له پاکستان څخه نېږدې ۴۵۵ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۵۴ زره ۸۱۲ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۹۶۶ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.