• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي سناتور: په افغانستان کې د چین اغېز د اندېښنې وړ دی

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۵ GMT+۰

یوه امریکايي سناتور په 'افغانستان کې د چین د اغېز پراخېدل' د واشنګټن لپاره لویه اندېښنه بللې ده. ایریک شمیت له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې لویه هوايي اډه درلوده، چې د ده په وینا اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.

تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې امریکا باید له افغانستانه تر وتلو وروسته د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه ساتلې وای.

امریکايي ځواکونه د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د کابل له هوايي ډګره تر وتلو مخکې د بګرام له هوايي اډې ووتل.

ایریک شمیت د افغانستان انټرنشنل له خبریال عارف یعقوبي سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستانه د امریکا وتل یو ناورین وباله او ویې ویل چې «اوس یې پایلې په نړیواله کچه وینو.»

هغه زیاته کړه چې د جوبایډن اداره ډیره کمزورې ښکاره شوه او په ډاګه یې کړه چې له افغانستانه وتل ناسنجول شوې چاره وه.

دغه امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې پوځي امکاناتو ته هم اشاره وکړه چې د ده په وینا اوس د هغو کسانو په لاس کې دي چې پر نورو ظلم کوي.

هغه په ​​افغانستان کې د چین د اغېز په اړه وویل: «اوس موږ وینو چې چین هم په افغانستان کې خپل اغېز پراخ کړی. دا هم یوه لویه اندېښنه ده. موږ هلته یوه لویه هوايي اډه درلوده او اوس د چین له لوري ورته پاملرنه کېږي.»

خو هغه وویل چې دی فکر نه کوي چې د امریکا خلک دې بیا په افغانستان کې پوځي مداخلې ته زړه ښه کړي.

سناتور شمیت زیاته کړه چې د امریکا خلک غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ په اړه لا زیات بحثونه وکړي.

نوموړي د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه: «د شي جینپینګ په څېر مشران پوهیږي چې ټرمپ یوه ځواکمنه امریکا غواړي، شي جینپینګ، پوتین او نور پوهیږي چې ټرمپ هغه څه کوي چې دی یې وايي، هغه نغواړي هغه څه وشي چې په افغانستان کې پیښ شول.»

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا د پارلمان غړي بیا کابل کې د سفارت پرانیستو غوښتنه وکړه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۱۹ GMT+۰

د برېتانیا د پارلمان محافظه کار غړی ټوبایس الووډ یو ځل بیا د خپل هېواد له حکومت وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل وکړي او په کابل کې سفارت خلاص کړي. نوموړی تېر دوبی د ورته څرګندونو له امله له سختو نیوکو سره مخ شو او د پارلمان د منتخبې دفاعي کمېټې له مشرۍ یې استعفاء وکړه.

ټوبایس الووډ افغانستان ته تر تلو وروسته تېر جولای کې خواله رسنیو کې د ویډیو نشرولو سره وویل چې د طالبانو بیا واکمنېدو سره افغانستان بدل شوی دی.

نوموړي نن د افغانستان په هکله د بریتانوي حکومت د پالیسۍ په تړاه یوه بحث کې ویلي چې «بریتانیا باید د افغانستان سخته مسله له پام ونه غورځوي.»

د هغه په خبره، بریتانیا ته پکار دي چې په افغانستان کې سفارت پرانیځي او جاپان او اروپايي ټولنې هم دا کار لا د مخه کړی دی.

هغه له پولیټیکس هاوس رسنۍ سره خبره کې د پوښتنې په ډول وویل: «اوسنۍ ستراتيژي سره له لرې زموږ نارو په افغانستان کې څه بدلون راوستلی؟ د داسې هېواد پرېښودل چې له نږدې تاریخ ور سره لرو نه یوازې له اخلاقي پلوه بلکې له جیو پولیټیک پلوه هم له مسوولیت سترګې پټول دي.»

نوموړي په دې خواشيني وښوده چې افغانستان ته د بریتانیا په تلو او بیا وتلو په هکله پوره څېړنه ونه شوه او زیاته یې کړه چې حکومت ته پکار دي نورې ورته تېروتنې ونه کړي.

ښاغلي الووډ دا هم وویل چې د بریتانیا په ګډون لوېدیځ د افغانستان او نورو هېوادونو د واکپالو رژیمونو په مقابل کې د تېښتې رېسک غوره کړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ له افغانستانه په وتلو سره وښوده چې د پاتې کېدو قدرت نه لرو او سیالان دا کشاله لا نوره پرمخ بوولی شي.»

طالبانو تېر دوبی د نوموړي د ورته څرګندونو هرکلی وکړ، خو په کور د ننه له نیوکو سره مخ او له دفاعي کمېټې ګوښه شو.

هغه وخت د دې کمېتې غړي کوین جونز وویل، د ښاغلي الووډ څرګندونې د طالبانو لپاره لوی تبلیغ دی او د نوموړي شخصي نظر دی، د دې کمېټې نظر نه دی.

طالبانو د هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ بابه کورونه وسپارل

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند وایي، چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو د بهیر په دوام ۳۶ بابه کورونه د هرات زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د ۳۶ بابه کورونو کلیانې یې د رباط سنګي ولسوالۍ په خوش رباط او باغ زحمت سیمو کې زلزله ځپلو ته سپارل شوي.

تردې مخکې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۶مه) ویلي وو، چې دغې ډلې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې ١١٠ جوړ کړي کورونه د هرات رباط سنګي سیمې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي.

احمدالله متقي ویلي، چې اوسمهال د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې د ٣ زره ٦٦٣ کورونو د جوړولو چارې روانې دي.

همدا راز د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۹مه) طالبانو د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو بهیر کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۲۵ بابه جوړ شوي کورونه سپارلي دي.

په هرات کې د طالبانو رینجر موټر ته د لاسي بم د غورځېدو له امله اوه ملکیان ټپیان شوي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۴ GMT+۰

یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دا پېښه د هرات په درب خوش سیمه کې نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۰مه) ماسپښین مهال رامنځته شوې ده، چې پکې اوه ملکي وګړي چې دوه یې کوچنیان دي ټپیان شوي دي.

بل خوا د طالبانو د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او د دغې ډلې د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله انصاف ویلي، چې په پېښه کې طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړی وايي، چې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک تن هم نیولی دی.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

زاخيلوال: فضل الرحمان دې د غزې او هغو پاکستاني ماشومانو پرتله وکړي چې دی یې استازيتوب کوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير ويلي، چې ملا فضل الرحمان دې د غزې د جنګ سره د افغان نجونو د زده کړو پر ځای د خپلې سيمې نجوني پرتله کړي. فضل الرحمان افغانستان ته د تګ پر مهال په افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو تر تګ د غزې د جنګ مساله مهمه بللې وه.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال پر خپله اېکس ټولنيزه پاڼه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر ملافضل الرحمان د خبرو يوې ويډيويې برخې ته په غبرګون کې ويلي، چې د غزې جنګ او د افغان نجونو پر مخ د زده کړو بنديز هېڅ منطقي تړاو نه لري.

نوموړي ملا فضل الرحمان ته په خطاب کې وويل: « که چېرې ته صحیح یې نو ولې دغه مساله او پرتله په خپل کور او هغه سيمه کې چې ته یې مذهبي مشر يې نه غواړې او نه عملي کوې.»

زاخېلوال د خپلو خبرو په دوام ملا فضل الرحمان ته د پېغور په ژبه په اوردو ليکلي؛ « اصلي خبره دا ده، چې مولانا د افغانستان اړوند دغه حديث (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه) هېر کړی دی.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا فضل الرحمان وروستیو څرګندونو د افغان سياسيون او مخکنيو چارواکو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو او فعالانو غبرګونونه هم پارولي دي.

متقاعدین: ملا هبت الله له تېرو دوه نیمو کلونو راپه دېخوا زموږ په حقونو منګولې خښې کړې دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۲ GMT+۰

‏پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغې ډلې تر اوسه هېڅ متقاعد ته خپل کلني حقوق نه دي ورکړي او متقاعدین شکایت کوي، چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې دوی ته د دوی قانوني حق نه ورکوي.

له کابله یو شمېر متقاعدینو افغانستان انټرنېشل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ورځ په ډله ییز ډول د یو پیغام په استولو سره ویلي، د طالبانو د مشرانو له پرلپسې ژمنو سره ـ سره لا هم په دې نه دي بریالي شوي، چې خپل تقاعد ترلاسه کړي.

‏ دوی وایي: « دا درېیم ژمی دی، چې له کړاوه ډک يې تېروو. طالب چارواکو راته څو وارې وویل، چې د متقاعدینو د حقوقو ورکړې طرحه د وزیرانو شورا له خوا منل شوې او د تایید لپاره ملا هبت الله ته استول شوې ده؛ خو لا هم نه ده تایید شوې او مونږ نن په سبا تېر باسي.»

‏د مالوماتو پر اساس؛ په ټول افغانستان کې شاوخوا یو نیم لک متقاعدین موجود دي، چې د جمهوریت پر مهال یې د بېلا ـ بېلو کچو کلني معاشات ترلاسه کول.

‏د متقاعدینو په پیغام کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یې لېږلی راغلي: « هره شپه خبرونه اورو، چې یو میلیارد افغانۍ دلته مصرف شوي، دوه میلیارده هلته؛ خو زمونږ په برخه لیک لوبې کېږي او وچې ډوډۍ ته ناست یو. که اسلامي امارت زمونږ غږ نه اوري؛ نو په نورو اقداماتو لاس پورې کوو.»

‏دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې اونۍ په لومړیو کې د بي بي سي په یو اېکس سپېس کې وویل، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون کې تغیر راغلی او عدلیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې عملي یې کړي.

‏که څه هم مجاهد ونه ویل، چې د متقاعدینو د معاشاتو طرحه د ملا هبت الله له لوري تایید شوې ده کنه؛ خو ټینګاریې وکړ، چې متقاعدینو ته شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوي او ډېر ژر به ورکړل شي.

‏په همدې حال کې متقاعدینو د دوشنبې په ورځ کابل کې د یو لاریون پر مهال یو ځل بیا نیوکه وکړه، چې د طالبانو له ژمنو ستړي شوي او تر اوسه یې په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی لیدلی.

‏په افغانستان کې د کار د قانون له مخې د ملکي کارکوونکو لپاره د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی دی، چې تر دې وروسته بیا دولتي کار کوونکي په کلني ډول هغه تقاعد اخلي، چې دولت ته یې د خپلې دندې په جریان کې ورکړې وي.