شاوخوا ۳۰۰ تنه افغان کډوال پرون له پاکستانه کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وایي، په ۲۰۲۴ کال کې دا د افغان کډوالو لومړنۍ جوپه ده چې هغه هېواد ته لېږدول کېږي. د کاناډا د کډوالو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۲۹۵ تنه افغان کډوال په یوې چارتر شوې الوتکه کې له اسلام اباده ټورنټو ته ورسېدل.