• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان موقت حکومت د چمن د پرلتوالو غوښتنې رد کړې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۳۴ GMT+۰

له نېږدې درېیو میاشتو پرلپسې پرلت وروسته د پاکستان بلوچستان صوبې سرپرست حکومت د چمن د پرلتوالو هغه غوښتنې رد کړې چې له مخې یې غواړي پر کرښه د ویزې او پاسپورټ لګېدلې بندیز لرې شي.

د چمن د اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت سره سم د پرلت پر لسګونو غړو د پولیسو له لوري قضیې ثبتې شوې او هم د ډیریو پرلت والو پر کورونو چاپې وهل شوې.

د چمن ځايي اوسیدونکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې سره د زرګونو خلکو کاروبار او اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.

بل خوا د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزير جان اڅکزي په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د چمن د پرلتوالو یوه غوښتنه هم نه شي منلی او دوی دې خپل پرلت ژر تر ژره ختم کړي.

نوموړی زیاتوي، چې حکومت یې کله هم له دغې پرېکړې نه په شا کیږي او د چمن - سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل حتمي دي.

د سپين بولدک -چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو نن پنجشنبه د (مرغومي ۲۱مه) ۸۶ ورځې وشوې.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د پرلت د پای ته رسولو او د پاسپورټ د پرېکړې بېرته اخیستو په موخه یې د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره خبرې اترې د تېر په څېر ناکامې شوې.

نوموړي زیاته کړې وه: «د چمن مسوولینو د پرلت د پای ته رسولو لپاره له هر کس سره مذاکرات کوي موږ تیره ورځ له هغوی سره د نږدې مذاکرات وکړل. خو د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصولو او د پاسپورټ د حتمي کېدو د پرېکړې اخیستلو صلاحیت د ایالتي حکومت سره نه شته او دا صلاحیت یوازې له مرکزي حکومت سره دی. دوی موږ ته تل وايي چې روان پرلت باید پای ته ورسو ځکه پرلت ته امنیتي ګواښونه متوجې دي خو موږ د دوی دا ډول خبرې نه منو او خپل پرلت ته به دوام ورکوو.»

تر دې وړاندې هم د ایالتي حکومت تر څنګ د پرلت د استازو او د پاکستان حکومت تر منځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مذاکرات ترسره شوي خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي سره رسیدلي.

د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت کې هره ورځ زرګونه ځايي اوسیدونکي ګډون کوي او د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد ویناوې کوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵

افغان ایواک: د افغان ځانګړو ویزو د دوسیو ځنډ د امریکا د حکومت «جدي ناکامي» ښیي

•
•
•

نور کیسې

مولوي فضل: له هغو نوماندانو سره جهاد واجب دی چې د دین په نوم رایه اخلي او شریعت نه نافذوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی مولوي فضل وايي، کوم کس چې پارلمان ته په تللو سره شریعت نافذ نه کړي او بیا د دین او مذهب په نوم له خلکو رایه اخی، «جهاد ور سره واجب دی.» مولوي فضل دا خبرې پرون د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې واڼه پرېس کلب کې کړې دي.

نوموړی په خپلو خبرو کې د پاکستان د پخواني لوی مفتي فرید فتوا یادوي او زیاتوي: که یو ملا د شریعت په نوم رایه وغواړي او اسمبلي ته لاړ شي، خو هلته د شریعت مطالبه ونه کړي او یا شریعت نافذ نه کړي او که شریعت یې نافذولی نه شو، له پارلمان استعفا ونه کړي او بیا پارلمان ته د تلو لپاره د دین په نوم رایه غواړي، نو له دغه سړي سره جهاد واجب دی.

د نوموړي په خبره، دا ډول کسان چې د دین په نوم رایه اخلي، پر اسلام تمسخر کوي.

که څه هم مولوي فضل کوم مشخص ګوند ته ګوته ونه نیوله، خو په وزیرستان کې تر ډېره د مولانا فضل رحمان ډله چې ځان مذهبي بولي پراخ نفوذ لري.

د مولوي فضل دا خبرې په داسې حال دي چې راتلونکې فبروري پر اتمه په پاکستان کې ټولټاکنې کېږي.

د دې ټاکنو ته د کمپاین پیلېدو سره په مختلفو سیمو په تېره وزیرستان کې پر نوماندانو هم بریدونه پیل شوي دي.

پرون د شمالي وزیرستان مرکز سره نږدې د پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته ازاد نوماند کلیم الله داوړ د وسلوالو په برید کې ووژل شو.

تر هغه مخکې د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر پخواني غړي او د پي ډي اېم پر مشر محسن داوړ هم په دغه سیمه کې برید شوی و.

مولانا فضل الرحمان ملا هبت الله اخوندزاده ته ویلي «اسلام اباد او ټي ټي پي کې یو غوره کړئ»

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۷ GMT+۰

ایکسپرېس ټربیون وايي، مولانا فضل الرحمان ملا هبت الله اخوندزاده ته د اسلام اباد دا پیغام رسولی چې اسلام اباد او ټي ټي پي کې دې یو غوره کړي. دا رسنۍ زیاتوي، دې لیدنه کې په پاکستان کې د سوله‌ییزو ټاکنو او له اسلام اباد سره د ټي‌ټي‌پي د خبرو د بیا پیلولو لپاره د هڅو ډاډ ورکړل شوی.

ایکسپرېس ټریبیون د خپلو سرچینو په حواله وايي، مولانا فضل رحمان طالب مشرانو ته دا پیغام هم رسولی چې د تحریک طالبان پاکستان د مسلې له حل پرته به خپلمنځي اړیکي پرمختګ ونه کړي.

د دې رسنۍ له مخې، ښايي په نږدې وخت کې د اسلام اباد او تحریک طالبان ترمنځ اعلان شوی یا نا اعلان شوی اوربند پیل شي.

اسلام اباد طالبانو تورنوي چې د پاکستان ضد طالبانو ته یې پنا ور کړې ده.

افغان طالبان د دې ادعا ردولو سره وايي چې په افغانستان کې د داعش بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي.

ویل کېږي د ملا هبت الله او فضل رحمان په لیدنه کې طالبانو په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په لمنځه وړلو کې د پاکستان د رول لوبولو او په چمن له ویزو پرته د تګ راتګ غوښتنه کړې ده.

پرون ځینې نورو رسنیو هم راپور ور کړ چې ملا هبت الله اخوندزاده او مولانا فضل رحمان سره لیدلي دي، خو دې رسنیو د دې لیدنې نور جزیات نه درلودل.

ایسکپرېس ټریبیون وایي، د دغې لیدنې همغږي د طالبانو د بلخ والي حاجي یوسف وفا کړې وه.

کابل ته د مولانا فضل رحمان تر سفر مخکې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین هم اسلام اباد ته تللی و. ویل کېږي ملا شیرین له فضل الرحمان سره ژمنه کړې وه چې له ملاهبت الله سره لیدلی شي.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې دوه پاکستاني پوځيان په مخامخ جګړه کې وژل شوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې (ای‌ایس‌پي‌ار) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره ورځ چهارشنبه (د مرغومي ۲۰مه) یې دوه پوځیان د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې له وسله والو سره په مخامخ جګړه وژل شوي دي. په دغه خبرپاڼې کې راغلي چې په دغې جګړه کې دوه تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي خو د خیبرپښتونخوا په ټولو سیمو کې د جګړو او ماین چاودنو مسوولیت همدا ډله په غاړه اخلي.

په دې وروستیو کې د خيبرپښتونخوا د نورو سیمو تر څنګ لکي مروت سیمه تر پخوا نارامه شوې او وخت نا وخت ترې د ناامنۍ راپورونه ورکړل کیږي.

وړمه شپه هم د لکي مروت په تختې خيلو سېمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ یوولس غړي وسله والو په ډزو وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خبر پاڼه کې ويل شوي چې په سیمه کې تر جګړې وروسته هلته چاڼیز عملیات روان دي او هڅه کوي چې په وروستیو ناکراریو کې ښکېل کسان په نښه کړي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د خیبرپښتونخوا او بلوچستان امنیتي حالت ترینګلی شوی او ډیر کله پر پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او ماین چاودنې ترسره کیږي.

زاخيلوال: فضل الرحمان دې د غزې او هغو پاکستاني ماشومانو پرتله وکړي چې دی یې استازيتوب کوي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۰

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير ويلي، چې ملا فضل الرحمان دې د غزې د جنګ سره د افغان نجونو د زده کړو پر ځای د خپلې سيمې نجوني پرتله کړي. فضل الرحمان افغانستان ته د تګ پر مهال په افغانستان کې ښوونځيو ته د نجونو تر تګ د غزې د جنګ مساله مهمه بللې وه.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفير عمر زاخېلوال پر خپله اېکس ټولنيزه پاڼه د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر ملافضل الرحمان د خبرو يوې ويډيويې برخې ته په غبرګون کې ويلي، چې د غزې جنګ او د افغان نجونو پر مخ د زده کړو بنديز هېڅ منطقي تړاو نه لري.

نوموړي ملا فضل الرحمان ته په خطاب کې وويل: « که چېرې ته صحیح یې نو ولې دغه مساله او پرتله په خپل کور او هغه سيمه کې چې ته یې مذهبي مشر يې نه غواړې او نه عملي کوې.»

زاخېلوال د خپلو خبرو په دوام ملا فضل الرحمان ته د پېغور په ژبه په اوردو ليکلي؛ « اصلي خبره دا ده، چې مولانا د افغانستان اړوند دغه حديث (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه) هېر کړی دی.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌ کړو په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر ملا فضل الرحمان وروستیو څرګندونو د افغان سياسيون او مخکنيو چارواکو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو او فعالانو غبرګونونه هم پارولي دي.

خېبر پښتونخوا کې پر یوې پوستې د وسله والو په برید کې ۳ پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

چارواکي وايي؛ د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پوليسو پر يوه مرکز د لسو وسله والو په يوه بريد کې درې پوليس افسران او يو ملکي کس وژل شوي دي. د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې برید د چهارشنبې په سهار د افغانستان سره پر پوله د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په سېمه کې شوی دی.

د جابر خان په وینا؛ دا پوسته د کوهاټ په سیمه کې د سیند د لویې لارې په اوږدو کې پرته ده.

دى وايي، چې بريد کوونکي له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي او د هغوى د موندلو هڅې روانې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو د پاکسان د طالبانو تحريک ډېر وخت د دې هېواد په خاص ډول د افغانستان پولې ته نېږدې په شمال لوېديځو سېمو کې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي.

دا په خېبرپښتونخوا ایالت کې په تېرو درېيو ورځو کې درېیم برید دی، چې د چهارشنبې د ورځې په برید سره د وژل شويو پوليسو شمېر ۱۲ کسانو ته ورسید.

د سې شنبې په ورځ د بنو په سېمه کې د پوليو د واکسين د ډلو د ساتنې پر مهال د وسله والو په بريد کې دوه پوليس ووژل شول او دوه نور پوليس ټپيان شول.

د دوشنبې په ورځ د مومندو په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې اوه پولیس ووژل.

د پاکستان د طالبانو تحريک او داعش دواړو د دوشنبې د بريد مسوولیت منلی و.