• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میرویس عزیزي: په افغانستان کې د انرژۍ او ترانسپورټ برخو کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوو

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د عزیزي بانک خاوند میرویس عزیزي اعلان کړی چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید او ترانسپورټ په برخو کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي. ښاغلي عزیزي د جمعې په ورځ – مرغومې ۲۲ مه –په خواله رسنۍ ایکس کې لیکلي چې دغه پانګونه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره پلان شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د دغې پانګونې یوه برخه به د ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد لپاره وکارول شوي او بله برخه به يې د اورګاډي پټلۍ جوړولو ته په پام کې ونيول شي.

ښاغلي عزیزي ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دوی د سوداګریزې ډلې تخصصي ټیمونه افغانستان ته راشي او د دې پانګونې د موخو په اړه به له چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه پانګه وال چې تر ډېره په متحده عربي اماراتو کې سوداګري کوي وايي چې په دې پانګونې سره به په افغانستان کې شاوخوا یو لک کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هرات ته د ښاغلي عزیزي له سفر وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس د یادې پانګونې په اړه د ایکس ټولنیزې رسنۍ له لارې یو پیغام خپور کړ چې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي الیاس دغه پیغام تایید کړ او ویې ویل چې ښاغلی عزیزي په پام کې لري په راتلونکو ورځو کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې چارې پیل کړي.

ښاغلي عزیزي په خپل یادښت کې په مستقیمه توګه د طالبانو ډلې ته اشاره نه ده کړې او د خپلې پرېکړې جزیات یې نه دي روښانه کړي.

ميرويس عزيزي ویلي، چې هرات زلزله ځپلو لپاره د استوګنې د یو ښارګوټي د پرانیستې په موخه یې افغانستان ته یو ورځينی سفر کړی. نوموړي په هرات کې له خونړۍ زلزلې وروسته د دغې پېښې له قربانیانو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړې وه. ښاغلي عزيزي ویلي چې په څه کم څلورو مياشتو کې يې د هرات زلزله ځپلو ته ٣٠٠ نوي کورونه جوړ کړي او پر خلکو يې وېشلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰کال په زمري میاشت کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته ګڼو کورنیو او بهرنیو پانګوالو له افغانستانه خپلې پانګې ایستلې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: حکومت په دیکتاتورۍ، زور او سانسور نه کېږي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د طالبانو له خوا د رسنیو د سانسور په اړه د نړۍیوالو بنسټونو له غبرګونونه وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دیکتاتورۍ او سانسور له لارې حکومت نه کېږي.

هغه د طالبانو د بنسټونو له ویاندویانو وغوښتل چې له رسنیو سره دې ښې اړیکې ولري.

د هغه ویډیو له مخې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ - د مرغومې ۲۱ مه - په خپله اېکس پاڼه خپره کړه، د طالبانو ویاند دغه څرګندونې د دغې ډلې د ویاندویانو لپاره په یوه روزنیز ورکشاپ کې کړي دي.

په دغه ورکشاپ کې ښاغلي مجاهد د طالبانو ویاندویانو ته ویلي چې له رسنیو سره دې « دوستانه چلند» وکړي او له خبریالانو سره دې معلومات شریک کړي.

هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو ویاندویانو ته ویلي: «سانسور مه کوئ. د تاریخ په اوږدو کې ډېری دیکتاتور رژیمونه تېر شوي. دیکتاتورۍ سره نظامونه دوام نه کوي. په زور حکومت نه کېږي او د فشار په وسیله د خلکو زړونه نه ګټل کېږي.»

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د افغانستان له پخواني حکومت سره د جګړې پر مهال یې هم له هغو رسنیو سره ښې اړیکې درلودې چې «امریکا ته یې کار کوو».

هغه د طالبانو ویاندویانو ته ویلي: «که تاسو یو چا ته سپکاوی کوئ او پر هغوی فشار راوړئ، ایا هغوی لیوني دي چې ستاسو مثبت مطالب خپاره کړي؟»

ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې د طالبانو د ویاندویانو پر چلند نیوکه کړې، چې د بې پولې خبریالانو سازمان په دې وروستیو کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بللی دی.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ له پیلیدو وروسته په زرګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له هېواده وتلو ته اړ شوي او یا هم بې روزګاره شوي او ډېری رسنۍ تړل شوې دي.

پر طالبانو د خبریالانو د نیولو له امله د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا په کراتو نیوکې شوي دي.

جمعیت علمای اسلام ګوند: د طالبانو دفاع وزیر ویلي د پاکستان او ځان ترمنځ هیڅ فرق نه کوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي، د طالبانو د دفاع وزیر له مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کې ویلي، چې طالبان د خپل ځان او پاکستان ترمنځ توپیر نه کوي. د دغه ګوند په وینا ملا یعقوب هیله څرګنده کړې چې د فضل الرحمان له سفر وروسته به د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې راکمې شي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند افغانستان ته د خپل مشر مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه د جمعې په ورځ یو رپوټ خپور کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د شپږ ورځني سفر موخه د دواړو هېوادونو (طالبانو او پاکستان) ترمنځ د ستونزو هوارول و.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د کابل هوايي ډګر ته د مولانا فضل الرحمان د راتګ یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې نوموړي د طالبانو له مشر او د دې ډلې له یو شمېر وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو سره کتلي چې په کې ملا عبدالغني برادر، ملا یعقوب او امیرخان موتقي هم شامل دي.

جمعیت علمای اسلام ګوند دغه سفر یوه "بشپړه بریا" بللی ده.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا برادر دغه سفر د افغانستان او پاکستان لپاره یو "ښه پرمختګ" بللی دی.

جمعیت علمای اسلام ګوند د ملا برادر له خولې لیکلي چې د مولانا فضل الرحمان سفر به د دواړو هیوادونو په اړیکو "مثبت اغیز" ولري.

د دغه ګوند په وینا، ملا یعقوب له مولانا فضل رحمان سره په لیدنه کې ویلي چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې تاریخي دي.

د طالبانو د دفاع وزیر ویلي: "موږ هیڅکله د خپل ځان او ستاسو (پاکستان) ترمنځ توپیر نه دی کړی."

ملا یعقوب هیله څرګنده کړې چې له دغه سفر وروسته به وضعیت بدل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې به کمې شي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ خبریالانو ته ویلي چې مولانا فضل رحمان په شخصي سفر کابل ته تللی او د پاکستان د حکومت استازیتوب نه کوي.

فضل الرحمن د یکشنبې په ورځ -د مرغومې ۱۵ مه - د نهو دیوبندیانو د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی و.

د طالبانو استخباراتو په افغانستان کې پر سلو کتابونو بندیز ولګاوه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۰

سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست په کابل او ولایتونو کې د سلو کتابونو پر پیر پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي. سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، ښايي دا اداره نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز ټول چاپ کتابونه وسوځوي.

د سرچینو په خبره، طالبانو په تېرو ورځو کې کابل کې د سلو کتابونو لست د خپرنځیو مشرانو ته سپارلی او ترې غوښتي یې دي چې د د دې کتابونو پر چاپ پېر او پلور بندیز دی.

طالب استخباراتو له دې خپرنځیو دا هم غوښتي چې د اړوند کتابونو نوملړ او په دې تړاو به رسینو ته نظر نه ور کوي.

په دې کتابونو کې پر پښتو او پارسي لیکل شوي او ورته را ژباړل شوي کتابونه دي، چې له ډلې یې وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه شامل دي.

د طالبانو له خوا په ممنوع شویو کتابونو کې د «وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای» کتاب هم شامل او له بازار ټول شوی دی.

دغه کتاب د وزیرستان پر تاریخ، جغرافیا، وروستیو تحولاتو او د امارت او ملکۍ، قومي مشرتابه، ټولنیز نظام او طالبانو بحثونه لري.

دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی
100%
دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی

د کتاب لیکوال او خبریال نذیر احمد سهار له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د طالبانو ‎ دغه سانسور د علم، فکر، متنوع غږونو او افکارو د ودې، او تولید خلاف وباله.

د ښاغلي سهار په خبره، پر کتابونو بندیز د افکارو د بیان، فکري تنوع او فرهنګي ارزښتونو او ازادیو د محدودولو هڅه ده چې د ټولنې د رکود سبب ګرځي: «ټوله ټولنه په خپل رنګ رنګول او تر ځان هرڅه محدودول طالبان نور هم منزوي کولای شي.»

د طالبانو استخبارات په داسې حال پر سلو کتابونو بندیز لګوي چې دې ډلې پر ۲۰۲۲ کال د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.

طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځیو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.

د ایران او عراق په ګډه پوله کې یو افغان ووژل او څلور ټپیان شول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، له عراق سره د دغه هېواد په پوله کې د ماین چاودنې له امله یو افغان ووژل او څلور ټپیان شول. د مهران ولسوال وايي، دا کسان وړمه شپه په تیاره کې عراق ته ننوتل، چې له ماینونو ډکه سیمه کې چاودنه پرې وشوه.

علي عباس شفیعي له ایرنا سره په خبرو کې زیاتوي، له چاودنې وروسته یې له عراقي ځواکونو سره په همغږۍ ماین شنډوونکي سیمې ته واستول او له ساعتونو هڅو وروسته یې مړی او ټپیان د مهران امام حسین روغتون ته ولېږدول.

نوموړی د ټپیانو د حالت په هکله له څه ویلو پرته وایي، څلور ټپیان وروسته ایلام ښار ته ولېږدول شول.

دا لا مالومه نه ده چې پر دې کسانو یو که څو ماینونه چاودلي دي، خو د ایلام د سرې میاشتې مشر وايي، چاودنه له ماینونو د ډکې سیمې په منځ کې شوې وه او په دې دلیل یې د پېښې ځای ته دوه ډلې لېږلې وې.

د غلام رضا علي محمدي په خبره، له پنځو ګړیو هڅو وروسته د ایران او عراق د پوله ساتو په همکارۍ په دې وتوانېدل چې مړی او ټپیان په خوندي ډول د پېښې له ځای ولېږدوي.

لا هم مالومه نه ده چې دا افغانان عراق ته د څه لپاره تلل، خو د ترکیې او ایران په ګډه پوله کې د امنیتي تدابیرو زیاتېدو سره اوس افغانان د ایران د نورو ګاونډیو هېوادونو له لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي.

امریکایي سناتور:افغانستان کې د طالبانو پر بیاواکمنېدو ترهګرې ډلې زړورې او تاوتریخجنې شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۰

یو امریکايي سناتور وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د بایډن په اداره کې له افغانستانه د امریکا د وتلو «کمزوري» ماموریت په سیمه کې ترهګرې ډلې زړورې او تاوتریخجنې کړې دي. جان هوون افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د جوبایډن ادارې د دغو ډلو پر وړاندې کمزوری عمل کړی.



هغه زیاته کړه، چې جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې «ډېر کمزوری» عمل کړی دی.

هغه وویل، دغه کار نه یوازې افغانستان او امریکا ته ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، یې هم پر اوکراین د برید کولو لپاره «زړه‌ور» کړ.
دغه امریکايي سناتور د افغانستان انټرنشنل د خبریال عارف یغقوبي سره په مرکه کې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هغو ډلو په ملاتړ تورن کړ، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.

هغه په سره سمندرګي کې د حوثیانو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې امریکا او ملګري یې باید دغو بریدونو ته ځواب ووايي او دغه شان کړنې نورې باید پای ومومي.

له دې سره هم مهاله د امریکا د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۱مه) د افغانستان په اړه ناسته لرله. دغه ناسته د قانون جوړوونکو د دواړو غاړو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له‌خوا بلل شوې وه.

د امریکا ځانګړو استازو او د امریکا د نړۍوالې پرمختیایي ادارې مرستیال مشر په دغه ناسته کې د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال په دغه ناسته کې وویل، چې طالبان یوه ترهګره ډله ده؛ خو د بایډن اداره غواړي دغه ډله د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
هغه زیاته کړه، داسې ښکاري د بایډن اداره غواړي د دوستۍ له مخې د طالبانو په سیاست کې بدلون راولي.

ښاغلي مکال وویل، په افغانستان کې د امریکا شل کلنې هڅې په اوبو لاهو شوې.

هغه د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د بایډن اداره د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ تګلاره نه لري.

مایکل مکال همدارنګه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د شمالي ټلوالې د مشرانو سره» له هغې ډلې له احمد مسعود سره خبرو ته لېواله دی.
هغه دا رنګه هغه نور جریانونه هم یاد کړل، چې د طالبانو حکومت د پرځولو پلویان دي.