• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني: په افغانستان کې شته رسنۍ باید د نورو تر اغېز لاندې فعالیت و نه کړي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني له قوله لیکلي چې په افغانستان کې فعالې رسنۍ باید د نورو تر اغېز لاندې فعالیت و نه کړي. هغه کومه ځانګړې رسنۍ او یا پېښه نه ده یاده کړې چې د نورو اغیز پکې څرګند وي.

دغه اژانس وړاندې لیکلي چې حقاني دا څرګندونې نن پنچ شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په کابل کې د طالبانو له حکومتي وياندويانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

اژانس د طالبانو کورنیو چارو د سرپرست له قوله لیکلي، چې سراج الدین حقاني له ټولو ویاندویانو غوښتي چې له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند معلومات پر وخت ورسره شریک کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې د افغانستان د رسنیو قانون د توشیح لپاره د دې ډلې مشر ته استول شوی او هغه به تر خپلې ارزونې وروسته د دې قانون په هکله پرېکړه وکړي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، دا قانون د اطلاعاتو او کلتور، د امربالمعروف او عدلیې وزارتونو تر ارزولو وروسته ملا هبت الله اخوند ته استول شوی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې د نورو برخو تر څنګ په رسنیو هم ډیر شمېر بندیزونه لګولي او د دوی ټيټ پوړي کسان او د استخباراتو اداره تل ژورنالستان د خبر جوړولو او خپرولو پر وخت ځوروي او بندیانوي یې.

تر دې وړاندې له خبریالانو د ملاتړ سازمانونو پر طالبانو نیوکې کړې وې چې د افغانستان د رسنیو قانون له هره اړخه بشپړ او د بیان ازادۍ له حق څخه پکې ملاتړ شوی او هر څه په سم ډول بیان شوي، نو د دوی په خبره، اړتیا نشته چې طالبان پکې نوي بدلونونه راولي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان هم د ۲۰۲۳ میلادي کال په کلني راپور کې د طالبانو د حاکمیت له پیل څخه تر اوسه پورې په رسنیو د طالبانو د ۱۴ بندیزونو د لګېدو خبر ورکړی.

د دغه راپور له مخې، په دغې موده کې څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړی او پاتې نورو یې د سختو اقتصادي شرایطو او بندیزونو له امله خپل کارکوونکي کم کړي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د ۱۹۸ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر د څه باندې ۱۵۰۰ قیراطه زمرود د پلور خبر ورکړی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ـ ټلویزیون د پنج شنبې په ورځ (مرغومي ۲۱مه) خبر ورکړی چې د پنجشېر د زمرودو ۱۵۱۹ قیراطه یې په ۱۹۸ زره او ۲۰۰ ډالر پلورلي. په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم اداره وايي چې دغه زمرود د داوطلبۍ په لسم پړاو کې پر سوداګرو پلورل شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د داوطلبۍ په نهم پړاو کې یې ۲ زره ۷۴۶ قیراطه زمرود په ۸۰ زره ډالرو پلورلي وو.

طالبانو د ۱۴۰۲ کال د زمري د میاشتې له نیمایي څخه د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرود کان کیندنه پیل کړه. طالبانو هغه مهال اعلان کړی و چې د کانونو او پټرولیم وزارت ۲۰۰ د زمرودو کان کارګرانو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر مولوي محمد قاسم امیري وايي د تازه ترسره شوې سروې له مخې یې د دغه ولایت په پریان او دره ولسوالۍ کې هم د زمرودو کانونه موندلي او نمونې یې کانونو وزارت ته د معلوملو لپاره لیږلې دي.

د طالبانو د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې د زمرود ۷۵۰ کانونه ثبت شوي او له دغه شمېر یې «۵۰۰ یې فعال دي».

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج باندې پانګونه وکړه.

امریکايي سناتور: په افغانستان کې د چین اغېز د اندېښنې وړ دی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰

یوه امریکايي سناتور په 'افغانستان کې د چین د اغېز پراخېدل' د واشنګټن لپاره لویه اندېښنه بللې ده. ایریک شمیت له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لویه هوايي اډه درلوده، چې د ده په وینا اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.

تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې امریکا باید له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه ساتلې وای.

امریکايي ځواکونه د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د کابل له هوايي ډګره تر وتلو مخکې د بګرام له هوايي اډې ووتل.

ایریک شمیت د افغانستان انټرنشنل له خبریال عارف یعقوبي سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستانه د امریکا وتل یو ناورین وباله او ویې ویل چې «اوس یې پایلې په نړیواله کچه وینو.»

هغه زیاته کړه چې د جوبایډن اداره ډیره کمزورې ښکاره شوه او په ډاګه یې کړه چې له افغانستانه وتل ناسنجول شوې چاره وه.

دغه امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې پوځي امکاناتو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا اوس د هغو کسانو په لاس کې دي چې پر نورو ظلم کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د چین د اغېز په اړه وویل: «اوس موږ وینو چې چین هم په افغانستان کې خپل اغېز پراخ کړی. دا هم یوه لویه اندېښنه ده. موږ هلته یوه لویه هوايي اډه درلوده او اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.»

خو هغه وویل چې دی فکر نه کوي چې د امریکا خلک دې بیا په افغانستان کې پوځي مداخلې ته زړه ښه کړي.

سناتور شمیت زیاته کړه چې د امریکا خلک غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ په اړه لا زیات بحثونه وکړي.

نوموړي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه: «د شي جینپینګ په څېر مشران پوهیږي چې ټرمپ یوه ځواکمنه امریکا غواړي، شي جینپینګ، پوتین او نور پوهیږي چې ټرمپ هغه څه کوي چې دی یې وايي، هغه نغواړي هغه څه وشي چې په افغانستان کې پیښ شول.»

د برېتانیا د پارلمان غړي بیا کابل کې د سفارت پرانیستو غوښتنه وکړه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د برېتانیا د پارلمان محافظه کار غړی ټوبایس الووډ یو ځل بیا د خپل هېواد له حکومت وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل وکړي او په کابل کې سفارت خلاص کړي. نوموړی تېر دوبی د ورته څرګندونو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو او د پارلمان د منتخبې دفاعي کمېټې له مشرۍ یې استعفاء وکړه.

ټوبایس الووډ افغانستان ته تر تلو وروسته تېر جولای کې خواله رسنیو کې د ویډیو نشرولو سره وویل چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره افغانستان بدل شوی دی.

نوموړي نن د افغانستان په هکله د بریتانوي حکومت د پالیسۍ په تړاه یوه بحث کې ویلي چې «بریتانیا باید د افغانستان سخته مسله له پام ونه غورځوي.»

د هغه په خبره، بریتانیا ته پکار دي چې په افغانستان کې سفارت پرانیځي او جاپان او اروپايي ټولنې هم دا کار لا د مخه کړی دی.

هغه له پولیټیکس هاوس رسنۍ سره خبره کې د پوښتنې په ډول وویل: «اوسنۍ ستراتيژي سره له لرې زموږ نارو په افغانستان کې څه بدلون راوستلی؟ د داسې هېواد پرېښودل چې له نږدې تاریخ ور سره لرو نه یوازې له اخلاقي پلوه بلکې له جیو پولیټیک پلوه هم له مسوولیت سترګې پټول دي.»

نوموړي په دې خواشيني وښوده چې افغانستان ته د بریتانیا په تلو او بیا وتلو په هکله پوره څېړنه ونه شوه او زیاته یې کړه چې حکومت ته پکار دي نورې ورته تېروتنې ونه کړي.

ښاغلي الووډ دا هم وویل چې د بریتانیا په ګډون لوېدیځ د افغانستان او نورو هېوادونو د واکپالو رژیمونو په مقابل کې د تېښتې رېسک غوره کړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ له افغانستانه په وتلو سره وښوده چې د پاتې کېدو قدرت نه لرو او سیالان دا کشاله لا نوره پرمخ بوولی شي.»

طالبانو تېر دوبی د نوموړي د ورته څرګندونو هرکلی وکړ، خو په کور د ننه له نیوکو سره مخ او له دفاعي کمېټې ګوښه شو.

هغه وخت د دې کمېتې غړي کوین جونز وویل، د ښاغلي الووډ څرګندونې د طالبانو لپاره لوی تبلیغ دی او د نوموړي شخصي نظر دی، د دې کمېټې نظر نه دی.

طالبانو د هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ بابه کورونه وسپارل

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند وایي، چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو د بهیر په دوام ۳۶ بابه کورونه د هرات زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د ۳۶ بابه کورونو کلیانې یې د رباط سنګي ولسوالۍ په خوش رباط او باغ زحمت سیمو کې زلزله ځپلو ته سپارل شوي.

تردې مخکې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۶مه) ویلي وو، چې دغې ډلې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې ١١٠ جوړ کړي کورونه د هرات رباط سنګي سیمې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي.

احمدالله متقي ویلي، چې اوسمهال د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې د ٣ زره ٦٦٣ کورونو د جوړولو چارې روانې دي.

همدا راز د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۹مه) طالبانو د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو بهیر کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۲۵ بابه جوړ شوي کورونه سپارلي دي.

په هرات کې د طالبانو رینجر موټر ته د لاسي بم د غورځېدو له امله اوه ملکیان ټپیان شوي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۴ GMT+۰

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دا پېښه د هرات په درب خوش سیمه کې نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۰مه) ماسپښین مهال رامنځته شوې ده، چې پکې اوه ملکي وګړي چې دوه یې کوچنیان دي ټپیان شوي دي.

بل خوا د طالبانو د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او د دغې ډلې د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف ویلي، چې په پېښه کې طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړی وايي، چې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک تن هم نیولی دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.