ۸ میلياردو زياتو وګړو ته ورسيږي.

د هند نفوس د ۲۰۲۳ ميلادي کال په نیمایي کې ۱۴۲۹ میلیونه کسانو ته په رسېدو له چین نه مخکې او د نړۍ تر ټولو زیات نفوسه هېواد شو.

د دې شمېرو له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍوالې ودې کچه له يو سلنې کمه وه.

په ورته وخت کې د امريکا د متحده ایالاتو د سر شمېرنې ادارې په خبره؛ د ۲۰۲۴ کال په پيل کې په ټوله نړۍ کې په هره ثانيه کې د ۴.۳ زېږونونو او دوه مړينې اټکل کېږي.

دغه شمېرنې چې تر ډېره په امریکا کې د نفوسو پر احصايې تمرکز کوي تېر کال په دغه هېواد کې د نفوسو د ودې کچه ۰.۵۳ سلنه وه، چې د نړۍ د نفوسو د ودې شمېره کابو نيمايي وه.

په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د امريکا نفوس ته د ۱.۷ ميليونو وګړو په زياتېدو به د نوي کال په ورځ د دې هېواد نفوس ۳۳۵.۸ ميليونو ته ورسېږي.

هند په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوسه هېواد

په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې د نفوس د ودې په برخه کې يوه مهمه پېښه دا وه، چې د هند نفوس له چين څخه زيات شو.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په نيمايي کې هند د درېيو ميليونو کسانو په زیاتېدو له خپل ګاونډي هېواد چين څخه مخکې شو.

امريکا د ۳۴۰ ميليون تخميني نفوس په لرلو سره د نړۍ درېيم ډېر نفوسه هېواد وپېژندل شو.

اندونیزیا د ۲۷۷.۵ میلیونه نفوس سره څلورم، پاکستان د ۲۴۰.۵ نفوس سره پنځم، نایجریا د ۲۲۳.۸ نفوس سره شپږم، برازیل د ۲۱۶.۴ نفوس سره اووم، بنګله دېش د ۱۷۳ میلیونه نفوس سره اتم، روسیه د ۱۴۴.۴ نفوس سره نهم او مکسیکو د ۱۲۸.۵ ميلیونو نفوس په درلودلو سره په لسم ځای کې دی.

په لویدیځ کې د روسیې د ۳۰۰ میلیارد ډالرو زیرمې څه ډول او چیرته کنګل شوې؟

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۰

وروسته له هغه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته سرتیري واستول، متحده ایالاتو او متحدینو یې د روسیې له مرکزي بانک او مالیې وزارت سره راکړه ورکړه ودروله او په لویدیځ کې یې د روسیې شاوخوا ۳۰۰ ملیارد ډالر شتمنۍ کنګل کړې.

د فایننشل ټایمز په وینا ، امریکا وړاندیز کړی چې د اوو لویو صنعتي هیوادونو (G7) کاري ډلې باید د دې پیسو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

دا شتمنۍ څه دي، چیرته دي او که چیرې دا شتمنۍ ضبط شي روسیه څه کولی شي؟

د مرکزي بانک زیرمې

د نورو مرکزي بانکونو په څیر، د روسیې مرکزي بانک خپل د سرو زرو او بهرنیو اسعارو ځینې زیرمې په نقدي توګه ساتي. د دغو زیرمو شاوخوا نیمایي یې په لویدیځو هیوادونو کې ساتل کیږي.

د روسیې مرکزي بانک تایید کړې چې د شاوخوا ۳۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ یې په لویدیځ کې کنګل شوې دي.

په هغه وخت کې د روسیې د بهرنیو اسعارو او سرو زرو د زیرمو مجموعه ۶۱۲ میلیارده ډالره وه.

پوتین پر لویدیځ تور لګولی چې د روسیې پر وړاندې یې اقتصادي جګړه پیل کړې او د زیرمو کنګلول یې غلا بللې ده.

د مرکزي بانک پر مشر ایلویرا نبیولینا ملتپالو نیوکه کوې چې د دغه بانک د زیرمو د ددومره لویې برخې د کنګلیدو اجازه یې ورکړې.

څه کنګل شوي وو؟

د روسیې مرکزي بانک د کنګل شوو زیرمو په اړه جزییات ندي وړاندې کړي، مګر د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې د ملکیتونو په اړه له اسنادو د کنګل شوو زیرمو جزییات ترلاسه کیدای شي.

هغه مهال، د روسیې مرکزي بانک د خپلو زیرمو شاوخوا ۲۰۷ ملیارد ډالر د یورو په بڼه، ۶۷ ملیارد ډالره د امریکایي ډالرو په بڼه او ۳۷ ملیارد ډالره د برتانوي پونډ په بڼه ساتلې وې.

دغه راز د مرکزي بانک د زیرمو ۳۶ میلیارده ډالره د جاپاني ین په بڼه، ۱۹ میلیارده ډالره د کاناډايي ډالرو په بڼه، ۶ میلیارده ډالره د اسټرالیايي ډالر په بڼه او ۱.۸ میلیارده ډالره د سنګاپوري ډالرو په بڼه ساتلې وې. د زیرمو یو میلیارد ډالر هم د سویسي فرانک په بڼه ساتل کیدې.

د روسیې د مرکزي بانک دغه شتمنۍ د پیچلو نومونو تر شا نه وې پټې کړې، نو ځکه دا پیدا کول ستونزمن نه و چې دغه شتمنۍ روسیې پورې تړلې دي.‌

د روسیې مرکزي بانک ویلي چې دا شتمنۍ یې په عمده توګه په بهرنیو تضمیني، زیرمو او نورو اړوند حسابونو کې د پانګونې په توګه ساتلې وې.

د روسیې مرکزي‌ بانک د سرو زرو زیرمې په روسیه کې ساتل کیدې او ځینې زیرمې هم په چین کې وې.

روسي چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې د دولت د شتمنیو ضبطول د ازاد بازار د ټولو اصولو خلاف کار دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف تیره اونۍ خبریالانو ته ویلي و چې روسیه به د پیسو د ضبط کیدو هره موضوع محکمې کې چلنج کړي.

پیسکوف که زمونږ شتمنۍ ضبط شي، مونږ به هم ورته عمل وکړو او دا کاب به په ډیر بیړه وکړو.