د افغانستان، پاکستان او هند ځینې سیمې یوې نسبتآ زورورې زلزلې ولړزولې

تر اوسه پورې لا نور جزیات نه دي ورکړل شوي. د دغه ښار اوسېدونکي وايي د زلزلې ټکانونه دوامدار روان دي. ويل کیږي، دغه زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند ځينې برخې لړزولې دي.

تر اوسه پورې لا نور جزیات نه دي ورکړل شوي. د دغه ښار اوسېدونکي وايي د زلزلې ټکانونه دوامدار روان دي. ويل کیږي، دغه زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند ځينې برخې لړزولې دي.
ويل کیږي، دغه زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند ځينې برخې لړزولې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دغه زلزله چې د رېښتر په کچه ۶ درجې وه د پاکستان د پلازمینې په ګډون یې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور، مردان، سوات او ځینو نورو سیمو کې محسوس شوې.


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، د پاکستان حکومت افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر ملاتړ نه کوي.
د اوونيزې خبري ناستې پر مهال کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې څخه افغانستان ته د جمعیت علمای اسلام د پلاوي د سفر په اړه پوښتنه وشوه؛ هغې یې په ځواب کې وویل، چې «مولانا فضل الرحمان په شخصي سفر افغانستان ته تللی دی، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د مولانا فضل الرحمان د سفر ملاتړ نه کوي.»
هغې ویلي، په دې اړه به د ملاقاتونو په اړه تبصره نه کوي، دا یو شخصي سفر دی چې له راستنېدو وروسته به له مولانا فضل الرحمان مالومات اخلي.
زهرا بلوڅ وویل، پاکستان له تحریک طالبان پاکستان سره خبرو ته زړه نه ښه کوي: « ټي ټي پي د پاکستان دننه ډېر ترهګریز بریدونه کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي.»
هغې زیاته کړه، پاکستان په خبرو او ډیپلوماسۍ باور لري، د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د سفر پر مهال پر بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې، هیله ده چې د خبرو له لارې په سیمه کې سوله او ټیکاو راشي.
خو په پاکستان کې شنونکي په دې باور دي، چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان او افغانستان تر منځ د وروستیو ترینګلتیاوو د حل او د پاکستان حکومت د پیغام رسونې په موخه په رسمي سفر افغانستان ته تللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني له قوله لیکلي چې په افغانستان کې فعالې رسنۍ باید د نورو تر اغېز لاندې فعالیت و نه کړي. هغه کومه ځانګړې رسنۍ او یا پېښه نه ده یاده کړې چې د نورو اغیز پکې څرګند وي.
دغه اژانس وړاندې لیکلي چې حقاني دا څرګندونې نن پنچ شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په کابل کې د طالبانو له حکومتي وياندويانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
اژانس د طالبانو کورنیو چارو د سرپرست له قوله لیکلي، چې سراج الدین حقاني له ټولو ویاندویانو غوښتي چې له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند معلومات پر وخت ورسره شریک کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې د افغانستان د رسنیو قانون د توشیح لپاره د دې ډلې مشر ته استول شوی او هغه به تر خپلې ارزونې وروسته د دې قانون په هکله پرېکړه وکړي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، دا قانون د اطلاعاتو او کلتور، د امربالمعروف او عدلیې وزارتونو تر ارزولو وروسته ملا هبت الله اخوند ته استول شوی.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې د نورو برخو تر څنګ په رسنیو هم ډیر شمېر بندیزونه لګولي او د دوی ټيټ پوړي کسان او د استخباراتو اداره تل ژورنالستان د خبر جوړولو او خپرولو پر وخت ځوروي او بندیانوي یې.
تر دې وړاندې له خبریالانو د ملاتړ سازمانونو پر طالبانو نیوکې کړې وې چې د افغانستان د رسنیو قانون له هره اړخه بشپړ او د بیان ازادۍ له حق څخه پکې ملاتړ شوی او هر څه په سم ډول بیان شوي، نو د دوی په خبره، اړتیا نشته چې طالبان پکې نوي بدلونونه راولي.
د خبریالانو ملاتړ سازمان هم د ۲۰۲۳ میلادي کال په کلني راپور کې د طالبانو د حاکمیت له پیل څخه تر اوسه پورې په رسنیو د طالبانو د ۱۴ بندیزونو د لګېدو خبر ورکړی.
د دغه راپور له مخې، په دغې موده کې څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړی او پاتې نورو یې د سختو اقتصادي شرایطو او بندیزونو له امله خپل کارکوونکي کم کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې د کابل په خیرخانې مېنې کې یې د طالبانو پر موټر چاودنه کې پنځو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې زیاته کړې، چې نن د مرغومي ۲۱مه د پنجصد فامیلۍ په څلورلارې کې یې د طالبانو د استخباراتو په هغه موټر چاودنه کړې چې د امر بالمعروف سره په همکارۍ یې په کابل ښار کې نجونې نیولې.
د دغه جبهې په وبنا، په دې چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي.
تر اوسه پورې طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې طالبانو په کابل او ځینو نورو ښارونو کې ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي.
د طالبانو دغه کړنه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.
لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه ښځې او نجونې له نیول کېدو وروسته کوم ځای ته وړل کېږي او څومره موده په بندخونو کې تېروي.

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د بلوڅ لاریونوالو د یوې ډلې لهخوا د پولیسو د ځورونې په تورونو اندېښنه څرګنده کړه، په داسې حال کې چې د بلوچستان یوه صوبايي وزیر وویل، چې د احتجاج جوړوونکي کسان یوازې د پناه اخیستو لپاره بهر ته تلل غواړي.
د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ بلوڅانو د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د هغه څه پر ضد لاریون وکړ، چې دوی یې د بلوڅانو د «جبري لادرکۍ» او «نسل وژنه» بولي.
ډېری یې په تربت کې د پولیسو په بند کې د بلاڅ بلوڅ په نوم د یوه ۲۴ کلن ځوان له وژل کېدو وروسته احتجاج وکړ، چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سيټيډي) هغه په وسلهوالو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولی و.
د بلوڅ کورنۍ او د مدني ټولنې فعالان د سيټيډي ادعا ردوي او وايي، چې هغه یو عادي هټۍوال و.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅ وویل، هغې د ملګرو ملتونو چارواکي ته د «سولهییزو لاریونونو د پولیسو د ځپلو، د رسنیو ناوړه کمپاین او د بلوڅو ورک شویو کسانو په اړه د پاکستان د لنډمهاله لومړي وزیر لهخوا بې ځایه څرګندونو» په اړه خبر ورکړ.
هغې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو چارواکي لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړی چې هغه به د دې ډلې لهخوا د هر ډول ګواښونو سره سره د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر لاریونوالو تور ولګاوه، چې د هېواد پر ضد په تبلیغاتي کمپاین کې لاس لري.
هغه وويل:«د لاریون د سمبالولو تر شا د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په انګېزې پوهېږو، هغه په کوم بهرني هېواد کې د اوسېدو لپاره د پناه غوښتنې په لټه کې ده.»د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۰۰ بلوڅانو د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د هغه څه پر ضد لاریون وکړ، چې دوی یې د بلوڅانو د «جبري لادرکۍ» او «نسل وژنه» بولي.
ډېری یې په تربت کې د پولیسو په بند کې د بلاڅ بلوڅ په نوم د یوه ۲۴ کلن ځوان له وژل کېدو وروسته احتجاج وکړ، چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سيټيډي) هغه په وسلهوالو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولی و.
د بلوڅ کورنۍ او د مدني ټولنې فعالان د سيټيډي ادعا ردوي او وايي، چې هغه یو عادي هټۍوال و.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅ وویل، هغې د ملګرو ملتونو چارواکي ته د «سولهییزو لاریونونو د پولیسو د ځپلو، د رسنیو ناوړه کمپاین او د بلوڅو ورک شویو کسانو په اړه د پاکستان د لنډمهاله لومړي وزیر لهخوا بې ځایه څرګندونو» په اړه خبر ورکړ.
هغې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو چارواکي لاریون کوونکو ته ډاډ ورکړی چې هغه به د دې ډلې لهخوا د هر ډول ګواښونو سره سره د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې پر لاریونوالو تور ولګاوه، چې د هېواد پر ضد په تبلیغاتي کمپاین کې لاس لري.
هغه وويل:«د لاریون د سمبالولو تر شا د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په انګېزې پوهېږو، هغه په کوم بهرني هېواد کې د اوسېدو لپاره د پناه غوښتنې په لټه کې ده.»

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ـ ټلویزیون د پنج شنبې په ورځ (مرغومي ۲۱مه) خبر ورکړی چې د پنجشېر د زمرودو ۱۵۱۹ قیراطه یې په ۱۹۸ زره او ۲۰۰ ډالر پلورلي. په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم اداره وايي چې دغه زمرود د داوطلبۍ په لسم پړاو کې پر سوداګرو پلورل شوي دي.
د طالبانو د چارواکو په وینا، د داوطلبۍ په نهم پړاو کې یې ۲ زره ۷۴۶ قیراطه زمرود په ۸۰ زره ډالرو پلورلي وو.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې له نیمایي څخه د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرود کان کیندنه پیل کړه. طالبانو هغه مهال اعلان کړی و چې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۰۰ د زمرودو کان کارګرانو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.
د پنجشیر لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر مولوي محمد قاسم امیري وايي د تازه ترسره شوې سروې له مخې یې د دغه ولایت په پریان او دره ولسوالۍ کې هم د زمرودو کانونه موندلي او نمونې یې کانونو وزارت ته د معلوملو لپاره لیږلې دي.
د طالبانو د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې د زمرود ۷۵۰ کانونه ثبت شوي او له دغه شمېر یې «۵۰۰ یې فعال دي».
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج باندې پانګونه وکړه.